د افغانستان د کرکټ الف لوبډله بنګله دېش ته ماتې ورکولو هیواد ته ستنه شوه. د لوبډلې دوه لوبغاړي ناصر جمال او نوین الحق یې په اړه خبرې کوي. د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال سید زیارمل هاشمي ورسره غږېدلی دی.
په اسلام اباد کې د ثناالله د شیدو چای دوکان ډېرمشهوردی، خلک یې خوښوي او له ډېرو لېرې پرتو سیمو څخه ورځي. د نورو هټۍ والو سره د ثناالله توپیر دا دی چې هغه په تنور کې د شیدو چای پخوي. په دې اړه د اې اېف پي خبري اژانس ویډیو وګورئ. ویډیو اېډېټ: هدایت سلطاني او بشیر ګواښ.
د علي وزیر او محسن داوړ د خوشي کولو لپاره د شمالي وزیرستان په میرانشاه ، میرعلي او شاوخوا سیمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او نورو ځايي فالانو له خوا لاریونونه او احتجاجونه شوي دي. هغوي د خړکمر تر هغه پېښه وروسته نیول شوي وو چې لږ تر لږه ۱۴ کسان پکې وژل شوي وو. پښتون ژغورنې غورځنګ وايي د پاکستان پوځ د دوي بې ګناه غړي وژلي وو خو پوځ پر علي وزیر او محسن داوړ لومړی د برید تور پورې کوي. د مشال راډیو په دې ویډیو کې یې وګورئ
د اګست پر لومړۍ نيټه د سېنېټ چيېرمېن صادق سنجراني او مرستيال چيېرمېن سليم مانډويوالا پرضد د بې باورۍ تحريکونه ناکامه شو او دواړه مشران پر خپلو څوکيو پاتې شول. په دې اړه د احمدالله ویډیويي رپورټ وګورئ. ویډیو: عمران یونس
د داعش جګړه مارو د ٢٠١۴ز کال په اگست کې په عراق کې په زرگونو ایزیدۍ نجونې یرغمل کړې وې. پر دغو نجونو څه تېر شوي، د امریکا غږ راډیو یې په اړه ډاکومېنټري تیاره کړې چې دا یې درېیمه برخه ده.
د بلوچستان په پښتنه سیمه ږوب کې سیاسي ګوندونو غوښتنه کړې ده چې د دوي له سیمې دې د ملېشه ځواک - ایف سي - د تلاشۍ پوستې لرې کړل شي.
واشنګټن پوسټ، سي اېن اېن او د جرمني خبري اژانس د اګست پر لومړۍ خبر ورکړ چې د سولې له موافقې سره سم، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر به
د اګست پر لومړۍ نېټه د پاکستان اپوزیشن ګوندونه د سېنېټ مشر صادق سنجراني له دندې څخه د ګوښه کولو په هڅه کې پاتې راغل. د سنجراني پر ضد د بې باورۍ تحریک د درو ووټونو د کمښت له وجې ناکامه شو. تر غونډې وروسته یو شمېر سېنېټرانو مشال راډیو ته وویل چې د اپوزیشن پر اکثریت سربېره د تحریک ناکامۍ حیران کړي، خو حکومتي سېنېټر شبلي فراز دا تور رد کړی چې د معاملو له لارې یې د اپوزیشن سېنېټرانو ووټونه اخیستي. ویډيويي رپورټ.
په افغانستان کې د سولې په تړاو له روانو هڅو سره هممهاله، پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د سولې خبرې اوس مهم پړاو ته رسېدلي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر لومړۍ په بیان کې ویلي چې خلیلزاد، قریشي په دوحې کې له طالبانو سره تر اوسه د شویو خبرو له پرمختګه
د "اسحاق خان هنري بنډار" په دې خپرونه کې مو له نومیالي سندرغاړي بهرام جان ځاځي سره خبرې کړې دي. نوموړی اوسمهال په اسټریا (اتریش) کې اوسي او وايي، هېواد ته ستنېدو ته یې زړه غواړي، خو د ځینو ستونزو له کبله یې نشي کولای. د نوموړې خبرې او سندرې په دې ویډیو کې.