د قامي اسمبلۍ له غونډې روستو اپوزیشن ګوندونو خبري کانفرنس کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د میرامشا په پېښه دې د پارلیماني کمېشن جوړولو سره سره د علي وزیر او محسن داوړ پارلېمان ته وړاندې کړل شي.
په دې دولسم نړيوال کرکټ جام کې دفاعي اتل اسټراليا، افغانستان، بنګلادېش، انګلېنډ، هند، نيوزي لېنډ، پاکستان، جنوبي افریقا، سريلنکا او وېسټ انډيز برخه اخلي.
نننۍ لوبه لکه د شل اوریزو سیالیو په همدمره موده کې راونغاړل شوه او د بریتانیا د ناټنګم په ټرینټ برج لوبغالي کې ناست نندارچیان یې پر وخت وزګار کړل.
په شمالي وزیر ستان کې د پښتون تحفظ موومنټ د قامي اسمبلۍ د غړیو نیول کېدو پرضد د هېواد د نور برخو غوندې په بلوچستان کې هم داحتجاجي مظاهرې وشوې.
یو پولیس چارواکي مشال ریډیو ته وویل، د سېمې په مسافرخانو کې د بدفعلۍ پېښې هم د دې وائرس د خوریدو یو لامل دی.د وائرس د خوریدو وروسته پولیسو په سیمه کې مساپرخانې بندې کړي دي
سعودي پاچا سلمان په مکه ښار کې د عربي هېوادونو بېړنۍ سرمشریزې پرانیستغونډې ته په وینا کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د نورو هېوادونو په چارو کې د ایراني رژیم د مداخلې مخنیوي لپاره ټولې لارې چارې وکاروي.
د وزارت ویاند نصرت رحیمي مشال راډیو ته وویل، چاودنه سهار اته نیمې بجې هغه مهال وشوه چې د بهرنیو ځواکونو یو کاروان له سیمې تېرېده.
د پوځ بیان وايي، عدالت پخواني جنرال جاوېد اقبال ته ۱۴ کلونو د بند او پخواني برېګېډییر راجا رضوان ته یې د مرګ سزا اورولې.
د مې پر ۳۰مه، په پرانیستې سیالۍ کې انګلینډ په ۱۰۴ منډو جنوبي افریقا ته ماته ورکړه.