د اڅکزي وینا وه چې دا مهال پښتون افغان له ډېر بد حالت سره مخامخ دی او له دې حالاتو د خپل ولس را-اېستلو لپاره پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خپل ولس سره سلاې مشورې لپاره سمدستي د یوې جرګې رابللو ږغ کوي.
د اګست پر ۱۳مه لسګونو خوستیو مېرمنو د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل، چې بین الافغاني خبرو اترو لپاره تیار شي. دوی چې د سولې ټیکري تر عنوان لاندې یوې برنامې کې راټولې شوې وې، دا هم وویل د جګړې دوام به ښکیلو خواوو ته په راتلونکې کې له پښېمانۍ پرته بله هېڅ ګټه په لاس ورنکړي. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي رپورټ وګورئ.
د بلوچستان له مشهورو خوړو یې یو مالګین روش دي چې د پسه له غوښې پخېږي. په اړه یې د امریکا غږ ډیوه راډیو ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي، په نړۍ کې د کشمير په اړه د اواز پورته کولو ذمه واري پر غاړه اخلي.
د هانګ کانک هوايي میدان د اګست پر ۱۳مه شپه د جمهوریت پلوه مظاهرچیانو او پولیسو ترمنځ د نښتو وروسته فعاله شوی.
په افغانستان کې د ریحان ګلو ګبین کندهاري کرونده ګرو ته ګټه رسولې او په نړیواله کچه په بازارونه کې شهرت لري. په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو ویډیويي رپورټ وګورئ.
د کراچۍ شار د ښار په یو شمېر سیمو کې لا هم ځای پر ځای باراني اوبه ډنډ ولاړې دې او په ځینو سیمو کې د اګست پر ۱۴مه په څلورمه ورځ هم بجلي نه وه.
د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنایي په یمن کې د سعودي عرب په مشرۍ د ایتلاف پرضد د حوثیانو د ملاتړ ژمنه کړې.
عمران خان ویلي دي، هندي حکومت د کشمير ځانګړي حیثيت ختمولو لوجې يوه لویه سټراتيجيکي غلطي وکړه چې په راتلونکې کې به ډيرې خرابې پایلې ولري.
د پاکستان حکومت ویلي، دا ورځ به د کشمیر له ولس سره د یو والي په توګه لمانځي. ویډیو: عمران یونس