افغانستان د ۱۹۱۹ز کال د اګست پر ۱۹مه، له برتانیې بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه. امیر امان الله خان هغه مهال د برتانیې ضد وسله واله مبارزه کړې وه. په دې ویډیو کې د خپلواکۍ اخیستو تاریخ ته کتنه شوې.
په افغان پلازمېنه کې د شهر دوبۍ په نوم د واده په تالار کې د اګست ۱۷مې په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۳ کسان ووژل او ۱۸۲ ژوبل شول. اسلامي دولت ډلې د حملې ذمه واري منلې. شفیع کریمي د پېښې سیمې ته تللی او دغه راپور يې چمتو کړی دی. وېډیو: ذکریا صفري اېډېټ: شفیع کریمي
نثار مومند د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د مومندو د حلقې پي کی ۱۰۳ د خلکو استازېتوب کوي.
په لکي مروت کې ځايي خلکو د مظاهرې او لاریون په ترڅ کې له پولیسو غوښتته وکړه چې د اویس په نوم د یو وژل شوي ماشوم تښتوونکي او وژونکي دې زر ونیسي. دوی د ماشوم جسد د لارې په سر اېښی وو او ویل یې چې مظاهرې ته به دوام ورکوي. په مظاهره کې مېرمنو، ماشومانو، ځوانانو او مشرانو ګډون وکړ. بل پلو د پولیسو یو مشر مشال ته وویل چې پلټنې یې پیل کړې دي او زر به یوې نتیجې ته سره ورسېږي. نور حال په ویډیويي راپور کې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د کشمیر په معامله د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل غونډه یوه لویه سفارتي کامیابي بللې ده.
رویټرز اژانس د لوړپوړو چارواکو او عیني شاهدانو په حواله وايي چې د سیمې اوسېدونکو او پولیسو ترمنځ په نښتو کې لسګونه کسان ژوبل شوي.
په خوست کې د افغانستان د خپلواکۍ بیا ګټلو ۱۰۰مې کلیزې په مناسبت ((غازي اوونیزه)) مجله بیا خپره شوې. دا مجله ۱۰۰ کاله وړاندې د شاه امان الله خان په واکمنۍ کې له خوسته خپرېده. د والي دفتر د اګست پر ۱۶مه، د ((سولې قلم)) په نوم یوه غونډه جوړه کړه چې پکې یې د ۱۰۰ کتابونو خپرولو لړۍ هم پیل کړه. ویډیويي رپورټ.
په کابل کې تېر ماخوستن په يوه هوټل کې د واده د مراسمو پر مهال چاودنه وشوه. په چاودنه کې ۶۳ تنه وژل شوي او ۱۸۲ تنه ټپیان دي.
په کابل کې تېر ماخوستن په يوه هوټل کې د واده د مراسمو پر مهال چاودنه وشوه. عيني شاهدان وايي، په واده کې ١٠٠٠ زيات کسان موجود ول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، د کابل ښار په شهر دبی هوټل کې د تېرې شپې په چاودنه کې ۶۳ تنه وژل شوي او ۱۸۲ تنه ټپیان دي. ښاغلی رحیمي زیاتوي چې د مړو او ټپیانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم دي. وسلهوالو طالبانو په دغې چاودنه کې لاس لرل رد کړي دي.