سېدالرحمان په مصنوعي پښې ډېر خوشاله دی. د هغه پښه په جګړه کې د لګېدو له وجې پرې شوې وه. ويډيو: ای، ايف، پي ايډيټ: هدايت سلطاني
د امريکا سي اېن اېن ټېليويژن د هغې وکيل سيف الملوک له خولې ويلي چې اسيه بي بي له پاکستان وتلې ده. د دې خبرې تصديق د مې پر اتمه نېټه سيف الملوک مشال راډیو ته هم وکړ خو البته دا يې نه وويل چې اسيه بي بي څه وخت او چېرته له پاکستان څخه وتلې ده. ويډيو: رويټرز خبري اژانس
فضل رحیم مروت وايي ترڅو چې رياست خپله بيانيه او پاليسي نه وي اړولې نو تر هغو په مدرسو کې اصلاحات ګټه نه شي رسولی
د کابل په شهر نو سیمه کې په کونټرپارټ موسسې وسلوالو برید کړي او او لږ تر لږه ۱۵ کسان په کې زخميان شوي دي. په سيمه کې ژغورني عمليات روان دي. ويډيو: فرانس پريس اژانس
د لاهور داتا دربار ځانمرګې بريد په اړه د اسوشي اېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ ګل اياز وړاندې کوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په شهر نو سیمه کې په کونټرپارټ موسسې د بریدکوونکو د له منځه وړلو عملیات دوام لري.
د پاکستان سپريم کورټ له خوا د توهين رسالت له تورونو پاکه شوې عیسوۍ ښځه اسيه بي بي له هېواده بهر تللې ده.
د پاکستان پخوانی وزيراعظم نوازشريف د ضمانت مودې تر ختمېدو وروسته د مۍ بېرته د کوټ لکپت زندان ته تللی. هغه د زرګونو ملاتړو په بدرګه کې له خپله کوره زندان ته رخصت کړل شو.
د پاکستان پنجاب صوبې مرکز لاهور کې له داتا دربار سره جوخت د ځانګړي امنیتي ځواک ایلیټ فورس پر موټر ځانمرګي بريد اته تنه وژلي او ۲۵ نور يې ټپيان کړي دي.