Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2020

Новости за 22.05.2020

Mashaalradio.com 

وزیراعظم: د بهر مېشتو پاکستانيانو رالېږل کېدونکې پېسې په کمېدو دي

د پاکستان وزیراعظم اندېښنه ښودلې چې ښايي د بهر مېشتو پاکستانيانو له خوا ورلېږل کېدونکې پېسې کمې شي.‌ د هغه په وېنا د دې وجه کورونا وایرس دی.‌ د هغه په وېنا د دې پېسو کمېدل به د ملک په اقتصاده ډېره بده اغېزه وکړي.

Mashaalradio.com 

د کراچۍ الوتکې پېښې مړې له ۱۰۰ زيات شول

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د مساپرو الوتکه پر رهايشي علاقه د لوېدو په پېښه کې له ۱۰۰ زيات کسان وژل شوي دي. د الوتکې پايلټ په جهاز کې د تکنيکي خرابۍ خبر ورکړی وو. ويډيو: اسوشييټډ پرېس

Pa.azadiradio.com 

په اختر کې مه کور ته راځئ، نه کور ته درځو!

ښاغلی صافی وايي د دې پر ځای چې د چا کور ته په تلو سره کرونا ویروس لا د خلکو په منځ کې خپور شي، دوی غوره ګڼلې چې دا اختر د مبارکۍ لپاره د چا کره لاړ نه‌شي.

Pa.azadiradio.com 

خامنه‌یي: فلسطینیان دې د اسرائیل ضد پاڅون ته دوام ورکړي

د ایران مشر علي خامنه‌یي له فلسطینیانو وغوښتل چې د اسرائیل پر ضد خپل پاڅون ته ادامه ورکړي. ده د اسرائیل حکومت د سرطان له دانې سره تشبیه کړ. علي خامنه‌یي چې نن د قدس د ورځې په مناسبت په تهران کې خبرې کولې له فلسطینیانو سره د تهران له لوري د وسلو د مرستې ستاینه وکړه او ویې‌ویل چې د فلسطین لپاره جګړه د هر مسلمان لپاره جهاد دی، خامنه‌یي بیا د فلسطینیانو د سولې خبرې بې‌ګټې وبللې. ده وویل: "له امریکایانو او د غرب له نورو حکومتونو سره خبرې همداراز له بې‌کاره نړیوالو ډلو سره خبرې، د فلسطین ترخه او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان کراچۍ ښار کې لویه مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت (پي‌ای‌اې) یوه مسافر وړونکې الوتکه چې شااوخوا ۱۰۰ کسه سورلۍ لري نن جمعه د پاکستان کراچۍ ښار کې یوې استوګنیزې سیمې ته نږدې لوېدلې ده. تر اوسه‌یې د مرګ‌ژوبلې کره شمېر او د نسکورېدو لامل نه‌دی معلوم شوی.

Pa.azadiradio.com 

د کرونا ویروس له کبله د اختر دودونه بدل شوي

متخصصین وايي په اختر کې هغو مسلمانانو ته د کرونا ویروس د خپرېدو خطر زیات دی چې د لمانځه لپاره په جوماتونو کې راټولېږي، حتی په محافظه‌کارو مسلمانو ټولنو کې ډېری خلک په جوماتونو کې له راټولېدو او یو ځايي لمانځه ډډه کوي.

Mashaalradio.com 

ځوانان يتيمانو او بې وزلو ته د اختر شيان اخلي

د دې اونۍپه ځوانانو غږ خپرونه کې مو له هغو پغلو او ځوانانو سره خبرې کړي چې د يتيمانو او بې وزلو لپاره د اختر د پېزار ،جامو او نورو شيانو بندوبست کوي. د قبايلي ځوانانو غورځنګ په نامه غېر دولتي سازمان وايي د يتيمانو ماشومانو لپاره يې د اختر سامان اخستی. د دې سازمان دوه مشران مصباح الدين اتمانخېل او بشره محسود وايي د دې ماشومانو د تعليم لپاره يې هم تياری نيولی دی. همداراز د درمان په نوم د يو بل ځوانانو غېر دولتي سازمان مشر سعود شا روغانی بيا وايي بې وزلو ته خوراکي توکي رسوي. د خپرونې په وروستۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارګ مهمو ناستو کې د ښځو نشتوالی له غبرګونونو سره مخ شو

