د پاکستان پوځ وياند وايي، د تري تم کړل شويو کسانو کورنيو سره په غم کې شريک دي. ميجر جنرل اصف غفور په خپل شخصي ټويټر پاڼه ليکلي چې د دوی په درد ورسره شريک دی او د لا درکه کسانو راخوشېکولو کې ورسره ولاړ دی.
د پاکستان په کراچۍ کې د ولسمشر عارف علوي د کور مخې ته روان پرلت تر هغه وروسته پای ته ورسېدلو چې سرکار یې غوښتنې ومنلې.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوال او سېنېټر عثمان خان کاکړ د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه د پاکستان پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور پر څرګندونو انتقاد کړی دی.
امریکا د ایران له خوا د کوم برید پر وړاندې د چټک او پرېکنده ځواب ورکولو پر ګواښ سربېره د هغه هېواد پر مشرانو ټینګار کړی چې خبرو اترو ته دې ورسره کښېني.
د بنو ځېنې اوسېدونکي وايي، د روژې لپاره حکومتي ارزان بازار ویجاړ پروت دی او هېڅ شی پکې نه خرڅېږي. په دې اړه عمردراز وزیر له یوشمېر ځايي خلکو سره ږغېدلی.
روس د نازیانو د ماتې کلیزه ولمانځله پخواني شوروي اتحاد ۷۴ کاله مخکې په دوهم جهاني جنګ کې نازيان مات کړل. د مې پر انهمه د دې کلیزې په مناسبت د روس ولسمشر ولاديمير پوتين او د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربايېف د پوځي پرېډ نندارې ته ورغلي ول چې په سلګونو ځواکونو او ټانګونو په پرېډ کې برخه درولوده. ويډيو: رویټرژ ايډيټ: هدايت سلطاني
د تاجکستان په جنوب او د افغانستان په شمال کې د پامیر غر چې د ((نړۍ بام)) بلل کېږي، په لمن کې یې دواړو خواو ته پامیریان اوسي. په تاجکستان کې پامیریانو د زردشت او اسلام دواړو دینونو او لارو کلتوري ارزښتونه خوندي ساتلي. په اړه یې د مشال راډیو د روسۍ ژبې ټېلېوېژن کرنټ ټایم ویډیويي رپورټ وګورئ.