په بیلجیم کې د ږیرو او بریتونو مقابله وشوه چې پکې تر ۲۰۰ زیاتو کسانو ګډون وکړ. دا نړیواله مقابله په انتورپ ښار کې له ۲۰ کلونو راهیسې هر دوه کاله پس کېږي. د رویټرز ویډيو منور شاه پښتو کړې
د پاکستان بشري حقونو کمېشن پر حکومت غږ کړی چې پر ماشومانو د جنسي تېريو د مخنيوي لپاره دې میندو-پلرونو او استادانو ته روزنه ورکړي.
د خیبر قبایلي ضلعې په باړه تحصیل کې د څه نا څه کلنې ناکراریو او بدامنیو پس ولس عادي ژوند ته پر راګرځېدو دی. دې سیمې ته دوه کاله وړاندې د بې کوره کړل شویو خلکو ستنېدل پیل کړي چې له کبله یې د باړې لوی بازار هم تر یو څه ځایه بیا اباد شوی دی. د فرهاد شینواري ویډيو
د مومندو په ګڼو سیمو کې خوباڼۍ او الوکاټ بر ته رسېدلي او باغوانان یې په شوکولو بوخت دي. د مشال راډیو همکار شاهنواز یې ویډيو راپور کښلی.
د اسلام اباد په چک شهزاد سيمه کې د مومندو د ېوې لس کلنې ماشومې فرشتې مړی د دوشنبه/ګل په ورځ تر موندلو پس نن د سېشنبه/نهې خاورو ته وسپارل شو. ګمان کېږي چې هغه تر جنسي تېري وروسته وژل شوې ده. د مشال راډیو همکار پرې ویډيو راپور کښلی
په زياتره اسلامي هېوادونو کې مسلمانان د اذان يا د جمات د لاوډسپیکرونو له لارې روژه ماتوي خو اردن د توپ د ډز په غږ د روژې ماتولو خپل پخوانی دود بېرته راژوندی کړی دی.