د پاکستان سيند صوبې په نوتو ډېرو ښار کې د حکومت په ادعا د يوه ډاکټر له خوا په اېچ ای وې وايرس لړلې ستنو کارولو له کبله دغه وايرس په سلګونو خلکو کې خور شوی دی. په دې کې د يوې کورنۍ پنځه غړي هم شامل دي.
د پاکستان د ساينس او ټېکنالوژۍ وزير د مياشتې ليدو د وېبسايټ او قمري کلېنډر رسمي پرانسته کړېده چې په وينا يې سږکال به وړوکی اختر د جون پر پنځمه نېټه وي.
د پاکستان ځينو سياسي ګوندونو په شمالي وزيرستان کې له ادعا سره سم د امنيتي ځواکونو له خوا پر مظاهرچيانو د ډزو غندنه کړې او د پېښې د پلټنې غوښتنه يې کړې ده.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشال وايي له طالبانو سره د سولې په خبرو کې یې هېواد جدي دی او په دې لړ کې له ګاونډیو هېوادونو څخه یې هیله داده چې له زړه نه همکاري وکړي. نوموړي دغه څرګندونې د مې پر ۲۵مه په اسلام اباد کې د روژه ماتې غونډې ته د وینا پرمهال وکړې، نور تفصیل په دې راپور کې.
د چین مرستیال ولسمشر وانګ چی شان د مې پر ۲۶مه په درې ورځني رسمي سفر اسلام اباد ته ورسېد. نوموړي ته پر هوايي ډګر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي هرکلی وویل.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت یا یوناما ویلي، د طالبانو په بند کې له پاتې شوو افغانانو سره ناسم چلند شوی چې کېدای شي، د تشدد په زمره کې راشي.
د پاکستان د وزیراعظم د مالي چارو سلاکار حفیظ شېخ وايي، حکومت به په راتلونکي بجټ کې ځينې سختې پرېکړې کوي.
د بلوچستان د پرمختیايي ادارې " بي ډي اې" کارکونکي د خپلو نوکریو د پخولو په موخه پر احتجاج او د نه خوړلو په احتساب بوخت دي.
په پاکستان کې د بشري حقونو فعالان د مدني فعالې ګلالۍ اسماعیل پر کور د پولیسو چاپې اندېښمن کړي او وايي د حکومت دا اقدام د بیان د ازادۍ مخنیوی کول دي.