د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر د ولسمشر غني او سیاسیونو ترمنځ د وروستیو ناستو په اړه وايي، حکومت د سولې او هېواد کې د روان وضعیت په اړه یوازې سړو ته د پریکړو او نظر ورکولو حق ورکوي او د ښځو حضور له پامه غورځول شوی.




Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې له شااوخوا ۱۰۰ مسافرو ډکه الوتکه لوېدلې

پاکستاني چارواکي وایي، یوه الوتکه چې ۹۹ مسافر په‌کې سپاره وو نن د کراچۍ ښار جنوب ته د استوګنو له یوې سیمې سره نږدې لوېدلې ده. تر اوسه د دې خبر جزئیات نه‌دي ورکړل شوي. د پاکستان د ملکي هوایي چلند ادارې په یوه بیان کې وویل، دا الوتکه د پاکستان د هوایي چلند (پي‌ای‌اې) مربوط ده چې له لاهوره کراچۍ ته روانه وه. روېټرز اژانس د (پي‌ای‌اې) د یوه ویاند په وینا خبر ورکړ چې په الوتکه کې ۱۰۷ تنه سپاره وو.

Pa.azadiradio.com 

پروان کې یو ځل بیا د وارداتي برېښنا یوه پایه الوزول شوې

په پروان کې چارواکي د وارداتي برېښنا د یوې پایې د نړېدو خبر ورکوي. د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار نن ازادي راډیو ته وویل، د چارېکار د ښار په لومړۍ ناحیه کې نن سهار د شپږو بجو خوا ته د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وشوه چې پایه‌یې ورانه کړه. د پروان د برېښنا شرکت رئیس روح‌الله ساجد وویل چې د دې پایې د ترمیم چارې پيل شوې دي. پولیس وایي، د دې پېښې په تړاو دوه مشکوک کسان نیول شوي دي. له تاجکستان او ازبکستانه د وارداتي برېښنا د ستنو د تخریب هڅې په وروستیو کې زیاتې شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

د وژل شوي سعودي ژورنالېست خاشقجي زامنو د خپل پلار قاتل وبخښه

د وژل شوي سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي زوی ویلي دي چې ده او ورور یې د خپل پلار قاتل بخښلی دی. په ټویټر کې نن صالح خاشقجي لیکلي دي چې د ده کورنۍ د روژې د مبارکې میاشتې په خاطر هغه کسان بخښي چې د جمال خاشقجي د وژلو مسؤل دي. جمال خاشقجي چې د سعودي د حکومت سخت منتقد و او په واشنګتن پوسټ ورځپاڼه کې یې مقالې خپرولې د ۲۰۱۸ کال په اکټوبر کې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو. سعودي چارواکي وایي، خاشقجي د تا ویلي ما ویلي او لاس اچولو پر مهال ساه ورکړه او دا د دولت له لوري سزا نه‌وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا له روسیې سره د اټمي وسلو 'سټارټ تړون' تمدیدوي

یوه جګپوړي امریکایي چارواکي وویل، تمه ده چې ولسمشر ډونالد ټرمپ له روسیې سره د (سټارټ) په نوم د اټمي وسلو مهم تړون چې راتلونکی کال‌یې موده ختمېږي، تمدید کړي. د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین د پنجشنبې په ورځ دا خبره وکړه، په همدې ورځ د ټرمپ ادارې اعلان وکړ چې د اوپېن سکای په نوم له یوه بل امنیتي تړونه به ووځي. واشنګټن وویل چې د اوپېن سکای په نوم د ۳۵ هېوادونو له تړون څخه د دې لپاره وځي چې روسیې له دې تړون څخه سرغړونه کړې ده. دا تړون د غړو هېوادونو پر فضا غیر نظامي الوتنو ته اجازه ورکوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اېف‌بي‌ای: تکزاس کې د سمندري ځواکونو پر اډې پرونی برید ترهګرو کړی

