د افغانستان په هرات ولايت کې عیني شاهدانو ویلي، تر ۵۰ زیاتو هغو افغانانو چې هڅه یې کوله له هراته په غیرې قانوني لارو ایران ته داخل شي، د ایراني پوله ساتو له خوا درول شوي، نیول شوي او یو شمېر یې اوبو ته غورځول شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ټینګار کوي چې د داعش د ډلې ترڅنګ، طالبان هم له امریکا سره د هوکړې پرخلاف، له القاعده شبکې سره همکاري کوي.
په سوات کې د ښځو حقونو لپاره کارکونکې ادارې (اوېکنیګ/پوهاوی) یو مشر شمشېر علي خان وایي یوازې په سوات کې د تېر مارچ او اپرېل په میاشتو د پت په نوم شپږ ښځې وژل شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عارف وزير مړی نن [د مې پر دويمه] د اسلام اباد له پيمز روغتونه د وزيرستان پر لور رهي کړل شو. نوموړی پرون په جنوبي وزیرستان کې په یو وسله وال برید کې ټپي شوی و چې نن يې په پيمز روغتون کې ساه ورکړه. پر دې مهال د غورځنګ پلويان او نور قبايلي مشران هم موجود ول.
د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې نن په ټویټر کې د پښتون ژغورنې غورڅنګ د مخکښ فعال عارف وزیر وژنه وغندله او د پاکستان له چارواکو یې د دې قضیې د بېطرفانه څېړنو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران سره په پوله د یو شمیر افغانانو د وژل کېدو راپورونه څېړې.
د نړیوالو ویب پاڼو د معلوماتو له مخې د کرونا ویروس په خپرېدو سره په نړیوالو بازارونو کې د دې الې بیه تقریباً ۳۰ زره امریکایي ډالرو ته رسېدلې. په داسې حال کې چې پر دغې الې یوازې ۳۰ زره افغانۍ لګښت راغلی. نور جزییات د شفیع کریمی په راپور کې:
د روسیې تلویزیون یوه برنامه خپره کړه چې د تیورۍ پر اساس یې دا ادعا وکړه چې ګواکي امریکايي ملیاردر بیل ګېټس د کوروناوایرس په خپرولو کې لاس لري. دا خپرونه د اروپايي اتحادیې له یوه راپور سره هممهاله خپره شوه چې وايي، د روسیې دولتي رسنۍ د عامه افکارو د مغشوشولو په هدف «منظم کمپاین» پیل کړی دی.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست اعلان کړی چې په میربچه کوټ ولسوالۍ کې یې د برښنا د ستنو الوځولو په تور یوه ۶ کسیزه ډله نیولې ده.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د مفتش دفتر یا سیګار په یو تازه راپور کې ویلي چې افغان هوايي ځواک د روان ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې خپلې ۱۲ الوتکې له لاسه ورکړي، د الوت ځواک یې په سلو کې اته کم شوی او الوتنې یې هم راکمې شوې دي.
څېړنيز مرکز وايي، شمالي وزيرستان چې پکې په تېره مياشت کې د هېواد د نورو برخو پرتله تر ټولو زياتې د تشدد پېښې رامنځته شوي، هلته داسې ښکاري چې وسله وال د ځېنو سيمو بېرته نيولو هڅه کوي.
چارواکي وايي، ازموینو ښودلې چې دا درمل د کورونا وایرس له ناروغانو سره په زر رغیدو کې مرسته کوي.
د سمنګان چارواکي وایي، سیلابونو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې دوه نیم سوه کورونه ویجاړ کړي او یو تن یې وژلی دی. په سمنګانو کې طبیعي پېښو ته د رسېدو ادارې مشر صبغت الله سیاس ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښې په روی و دو آب او خرم و سارباغ ولسوالیو کې رامځنته شوي. نوموړي وویل، دا لومړني راپورونه دي او ممکن د زیانونو کچه لوړه وي. په تخار او یو شمېر نورور ولایتونو کې هم د زورورو سیلابونو د راوتو راپورونه ورکول شوي دي.
