بلوچستان عوامي ګوند د خیبر د لواړګي ۳۰ کلنه بصیره شېنوارې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د ښځو څوکۍ ته نومولې ده. د دې لامل دا دی چې د خیبر او مومندو درو نویو منتخبو غړو په ګوند د ورګډېدو اعلان کړی نو ځکه هغه ګوند اوس په اسمبلۍ کې د یوې ښځې غوره کولو حق لري. شېنوارې وايي، د قبایلي ولس پرمختیا په ګډون د ښځو حقونو او ښېګړې لپاره کار کول غواړي. له بصیرت شېنوارې سره ویډیويي مرکه وګورئ.
اېرنا خبري اژانس د یاد ځواک په حواله ویلي، د فارس جزیرې په خوا و شا کې دې ټینکر بېړۍ ۷۰۰،۰۰۰ لېټره تیل لېږدول.
دا اوونۍ په مشال مرکه کې د حسیب شینواري سره غږېدلي یو. نوموړی د افغانستان د ننګرهار ولایت د پوهنې رییس دی.
جګړې د رزمي ورزشونو د افغان لوبغاړي خدای بېردي ژوند له کومو ستونزو سره مخامخ کړی کړی؟ د مشال راډیو همکار عالم رحمانیار یې ځواب راکوي. اېډېټ: لېمه هادي
په قطر کې د سولې په اړه د خبرو د اتم دور له پیل سره سم د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، څوک دې په دې کې شک نه کوي چې د سولې په پروسه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت پرسر معامله نه شي کېدای.
په مومندو کې د خاصه دارو او لیویز سرتېرو په پولیسو تر ورګډېدو وروسته د هغوی د روزنې بهیر پیل شوی. د پولیس چارواکي هغوی ته د روزنامچو او پرچو یا اېف ای ارونو لیکلو طریقه ښيي او له جنايي قانونه یې خبروي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د پاکستان پیپلز ګوند شریک مشر بلاول بوټو زرداري وايي، د سېنېټ د مشر خلاف د عدم اعتماد د ووټونو پر مهال د درغلیو د معلومولو او د خپلو سېنېټرانو څخه