د اسلام اباد په پنډۍ کې ژورنالیستانو د پارلېمان ودانۍ مخې ته په یوه احتجاجي مظاهره کې د اخبارونو او ټي وي چینلونو له مالکانو غوښتي چې له څو میاشتې راهیسې د دوی بندې تنخاګانې دې ورته ورکړي. په دې اړه د عمران یونس ویډیويي رپورټ وګورئ.
د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، ټول بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي او د افغان شخړې د حل لپاره دې د دې هېواد...
د پاکستانۍ کنټرول میډيا یو څرک د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د مې ۲۶مې پېښه لیدلی شی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د دریځ پرځای ټولو پکې یوازې او یوازې پوځي دریځ چلاوه.
په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر بيګانۍ مظاهرې وروسته، پوليسو د دې غورځنګ ۲۰ کسان نيولي دي. په دې مظاهره کې غوښتنه شوې چې د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو ادارو څخه جوړ يو کمېشن دې د شمالي وزيرستان وروستئ پېښه وپلټي. نور حال یې په دې ويډيو کې... راپور او ايډيټ: بشير ګواښ او هدايت سلطاني
په اسلام اباد او پنډۍ کې ميشته د مومندو ضلعې خلکو د مې پر۲۷مه د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته د یوې جرګې له لارې له حکومته غوښتنه کړې چې د اسلام اباد په چک شهزاد سيمه کې وژل شوې لس کلنې فرشتې کورنۍ ته انصاف ورکولو کې دې له ځنډه کار نه اخلي. په دې اړه د عمران یونس ویډیويي رپورټ وګورئ.