د افغانستان او متحده ایالاتو حکومتونو په سېشنبه د مې پر ۱۵مه نېټه له کابل حکومت سره په ولسي برخه کې کېدونکیو امریکايي مرستو ته بیا کتنه په یوه ګډه غونډه کې پیل کړې.
په هند کې ټاکنې روانې دي. مشهورو کرکټ لوبغاړو او فلمي ستورو هم په کتارونو کې تر ودرېدو او اوږده انتظار وروسته، رايې واچولې. په دې ويډيو کې يې کتلی شئ. ويډيو: رويټرز ايډيټ: بشير ګواښ
د اړیکو نیولو لپاره د استعمالېدونکي وټس اېپ اداره وايي، انټرنیټي غلو یا هېکرانو د دوی په نظام کې له یو کمزورۍ ګټه اخیستې او په ځینو ټلیفونونو او نورو داسې وسیلو کې یې د څارنې لپاره آله لګولې وه.
د بلوچستان خوړو او غذايي نیوټریشن پروګرام چارواکي وايي، په دې صوبه کې د خوړو او غذاییت د کمۍ له وجې هر دوهم ماشوم د وړوکي قد او کم وزن ښکار دی.
د خوست ښار د متون غونډۍ په کورونو کې د وسلوالو مخالفینو د وسلو، مهماتو او پوځي تجهیزاتو یو ډيپو او په تور يې درې کسان نیول شوي دي.
د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې میشت مسلمانان د روژه ماتي لپاره ځانګړې تیاریانې نیسي. په پاکستان، افغانستان، هند، بنګله دېش، مصر او سوډان کې د روژه تیانو د تیاریانو په اړه د رویټرز او اې ایف پي ویډیوګانې، ظفرخان اېډیټ کړې دي.
د پاکستان اپوزيشن ګوندونو له حکومته غوښتنه کړې چې د پېسو نړيوال صندوق (ای اېم اېف) سره پر کړي معاهدې پارلېمان پوه کړي.
د مې پر ۱۳مه برسلز ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپېو د ناڅاپي سفر پر مهال د ایران په اټومي تړون کې شاملو اروپايي هېوادونو د واشنګټن او تهران ترمنځ د پوځي تناو په زیاتیدو اندیښنه وښوده.
په خېبر پښتونخوا کې ټرافیک پولیس وايي، له یوې خوا روژه ده او له بلې خوا سخته ګرمي، په داسې حال کې خپله دنده ترسره کوي خو ولس ورسره مرستې نه کوي. په دې اړه د شبیر احمد جان ویډیويي رپورټ وګورئ.
میکو ډیو د تنزانیا د دار سلام ښار سره تعلق لري، پنځلس کاله وړاندې د برګي/پیس ناروغۍ وهلی دی. خو وايي دا یې خپله ښکلا ګرځولې او په ماډلنګ کې یې لوړ مقام ترلاسه کړی دی. د رویټرز دا ویډیو رپورټ منورشاه پښتو ته اړولی دی.
د بلوچستان کوټې ښار کې چاودنه څلور پولیس وژلي دي.د پوليسو مشر وايي، بم په موټر سايکل کې اېښودل شوی وو.