Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2020

Новости за 08.05.2020

Pa.azadiradio.com 

طالبان: ۴۸ افغان امنیتي ځواکونه خوشې شول

طالبان وایي، پرون او نن‌یې په هرات ولایت کې ۴۸ امنیتي سرتېري له بنده ازاد کړي دي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دغو کسانو ته‌یې جامې او د ټرانسپورت پیسې هم ورکړې دي. شاهین لیکلي، دوی د زندانیانو د خوشې کېدو بهیر ته دوام ورکوي. افغان حکومت تر اوسه د طالبانو شااوخوا زر او طالبانو نږدې ۲۰۰ حکومتي زندانیان په بېلابېلو ولایتونو کې پرېښي دي.

Pa.azadiradio.com 

بلاروس ولسمشریزې ټاکنې اګسټ میاشت کې ترسره کوي

د کرونا ویروس له خپرېدو سره سره بلاروس وایي، د راتلونکې اګسټ میاشت په نهمه نېټه ولسمشریزې ټاکنې ترسره کوي. د دغو ټاکنو نېټه نن جمعه د بلاروس د پارلمان له‌خوا تأیید شوه. له ۱۹۹۴ کال راهیسې الکساندر لوکاشینکا د بلاروس ولسمشر دی، هغه ویلي د شپږم ځل لپاره هم راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماندوي. بلاروس په ۲۰۰۴ کال کې د یوې ټول‌پوښتنې له لارې د ولسمشرۍ دورې محدودیت لغوه کړ. تر اوسه معلومه نه‌ده چې کوم کسان به سږنیو ټاکنو کې د لوکاشینکا سیالي وکړي. د دغه هېواد د اپوزېسیون مشر یوری ګبارویچ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د کرونا ویروس پراختیا؛ نړیوال بانک ۴۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي

د دې وزارت ویاند شمروز مسجدي د جمعې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۱۹» ازادي راډیو ته وویل، د دې پیسو یوه برخه به چې ۱۰۰ میلیونه ډالر دي، تر راتلونکو دوو اوونیو پورې افغانستان ته انتقال شي.

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د بوندیس لیګا فوټبال سیالۍ پیلېږي

ټاکل شوې د جرمني د بوندیس لیګا فوټبال سیالۍ د مې میاشتې له ۱۶مې د نندارچیانو له حضور پرته پیل شي. د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې، دا په اروپا کې لومړنۍ ورزشي سیالۍ دي چې ترسره کېږي. دا اعلان پرون په یوه اعلامیه کې له هغه وروسته وشو چې د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل د دغه هېواد له ۱۶ والیانو سره وکتل. د جرمني بوندیس لیګا سیالۍ د بریتانیا له غوره لیګ او د اسپانیا له لالیګا سیالیو وروسته اروپا کې د فوټبال مهمې لوبې ګڼل کېږي. له دې سره داسې هیلې شته چې په ایټالیا، اسپانیا او بریتانیا کې به هم د فوټبال لیګونو پيل ته زمینه برابره شي.

Pa.azadiradio.com 

اتمر له سعودي غوښتي په افغانستان کې د اوربند لپاره هڅه وکړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل سعودي سیاله غوښتي چې په یمن کې د اوربند له تجربې په ګټې اخیستو، په افغانستان کې هم دې کار لپاره هڅه وکړي. د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه چې نن خپره شوه وایي، محمد حنیف اتمر او د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان دغه‌راز په دوه اړخیزو اړیکو او له افغانستان سره د سعودي په همکاریو خبرې کړې دي. په دې ټیلیفوني خبرو کې فیصل بن فرحان ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره به د سعودي مرستې او همکارۍ دوام پیدا کړي. کله چې ملګرو ملتونو د کرونا وبا له کبله په نړۍ کې د اوربند... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اشرف غني د خوست امنیه قوماندان وژل کېدل وغندل

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خوست د امنیه قوماندان سید احمد بابازي وژنه غندلې او یو ځل بیا یې له طالبانو غوښتي چې له افغان وژنې لاس واخلي. د ارګ په خبرپاڼه کې د ښاغلي غني په حواله راغلي، هېوادوال د تحمیلي جګړې او د کرونا وبا په اړه اندیښمن دي او د ده په ټکو، هیله ده چې طالبان داسې شرایطو کې اوربند ومني. د خوست امنیه قوماندان له خپلو څو ملګرو سره تېره شپه د ماین په چاودنه کې ووژل شو. تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دغې پېښې مسؤلیت نه‌دی اخیستی، خو د خوست والي دا د طالبانو کار بللی دی. څه موده... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

افغان کروندګرو د کوکنارو کښت زيات کړی

په افغانستان کې د حکومت تر کنټرول لاندې سيمو کې کروندګرو د کوکنارو کښت له دې امله زيات کړی چې وايي، د اقتصاد متبادل نه لري او نه هم ورسره حکومت مرستې کوي. د يوې اندازې له مخې په افغانستان کې د کوکنارو کر په نړۍ کې په غېرقانوني ډول د هيروين رسولو مهمه سرچينه ده.

