د پاکستان حکومت اعلان کړی چې په پنځوو قبايلي ضلعو کې يې د ۵۷۰۰۰ ويجاړو شوو کورونو خاوندانو ته اتلس اعشاريه څلور اربه روپۍ ورکړي دي.
نن ماښام (د مې ۱۳مه) د بلوچستان په سرښار، کوټه کې په يوه چاودنه کې څلور پوليس وژل شوي دي. د کوټې د پوليسو مرستيال مشر عبدالرزاق چېمه ايجنسي فرانس پريس ته ويلي چې په دې حمله کې نهه کسان زخميان شوي هم دي.
د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د مې د ۱۳مې په ماسخوتن د یوې چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه درې پولیس سرتېري وژل شوي او شپږ کسان ژوبل شوي دي.
په پاکستان کې اپوزېشن ګوندونو له حکومته غوښتي چې د پېسو نړيوال صندوق يا آی، ايم، ايف څخه د قرض اخیستو کړی تړون دې واضحه کړي.
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د شهیدانو په نوم ښارګوټي د مې پر دولسمه نېټه پرانستل شو.
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د بېلا بېلو قبایلي سیمو استازو د مې پر ۱۳مه هغه اییني ترمیم د منظورۍ ستاینه کړې چې پکې په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د هغو سیمو استازیتوب زیاتولو غوښتنه شوې. دا بل به اوس د بحث لپاره سېنېټ ته ځي او که منظور شي نو بیا به د ولسمشر تر لاسلیک وروسته قانون شي. ویډیو وګورئ.
پاکستاني چارواکي او د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) وايي، دواړه خواوې د پاکستاني اقتصاد د سمولو په موخه د پور پر شرطونو سلا شوي. دوی د مې پر ۱۲مه وویل، په راتلونکو درو کلونو کې به ای اېم اېف پاکستان ته شپږ اربه ډالر ورکوي، خو د دې موافقې وروستۍ منظوري به د ای اېم اېف مشران ورکوي. ویډیويي رپورټ.
قامي اسمبلۍ په متفقه توګه ۲۶م ايني ترميم منظور کړ چې پکې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ او قامي اسمبلۍ کې د قبايلي ضلعو د څوکيو زياتولو غوښتنه شوې ده.
په کوټه کې مېشت هزارګان له شاوخوا دوو لسیزو راهيسې د وسله والو په نښه ده چې د پوليسو په وينا په تېرو پنځو کلونو کې ۵۰۰ هزارګان وژل شوي دي. د بريدونو ويرې د يوه هزاره په وينا د دوی ژوند دومره محدود کړی لکه په يوه قفس کې چې ژوند کوي.
د بلوچستان د تعلیمي چارو سېکرټر محمد طیب لهړی وايي، اوسني صوبايي حکومت د تعلیم ودې لپاره اقدامات کړي دي او په لومړني پړاو کې یې هغه ۲،۰۰۰ استادان له خپلو دندو لرې کړي چې ښوونځي ته نه ورتلل او کار یې نه کاوه. نوموړي د مې پر ۱۳مه له مشال راډیو سره په مرکه کې د نویو استادانو د ګمارنو ذکر هم وکړ. ویډیويي مرکه وګورئ.
پېسو نړیوال صندوق )ای اېم اېف) وايي، د پاکستان اقتصادي حالت سمولو او ملاتړ په موخه ورسره د پور پر یوه درې کلن پلان سلا شوی او په یاده موده کې به ورته شپږ اربه ډالره پور ورکوي.