د سویډن پولیس وايي په دغه هیواد کې له دوه مياشتو راهيسې د لادرکه شوي پاکستاني خبريال مړی يې په يو درياب کې موندلی دی.
د ملګرو ملتونو له خوا د مطبوعاتو ازادۍ نړیوالې ورځې ته دا کال نوم ورکړل شوی دی چې باید داسې خبریالي وشي چې نه وېره پکې وي او نه هم د چا پر ناسمو کړنو سترګې پټې کړل شي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېرو دو میاشتې د طالبانو له لوري د سختې جګړې له امله شاوخوا ۱۰۰۰ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د افغانستان د ملي امنیت شورا په کندز کې د طالبانو له خوا د امنیتي ځواکونو ازادول، د سولې لپاره د طالبانو یو مثبت ګام یاد کړ. د دغې شورا ویاند جاوېد فیصل نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، د طالبانو له خوا په ۴۶ ازادو شویو کسانو کې ۳۹ یې امنیتي ځواکونه او هغه کسان دي چې حکومت یې طالبانو ته لېست ورکړی و. ښاغلي فیصل هیله څرګنده کړه چې طالبان د سولې لپاره نور ورته ګتور ګامونه هم واخلي. نوموړی وایي، د سولې لپاره اړتیا ده چې طالبان تاوتریخوالی هم را کم کړي. د ملي امنیت شورا وایي، طالبان نه باید د... Читать дальше...
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۷۹ مثبتې پېښې ثبت کړې دي. د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، له دې سره په ټول هېواد کې په کویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته شویو کسانو شمېر ۲۴۶۹ ته ورسېد. د دغو پيښو نژدې نیمایي هغه په پلازمېنه کابل کې ثبت شوې دي. د ښاغلي مایار په وینا، تراوسه ۳۳۱ کسان له کرونا بېرته روغ شوي دي او څه باندې ۷۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ غړي عارف وزیر پر مړینه، د دغه غورځنګ نورو مشرانو او پلویانو غبرګون ښوولی دی.
یو شمېر کابل ښاریان شکایت کوي وايي، د روژې په دغه میاشت کې قرنطین، بیوزلۍ او بیکارۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دي.
په داسې حال کې چې ارګ او د عبدالله عبدالله ټیم دواړه د رامنځته شوي سیاسي کړکېچ د هواري لپاره د هڅو خبره کوي د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د رسنیو دفتر ټینګار کوي، چې واک به پنځوس پنځوس ونه ویشل شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر عارف وزیر نن [د مې پر دويمه] د اسلام اباد په پيمز روغتون کې ساه ورکړه. دا خبره د غورځنګ يو مخکښ عبدالله ننګيال نن مشال راډيو ته وکړه.
په کندهار کي له تېرو شاوخوا ۷ میاشتو راهیسې تر ۳ زره اضافه حق الزحمه او بالمقطع ښوونکو ته معاشونه نه دي ورکول شوي.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې د بندیانو د تبادلې بهیر دې ګړندی کړي چې بین الافغاني خبرو او دایمي اوربند ته په چټکۍ لاره هواره شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یومخکښ فعال عارف وزیر له اخیستو ټپونو ساه ورکړه. د ده د مرګ خبره د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال او د پاکستان د پارلمان غړي علي وزیر پر خپله ټویټر پاڼه ورکړی دی. عارف وزیر پرون تر روژه ماتې لږ ساعت مخکې د تره له زوی سره په موټر کې د خپل کلي لور ته روان وو چې وسله والو ورباندې ډزې وکړې. حکومتي چارواکو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی او هېڅ ډلې د دې برید مسئولت نه دی منلی. عارف وزیر د اپرېل په ۲۷ مه نېټه له زندانه خوشې شوی و. پولیسو دی د اپرېل په ۱۷مه نېټه په واڼه کې نیولی و... Читать дальше...