Mashaalradio.com 

د خوست امنیه قوماندان جنازه کابل ته واستول شوه

د مې پر اتمه د خوست امنیه قوماندان جنرال سید احمد بابازي جنازه چې د جمعې په شپه په یاد ولایت په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو، په پوځي چورلکه کې پلازمینې کابل ته انتقال شوه. له هغه بس به یې مړی به کونړ کې خپل پلرني ټاټوبي ته ولېږدول شي. د نجیب الله الوخېل ویډیويي راپور.




Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳،۷۷۸ ته ورسېد

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ۲۱۵ تازه پېښې ثبت کړې دي. د دغه وزارت مرستیال وحیدالله مجروح نن د یوه وېډیویي پيغام له لارې وویل چې دغه تازه پېښې د څه باندې ۷۰۰ مشکوکو پېښو د معاینې په پایله کې معلومې شوي. د ده په خبره، هرات، کابل، بلخ او کندهار هغه ولایتونه دي چې د تازه پېښو ډېره برخه په‌کې ثبت شوې ده. له دې سره په ټول افغانستان کې په کرونا د اخته شویو کسانو شمېر ۳،۷۷۸ ته ورسېد. افغانستان کې کرونا ویروس تر اوسه ۱۰۹ تنه مړي کړي او ۴۷۲ تنه بېرته له دې ویروسه روغ شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو شمېر ۲۵،۸۳۷ ته ورسېد

په پاکستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۲۵،۸۳۷ ته پورته شوې. دغه اعلان نن له هغه څو ساعته مخکې وشو چې ټاکل شوې اسلام‌اباد د دې وبا له کبله لګېدلي بندیزونه نرم کړي. چارواکو وویل، یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې پاکستان کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ۱۵۷۴ مثبتې پېښې ثبت کړې دي. په سیمه کې له ایران وروسته پاکستان دوهم هېواد دی چې د کرونا ډېرې پېښې لري. پاکستان کې چې ۲۲۰ میلیونه نفوس لري، کرونا ویروس تر اوسه ۵۹۴ کسان مړه کړي دي. د دغو پېښو له زیاتېدو سره سره صدراعظم عمران خان ویلي، سر له سبا شنبې به لګول... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هرات چارواکي: طالبانو ۱۷ افغان سرتېري خوشې کړل

د هرات سیمه‌ییز چارواکي وایي، طالبانو په ګلران ولسوالۍ کې هغه ۱۷ امنیتي سرتېري ورسپارلي چې څه موده وړاندې د هغوی له‌خوا اسیر شوي وو. د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد ازادي راډیو ته د اسیر شویو امنیتي سرتېرو د ورسپارلو خبره تأیید کړه، خو جزئیات‌یې ورنه‌کړل. ښاغلی فرهاد زیاتوي: "د امنیتي منسوبینو په ګډون ۱۷ کسان له څه مودې راهیسې له طالبانو سره په بند کې وو، پرون دغه کسان د هرات محلي چارواکو ته وسپارل شول، د هرات ولایت له دې هڅو هرکلی کوي او خوشې شوي کسان د هېواد اصلي اتلان بولي." خو د ګلران... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرونا ویروس او په اروپا کې د نازي جرمني د ماتې لمانځلو ورځ

تر اوسه د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له امله په اروپا کې تر یو لک او ۶۴ زره ډېر کسان وژل شوي دي، دا تلفات تقریباً هغومره دي چې ائتلافي ځواکونو د بریالیتوب په ورځ چې دوی ورته (ډي دې) وایي، د نورماندي پر ساحل برید وکړ.

Pa.azadiradio.com 

ایا سپی کوویډ۱۹ ناروغي پېژندلای شي؟

په برتانیا کې څېړونکي هڅه کوي چې د کورونا ویروس د ناروغانو د پېژندلو لپاره سپي وروزي. دې ته ورته یوه بله پروژه په فرانسه کې هم روانه ده. په دې ویډيويي راپور کې وینئ چې د څېړنو نتيجه تر کومه ځایه رسېدلې او ایا د دې ناروغۍ په تشخیص کې له سپيانو ګټه اخیستل کېدای شي؟

