په سري لنکا کې پر کلیساګانو په بریدونو کې په وژل شوو کې یو داسې کورنۍ هم وه چې اوس یې یوازې یوه مېرمن پاته شوې ده. رویټرز اژانس ورسره خبرې کړي دي او بوریوال کاکړ یې پښتو بڼه وړاندې کوي
د خیبر پښتونخوا په ګډون له ټول پاکستانه کلرکانو په اسلام اباد کې د پرېس کلب او د پارلېمان ودانۍ مخې ته احتجاج کړې. دوی له حکومت د تنخاګانو په زیاتولو او د کورونو کرایو د کمولو غوښتنه کوله. په دې اړه د عمران یونس ویډیويي رپورټ وګورئ.
دغه ډیم چې د سوات سیند په اوبو د مونډا اوبه خور په ځای کې جوړېږي له پېښوره شمال پلو ته د ۳۷ کلومیټره په واټن پروت دی.
د مومندو یو ځایي مشر جنګریز مومند وایي په قبایلي سیمو کې په کورونو د چاپو وهلو او د لټون په عملیاتو کې امنیتي عسکرو د دوی د کورونود چادر او چاردیوارۍ خیال نه دی ساتلی
د باجوړ ډپټي کمشنر محمد عثمان محسود د شهاب الدین خان زوی د یوې میاشتې لپاره په هري پور زندان کې بندي کړی دی چې غیرقانوني او غیرايني کړنه ده.
د غزني چارواکي خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو او کومانډويي عملیاتو کې د کوټي شورا د دوو غړو په ګډون ۱۵وسله وال وژل شوي دي.
ایران ویلي د سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او د هغوی له اتحادیانو سره ښې اړیکي غواړي.
د روماينا د جادو ګرو کاروبار په پرله پسې توګه انټرنېټ ته اوړي. په دې مشرقي اروپايي هېواد کې شا او خوا ۴۰۰۰ جادوګران په اروپا، اسيا او امريکا کې خپل ګاهکان لري. د دوی ډېری له مینې، پيسو او روغتیايي ستونزو سره کار لري. د رويټرز خبری اژانس ويډيويي راپور چې اسرار عالم مومند یې وړاندې کوي
په شمالي وزیرستان کې د لوبو سرکاري مېله پای ته ورسېدله چې موخه یې د تکړه ورزشکارانو راجوتولو چې هغوی له خپلو وړتیا سره سم په سپورتي ډګر کې وده ومومي. عمردراز وزیر یې ویډیویی راپور کښلی.
په کابل کې داسې يو مرکز جوړ شوی چې پکې نه يوازې د څلورو لسېزو په جګړه کې د وژل شويو کسانو د ورځني استعمال شيان اېښودل شوي دي بلکې د قربانيانو خپلوان راغونډېږي او د وژل شوي خپلوانو په اړه دردونکې کیسې سره شريکوي.