د امریکا فدرالي تحقیقاتي اداره (اېف‌بي‌ای) وایي، دې نتیجې ته رسېدلي چې په تکزاس کې د سمندري ځواکونو پر اډې پرونی برید ترهګرو کړی دی. په دې پېښه کې په یوه امنیتي پوسته کې د پلې سمندري ځواکونو یوه ښځینه عسکره ټپي شوې ده. برید کوونکی په سرعت د موټر په واسطه د اډې دروازې ته داخل شوی او ساتونکی د دې سربېره چې ټپي شوی دی الکترونیکي موانع‌یې فعاله کړې دي او اډې ته‌یې د هغه د داخلېدو مخه نیولې ده. د 'اېف‌بي‌ای' په وینا، دغه وسله‌وال د پېښې په ځای کې ساه ورکړې او ټپي شوې مېرمن روغتون ته انتقال شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ: په کرونا د مړو شویو امریکایانو په یاد به بیرغ نیم ځوړند وي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي د کرونا ویروس له لاسه د مړو شویو امریکایانو د یادښت لپاره به راتلونکې درې ورځې د دغه هېواد بیرغ نیمه ځوړند/نیمه راښکته وي. ده دا خبره نن په خپله ټویټرپاڼه کړې. هغه ویلي د فدرال ادارو په ټولو ودانیو او ملي څلیو به د امریکا بیرغ نیم ځوړند شي. ټرمپ زیاته کړې چې دوشنبه به د امریکايي نارینه او ښځینه عسکرو د درنښت لپاره چې د امریکا لپاره‌یې زیاتې سرښندنې کړي بیرغ نیم ځوړند کړي. د امریکا ولسمشر بېګا میشیګان ایالت ته تللی و او هلته‌یې هم د کرونا ویروس په خاطر د امریکایانو د سختیو یادونه وکړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان مرکز فیض‌اباد کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې

بېګا څو ساعته د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌اباد ښار کې د وسله‌والو طالبانو او افغان پوځیانو نښته روانه وه چې په‌کې دواړو خواو ته مرګ‌ژوبله اوښتې. د بدخشان د پولیسو ویاند ثناالله روحاني ازادي راډیو ته تأیید کړه چې په دې نښتو کې ۱۴ بریدګر او پنځه افغان عسکر وژل شوي دي. ښاغلی روخاني زیاتوي: "د شپې دولس بجې وسله‌والو مخالفینو د فیض‌اباد ښار په اتمه ناحیه کې نښتې پیل کړې چې سهار څلور بجې پای ته ورسېده. ۱۴ وسله‌وال مخالفین وژل شوي، څه باندې ۱۰ تنه‌یې ټپیان دي. همداراز متأسفانه دوه د ملي اردو سرتېري او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تورخم او سپین بولدک له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو ته خلاص دي

نن جمعه او سبا شنبه د تورخم او سپین بولدک لارې د افغانانو پر مخ په یو طرفه ډول خلاصې دي. دا خبره په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت په خپله فېس‌بوک پاڼه کړې ده. سفارت له هغو افغانانو چې د کرونا ویروس د محدودیتونو په خاطر په پاکستان کې ایسار پاتې دي غوښتي چې له دې فُرصته په ګټې اخیستو افغانستان ته ستانه شي. لسګونه زره افغانان چې د کاروبار یا هم درملنې لپاره پاکستان ته تللي د کرونا ویروس له امله د دروازو د تړل کېدو په سبب د پولې هاخوا ایسار پاتي. دوی ته یو وار په حمل/ وري میاشت کې اجازه ورکړل... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus