د یادونې ده چې د دې لارو په جوړېدو سره به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
ښاغلی بابک وايي، د ناستې په څنډه کې د افغانستان د صادراتي محصولاتو یو نندارتون هم جوړ شوی و چې ګډونوالو ترې لیدنه وکړه.
په انقره کې د افغانستان سفارت وایي د هغو افغانانو د مړو لېږد دوام لري چې په ترکیه کې په اوبو کې ډوب شوي ول.
له سپکو او درنو وسلو سره په پراخه کچه د غير مسؤله وسلهوالو شتون او د دوی له لوري په زور د باج اخيستلو خلک اندېښمن کړي. نعمتالله احمدي دا راپور چمتو کړی.
د سوات د بحرین تحصیل د مانکیال اوسېدونکي وايي، په شپږو بانډو کې د شاوخوا ۹۵ کوټو تر سوځېدو وروسته اوس سرپنا نه لري. پولیس وايي، دا پېښه د جولای پر شپږمه شپې مهال شوې وه. ځايي اوسېدونکي چې ګوجر دي او د شپنو ژوند تېروي، تور پورې کوي چې کوهستانیانو ورته خونې سوځلي دي. پولیس وايي، په یاده سیمه کې د کوهستانیانو او شپنو د ځمکې لانجه ده. ګوجر هر کال په اوړي کې له خپلو مالونو سره د مانکیال په کوټو کې درې میاشتې اوسي او په ژمي کې ورڅخه ځي. ویډیويي رپورټ.
د بلوچستان سوداګرو خونې يا کوټه چېمبر اف کامرس غوښتنه کړې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د باديني نوې تجارتي لاره دې ژر تر ژره پرانستل شي.
د ۲۱۵ میوند قول اردو وايي د دوی کشفي او استخباراتي سرچینې ښيي چې د دې ولایت په سنګین، نهر سراج او یو شمېر نورو ولسوالیو کې لسګونه بهرني جنګیالي فعال دي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي نن سې شنبه په دې اړه ازادي راډیو ته معلومات ورکړل.
د بغلان د والي ویاند نظیم نجم ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه نن سهار د امنیه قوماندانۍ د قراردادي دروازې مخې ته وشوه.
د افغان ځواکونو په ځوابي حملو کې ۹ بریدکوونکي مړه او ۳ نور ټپیان شول.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، دغه پروګرام داسې مهال پیلېږي چې ولسي جرګې او خلکو پرې نیوکې کړې دي.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې فبروري کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې د افغانانو خپلمنځي خبرې باید د مارچ د میاشتې په ۱۰مه پیل شوي وی.
ښاغلی مومند زیاتوي چې په دې جګړه کې د طالبانو د دوو قوماندانانو ملا حضرت خالد او ملا طلحه څلور څلور جنګیالي وژل شوي.
د اوکراین د سمندري ځواکونو قوماندان اولکسي نژپاپا د جولای پر ۲۰مه د وېډیویي وینا پر مهال د دې تطبیقاتو د پیل اعلان وکړ.
په هغو تصویرونو کې چې دولتي رسنیو خپاره کړي دي، د دمشق په فضا کې چاودنې لیدل کېږي.
چین وایي دغه کمپونهیې روزنیز دي او تر ډېره د تندلارۍ پر وړاندې د مبارزې په هدف جوړ شوي دي.
محب پرون دوشنبه ننګرهار ته د سفر پر مهال وویل، افغان ځواکونو ته د هېواد د دفاع قاطع دنده ورکړل شوې ده.
ښاغلي کوبیا د دوشنبې په ورځ (د جولای ۲۰مه) پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې هېڅ شی باید دغو خبرو ته خنډ جوړ نهکړي.
اعلامیه زیاتوي په دې پېښه کې اته تنه افغان سرتېري وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
په تېرو څه باندې شپږو میاشتو کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو سلګونه میلیونه اوسېدونکي د کرونا ویروس پر ضد د واکسین د جوړېدو خبر ته په تمه دي.
د افغانستان دوو هوایي شرکتونو په وړیا ډول له ترکیې څخه افغانستان ته د دغه هېواد د وژل شویو وګړو د انتقال مسؤلیت په غاړه اخیستی.