د کچلاخ پېښه په داسې مهال مخې ته راغلې چې د افغان طالبانو او امریکایانو ترمنځ په قطر کې په مذاکراتو کې دواړه خواوو د پرمختګونو ویلي. همدا راز د دواړو خواو حتمي نتیجې ته د رسیدو خبرې هم کیږي.
نېب اوس د ګټې پر ځایې پاکستان ته زیان رسوي او هر ځل د سیاسي مخالیفنیو د زپلو لپاره کارول کیږي. د نېب نه علاوه په پاکستان کې د کرپشن د مخنیوي لپاره نور قوانین شته چې د هغې داسې استعمال ناممکن دی
په دې وروستيو ورځو کې د هانګ کانک په کوڅو او هوايي ډګر د پوليسو او حکومت ضد مظاهره چيانو ترمنځ نښتې شوي دي او اوس دواړه خواوې په ولس کې جلا جلا نظرونه خپروي. پر دې اړه د امريکا غږ رېډيو او ای پي يو راپور له اسرار عالم مومنده اورو.
کوټه ـ د بلوچستان په کچلاخ کې د اګست پر۱۶مه په یوه بمي چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل شوي دي. دا پېښه د بلوچستان د سرښار کوټې نه شمال لوري ته په ۳۰ کیلومېټرۍ کې پرتې سیمې کچلاخ په «کلي قاسم» کې رامنځ ته شوې ده.
په افغانستان کې په شخړو کې د سکولونو له اغیزمنېدو سره جګړې د ماشومانو په نفسیاتو هم ډېر ناوړه اغېز کړی دی. په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو ویډیويي رپورټ وګورئ.
ویل کېږي، دا مدرسه د افغان طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده پورې تړاو لري. افغان اسلامي اژانس لیکي چې په وژلو شویو کې د طالبانو د امیر ورور حافظ احمدالله هم شامل دی.
په جلال اباد ښار کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو په مناسبت د تېرو څو ورځو راهيسې په دولتي او ولسي کچه چمتووالی روان دی.
بلخوا د افغانستان حکومت وايي، امریکا په دغه هېواد کې د سولې پر روانو هڅو سربېره دوه هوکړهلیکونه لاسلیکوي، چې یو یې له افغان حکومت او بل له طالبانو سره دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، پاکستان پر تورخم افغان سوداګرو ته ځینې اسانتیاوې برابرې کړې دي. د خونې سرپرست خان جان الکوزي مشال راډیو ته وویل، د تورخم لار لا د ۲۴ ساعته سوداګرۍ لپاره نه ده پرانیستل شوې خو پاکستاني چارواکي د یوشمېر مالونو په لېږد کې ژر اقدام کوي. د پاکستان حکومت ویلي چې روانه میاشت به د تورخم لار د ۲۴ساعته سوداګرۍ لپاره پرانیزي. صالح محمد صالح له خان جان الکوزي څخه پر تورخم د سوداګرۍ اوسني صورتحال په اړه پوښتلي.