Pa.azadiradio.com 

ایران کې زلزله شوې

نن سهار د ایران پلازمېنه تهران کې د یوې زلزلې ټکانونه احساس شوي دي. دا زلزله د ریښتر په کچه ۵،۱ یو بلل شوې ده. ویل کېږي د زلزلې ټکانونو د دې ښار یو شمېر اوسېدونکي وېرولي او د دې زلزلې وروسته د نورو ټکانونو له وېرې له کورونو د تهران کوڅو ته وتلي دي. د تهران پوهنتون د جیوفزیک د مرکز په حواله زلزله په ځایي وخت تېره شپه له نیمې شپې لږ وروسته د دماوند ښار ته نږدې اووه کیلومتره ژوره رامنځته شوې ده. دا ښار د تهران په ختیځ کې ۷۰ کیلومتره لیرې پروت دی. د ایرنا دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې د زلزلې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا روسیه د لیبیا د وضعیت په بدتره کولو تورنه کړه

د امریکا متحده ایالاتو روسیه تورنه کړې چې په جنګ‌ځپلي لیبیا کې وضیعت نور هم بدتره کوي. د امریکا متحده ایالات وايي، روسیه دا کار د سوریايي اجیرانو په تمویل کوي، څو په لیبیا کې د پلازمېنې طرابلس په نیولو کې د جنګسالار خلیفه حفتر ملاتړ وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو په دې اړه یوه ورځ وروسته له هغې څرګندونې کړي چې د مې په ۷مه ملګرو ملتونو په یو راپور کې تأیید کړه او ویې‌ویل، د "وګنر ګروپ" (Vagner Group) په نوم د روسیې د پوځ له ۸۰۰ تر ۱۲۰۰ پورې قراردادیان د خلیفه حفتر له ځواکونو سره اوږه په اوږه جنګ کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوست امنیه قوماندان او ۲ تنه نور په ماین چاودنه کې ووژل شول

د خوست سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د دې ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال سید احمد بابازی هغه مهال چې د دې ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ځیني‌خېلو سیمې ته د عملیاتو لپاره روان و، د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی. د خوست والي محمد حلیم فدايي نن ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه وسله‌والو د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د خواجه رحیم سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ، د امنیه قوماندان په مشرۍ امنیتي کسان‌يې ملاتړ ته ور روان وو چې په سیمه کې ورباندې په سړک کې ایښودل شوی ماین چاودلی دی. د خوست د والي له دفتره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیې د امریکايي کالوي او فرانسوي دیلپال د نظربندۍ موده وغځوله

په روسیه کې یوې محکمې د امریکايي پانګه‌وال مایکل کالوي او د هغه د فرانسوي شریک فیلیپ دیلپال د نظربندۍ موده د اګسټ تر ۱۳مې نېټې پورې اوږده کړې ده. د مسکو ښاري محکمې دا حکم پرون د مې په اوومه شپږ ورځې مخکې له دې چې د دواړو تورنو د کور د نظربندۍ موده پای ته ورسېږي اعلان کړ. دې محکمې له دې یوه ورځ مخکې د مسکو د یوې بلې محکمې پر وړاندې چې په مسکو کې د کالوي د جایدادونو د مصادرې او د نوموړي د بانکي حسابونو د کنګل کولو حکم‌یې کړی و، د کالوي د استېناف غوښتنه رد کړه. کالوي او په روسیه کې د دېره بارینګ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا عدلیې وزارت له محکمې غوښتي پر مایکل فلین تورونه لیرې کړي

د امریکا عدلیې وزارت له محکمې غوښتي دي د ملي امنیت پر پخواني سلاکار مایکل فلین لګول شوي جنايي تورونه لیرې کړي. فلین لومړی کس دی چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د کمپاین او روسیې ترمنځ د احتمالي همکارۍ په برخه کې د تحقیقاتو له قضیې څخه وځي. د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې د عدلیې وزارت په هغو اسنادو کې چې پرون په محکمه کې ثبت شول ویلي چې د ټولو حقایقو او شرایطو له څېړنې وروسته د فلین د دوسیې د بندولو پرېکړه شوې ده. فلین د ۲۰۱۷ کال په فبرورۍ کې له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شمالي وزیرستان کې راکټي برید ۲ پاکستاني سرتېري وژلي

پاکستاني چارواکي وايي، دوه سرتېري د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې په یوه راکټي برید کې وژل شوي دي. امنیتي چارواکو ازادي راډیو ته وویل نامعلومو برید کوونکو پرون پنجشنبه میرعلي سیمې ته نږدې پر یوه امنیتي پوسته دوه توغندي وویشتل. د دې برید مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی. په شمالي وزیرستان کې پر امنیتي ځواکونو حملې، په وروستیو څو اوونیو کې زیاتې شوي. په دې سیمه کې له کلونو راهیسې د القاعده شبکې، حقاني ډلې او پاکستاني طالبانو وسله‌وال فعال دي. د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې په دې سیمه کې عملیات پیل... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus