Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2020

Новости за 01.05.2020

Pa.azadiradio.com 

احمد ولي هوتک له بیوزلو خلکو سره د مرستې په لټه کې دی

د ازادو مبارزو دغه افغان لوبغاړي په دې وروستیو کې له بیوزلو خلکو سره د مرستې یو کمپاین پیل کړی. هوتک په دې مرکه کې چې صفي الله ستانکزي ورسره کړې په روژې او قرنطین کې په خپلو ورزشي فعالیتونو هم غږیدلی. دا مرکه د ازادي راډیو په یوټیوب کې هم کتلی شئ

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د کرکټ په نړیواله درجه بندۍ کې له بنګله دیش مخکې شو

افغانستان د کرکټ په تازه درجه بندۍ یا رینکینګ کې په ټیسټ لوبو کې تر بنګله دېش وړاندې شو. د کرکټ د نړیوالې شورا له تازه درجه بندۍ سره سم، چې نن (جمعه) یې اعلان کړه، افغانستان د کرکټ په ټیسټ لوبو کې نهم ځای خپل کړ او تر بنګله دېش مخکې شو. پخوا بنګله دېش په ۵۵ امتیازونو نهم ځای درلود. افغانستان دوه کاله وړاندې د ټیسټ لوبو جوګه شو او تر اوسه پورې یې ۴ ټیسټ لوبې کړي چې دوې یې ګټلي دي.

Mashaalradio.com 

کورونا وایرس وبا: د کارخانو تړلو له وجې ګڼ کارګران بېروزګاره

د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره د ټولبند له وجې د پېښور د حیات اباد کارخانې هم تړلې پرتې دي. کارکوونکي وايي، سهار په دې هیله کار ته ځي چې ښايي کارخانې فعاله شي خو ماښام تش تور کور ته ستنېږي. د کارخانو د ټولنې مشران وايي، له کارګرانو سره مرسته کوي خو چې کارخانې تړلې وي، تنخا نشي ورکولای. ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

پکتیا کې ۷ ریاستونه او ادارې په کرايي ودانیو کې چارې مخته وړي

په پکتیا کې لا هم یو شمېر ادارې او ریاستونه په کرایي ځایونو او مارکېټونو کې خپل خدامات وړاندې کوي، چې د دې ولایت د اوسېدونکو په وینا د امنیت، ځای او دوی ته د ورتګ پر مهال د ادرس په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخ کېږي. د پکتیا ولایتي اداره هم وایي، چې دا مهال ۷ ریاستونه او ادارې په کرايي ودانیو کې چارې مخته وړي. دغه ادارې چې په لوړ پوړیزو ودانیو او کرایي کورونو کې خپلې چارې مخکې بیایي، وخت ناوخت له یوه ځایه بل ځای ته انتقالېږي. د پکتیا ولایت یوه تن اوسیدونکي احسان احسان د پاسپورټ ریاست د بېلګې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا ولايتي شورا او اوسېدونکي: جګړه د ښار څنډو ته رارسېدلې

د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي په دې ولایت کې د ناامنیو د ډېرېدو په غبرګون کې په ټولنیزو رسنیو کې "ګردېز امن نه دی" تر نامه لاندې پوسټونه کوي او د امنیتي ځواکونو مسئولین د امنیت په رواستو کې ناکام بولي.

Pa.azadiradio.com 

هغه جومات چې د محتاجانو د مرستې په مرکز بدل شوی

د ترکیې په استانبول ښار کې خلکو یو جومات په داسې یوه ځای بدل کړی چې اړ کسان ورتلای او د اړتیا وړ شیان وړیا ترلاسه کولی شي. په ترکیه کې د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره جوماتونه بند دي او خلک په کورونو کې لمونځونه کوي. نور د سلطان محمد سرور په راپور کې ووینئ.




Pa.azadiradio.com 

ازبکستان کې د اوبو یو نوی جوړ شوی بند نړېدلی

په ازبکستان کې د اوبو یو نوی جوړ شوی بند نړېدلی چې له کبله یې په ختیځه سیمه سیداریو کې د سردوبه په نوم د بند اوبه د استوګنې د زرګونو کلیو خواته ورغلي دي. چارواکي وايي، وروسته له هغې چې نن (جمعه) په سهار وختي د اوبو په دې بند کې درز رامنځ ته شو، یولس زره شپږ سوه کلي یې خالي کړي دي. هغه ویډیويي تصویرونه چې ازادي راډیو تر لاسه کړي، په یو 29 متر لوړ د کانکریټ دیوال کې رامنځ ته شوی درز ښيي چې اوبه ترې نژدې کليو ته بهېري. ازبک چارواکو ویلي، دې ماتېدنې د ټول بند ساختمان کمزوری کړی او دوی ویره لري چې ټول د اوبو بند به ونړېږي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د کارګرانو نړیواله ورځ او د اسلام اباد پښتانه مزدوران

د مې لومړۍ د کارګرانو نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي خو په اسلام اباد کې پښتانه مزدوران وايي، د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره ټولبند ځپلي دي. د دوی په خبره، په روژه کې د کورنۍ لپاره ډوډۍ نشي پیدا کولای. نور په ویډیويي رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

روسیه کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۱۴۴۳۱ ته ورسېد

روسیې د مې په لومړۍ نېټه د کرونا ویروس د  ۷۹۳۳ نویو پېښو راپور ورکړ چې په دې هېواد کې په ۲۴ ساعتونو کې ثبت شوې دي. دا په دې هېواد کې تر دې مهاله په یوه ورځ د کرونا ویروس تر ټولو زیاتې پېښې دي چې ثبتېږي.  له دې سره دې هېواد کې د رسمي شمېرو له مخې په کرونا ویروس د اخته کسان شمېر ۱۱۴۴۳۱ ته ورسېده. همدارنګه په روسیه کې د کرونا له کبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۹۶ کسانو مړینه ثبت شوې چې له دې سره په دې هېواد کې پر کرونا ویروس د مړو شمېر ۱۱۶۹ ته ورسېد. منتقدان باور لري چې په روسیه کې د کرونا ویروس... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ارزګان او کندهار کې امنیتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ارزګان کې چارواکي وايي، ددې ولایت په مرکز ترینکوټ کې د طالبانو په په بریدونو کې ۳ افغان سرتېري وژل شوي، دري تنه ټپیان دي اویوتن نادرکه دی. دوی همدارنګه وايي چې په دې جګړه کې دوه وسله وال طالبان هم وژل شوي او پنځه ټپیان دي. د دغه ولایت د والي ویاند زړګې عبادي نن ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو دا بریدونه تېره شپه شاوخوا ۱ بجه د ترینکوټ ښار اړوند د نچین په سیمه کې د ولسي پاڅون کونکو پر کمر بندي پوستو کړي. نوموړي وايي، په دې بریدونو کې د ولسي پاڅونکونکو یوه پوسته هم ویجاړه شوې ده. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus