Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2020

Новости за 28.05.2020

Pa.azadiradio.com 

محمد باقر قالیباف د ایران پارلمان مشر وټاکل شو

د ایران پارلمان د تهران پخوانی ښاروال محمد باقر قالیباف د پارلمان د مشر په توګه وټاکه. قالیباف چې د فبرورۍ پارلماني انتخاباتو کې یې تر ټولو ډېرې رایې له پلازمېنې تهران څخه ترلاسه کړې وې، یو وخت د سپاه پاسداران د هوایي ځواکونو د قوماندان په توګه هم پاتې شوی دی. د ایران د پارلمان موقت مشر رضا تقوي نن د ښاغلي قالیباف ټاکنه داسې اعلان کړه: "محمد باقر قالیباف د ۲۳۰ رایو په اخیستلو سره د یوه کال لپاره د پارلمان د مشر په توګه وټاکل شو." ویل کېږي نوموړی له دې کبله چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۱۳ زور واوښت

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې شاوخوا ۵۸۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي. د دغه وزارت مرستیال وحید مجروح نن په کابل کې خبریالانو ته په دې اړه تازه جزئیات ورکړل. ښاغلي مجروح وویل: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د ۱،۰۷۲ تنو سمپلونه اخیستل شوي دي چې په دې کې ۵۸۰ تنه‌یې مثبت تشخیص شوي. زموږ اته تنه هېوادوال وفات شوي له همدې ناروغۍ څخه او ۶۵ تنه بېرته روغ شوي دي. په ټوله کې په افغانستان کې ۱۳ زره او ۲۶ مثبتې پېښې لرو." د عامې روغتیا وزارت د شمېرو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پخې ډوډۍ د وېش پروسه ودرېده

په کابل او ولایتونو کې د حکومت د پخې ډوډۍ وېش پروسه چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وه، ودرېده. د ولسمشر لومړي مرستيال د مطبوعاتو او عامه اړيکو مشر رضوان مراد وایي چې حکومت غواړي د خوراکي توکو یوه بله لړۍ پیل کړي. بل‌خوا یو شمېر کارګر پر حکومت نیوکه کوي چې قرنطین غځوي، خو د دوی اولادونه له لوږې مري.

Mashaalradio.com 

نوی ډيلی ګرمۍ او د اوبو کموالي ځپلی

د هند په سرښار کې نوي ډيلي کې روانه مياشت په تېرو دوو لسيزو کې تر ټولو زياته ګرمي ثبت شوې ده. هلته په مې مياشت کې د تودوخي درجه له ۴۵ ډګري سېنټي ګرېډ اوښتې او په ځېنو نورو سيمو کې ان ۵۰ درجې ته رسېدلې ده.دا په داسې حال کې ده چې هلته ولس يو خوا له کورونا وايرس او بلخوا د اوبو له کموالي سره مخامخ دی.

Mashaalradio.com 

کانګرس پر چین د بندیزونو بل منظور کړ

کانګرس د مې په ۲۷مه نېټه 'د اویغور د بشري حقونو پالېسۍ قانون' په منظورولو سره له ولسمشر ډونالډ ټرمپه وغوښتل چې پر چین بندیزونه ولګوي.

Pa.azadiradio.com 

د کرونا ضد واکسین لپاره هڅو څومره پرمختګ کړی؟

په څلورو لویو وچو کې څېړونکي هڅه کوي چې د کرونا وایروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ په وړاندې درمل یا هم واکسین جوړ کړي. ساینسپوهان لا هم ثابته کړې نه ده، چې کوم درمل یا واکسین دې انسان له کرونا خوندي کړي. نور په دې ویډيويي راپور کې

Pa.azadiradio.com 

کانګرس چین کې 'د اویغور د بشري حقونو پالېسۍ قانون' تصویب کړ

د امریکا کانګرس په اکثریت سره یوه لایحه تصویب کړه چې له مخې يې له ولسمشر ډونالد ټرمپ څخه له اويغور مسلمانانو سره د چین د چلند په خاطر د بندیزونو لګولو غوښتنه شوې ده. له دې سره د واشنګټن او پيکېنګ خپلمنځي اړیکې نورې هم ترینګلې کېدای شي. کانګرس د مې په ۲۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ له ولسمشر ټرمپ وغوښتل چې پر چین بندیزونه ولګوي. دا د اویغور د بشري حقونو پالېسۍ قانون په نوم یادېږي. دې لایحې ته په کانګرس کې دواړو جمهوري غوښتونکو او ډیموکرات ګوندونو اکثریت رایې ورکړې او سنا هم تأيید کړه چې له مخې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر تر ۱۰۰ زرو واوښت

په امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر تر ۱۰۰ زرو واوښت. سره له دې چې په امریکا کې د کارونو د بیا پرانیستلو او لګېدلي محدودیتونو د کمېدو چارې دوام لري، خو دغه ویروس له تېرو درېیو میاشتو راهیسې دغه هېواد سخت ځپلی دی. د جانز هاپکنز پوهنتون شمېرې ښیي چې د چهارشنبې په ورځ په امریکا کې یو میلیون او ۷۰۰ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي او له همدې ویروس څخه تر پرون پورې ۱۰۰ زره او ۴۷ تنه مړه شوي دي. د رسمي شمېرو له مخې دا مهال په امریکا کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر په کوریا... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د کراچۍ په هره کوڅه کې د کوټه والو چاینکي هوټل

خورشيد احمد خپله خبره په دې ختمه کړه، دلته په کراچۍ کې دا خبره مشهوره ده چې د 'پښتنو غوندې چای هېڅوک نشي پخولای.' ۳۸ کلن خورشيد دا خبره ځکه کوي چې په وينا يې په عرب هېوادونو عمان، قطر او دوبۍ کې ژوند کړی خو کوم خوند چې یې د کراچۍ د کوټې هوټلونو له چاییه اخیستی، هغه يې نه يوازې هلته بلکې په خپل کور کې هم و نه موند. ''زه نه يم خبر چې خدای د پښتنو په لاسونو کې څه خوند اېښی دی؟ ما او زموږ د کورښځو ډېر کوشش وکړ چې د دوی غوندې چای او پراټې پخې کړو خو بريالي نشو.'' خورشيد له هغو لسګونو زرو کراچۍوالو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو یوه تخنیکي ډله کابل ته راغلې

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي طالبانو یوه تخنیکي ډله کابل ته لېږلې، څو د دوی د زندانیانو پر تبادلې کار وکړي. په دې ډله کې درې تنه شامل دي. دا خبره د ملي امنیت شورا نن پنجشنبه پر خپله ټویټرپاڼه کړې ده. تر دې وړاندې هم د طالبانو یوه بله تخنیکي ډله د طالب بندیانو د خوشې کېدو چارو د څارنې لپاره کابل ته تللې وه. افغان حکومت تر اوسه دوه زره طالب بندیان خوشې کړي دي. د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له مخې باید افغان حکومت ۵،۰۰۰ طالب بندیان او طالبانو بیا د حکومت زر تنه بندیان... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

چارواکي: طالبانو د غازي‌اباد ولسوالۍ پر امنیتي پوستو برید کړی

کونړ کې چارواکي وايي​ تېره شپه وسله‌والو طالبانو د غازي‌اباد ولسوالۍ پر امنیتي پوستو برید کړی چې په نتیجه کې يې څلور پولیس ټپیان شوي او یو شمېر وسله‌والو طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله رسېدلې ده د کونړ امنیه قوماندان ډګروال محمد یوسف مظلوم‌یار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د دښمن له‌خوا نه په غازي‌اباد ولسوالۍ کې تهاجمي حمله ترسره شوې ده، په مخامخ جګړه کې زموږ څلور پولیس سر سري ټپیان شوي دي. د دښمن حمله په شا تمبول شوې ده، هغوی ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې، خو کره شمېره نه‌شته. تازه دمي ځواکونه هلته... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

سندرو ته ښه شعرونه لټوم: مينه ګل

د دې اوونۍ په "هارون باچا هنري ګړۍ" کې مو د پېژندلې سندرغاړې مينه ګل د هنري ژوند حال او د هغې څو سندرې درته راوړي. له نوموړې سره هارون باچا خبرې کړې دي.

Pa.azadiradio.com 

نړیوال بانک د افغانستان ملي پروژې تمویلوي

نړیوال بانک د افغانستان ملي پروژې چې د ښاري میثاق پروګرام تر چوګات لاندې وي، تمویلوي. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په یوې خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د نړیوال بانک له چارواکو سره د وېډ‌يو کنفرانس له لارې په دې اړه خبرې کړې دي. په دې وېډیو کنفرانس کې همدا شان له بزګرانو سره د کرنيزو محصولاتو د ښه تولید، افغان بزګرو ته د اصلاح شوي تخمونو د وېش او د اوبو لګونې پر معیاري سیستم هم بحث شوی چې د اعلاميې له مخې نړیوال بانګ ورته د ملاتړ لپاره ټټر وهلی. د ولسمشرۍ ماڼۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت د سره زرو د قاچاق مخنیوي په هدف تعرفه راکمه کړه

افغان حکومت د سره زرو د قاچاق د مخنیوي په هدف په دې محصول تعرفه راکمه کړې ده. د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي نن ازادي راډ‌يو ته وویل دغه ګام‌یې د سرو زرو د قاچاق د مخنیوي او د دې محصول سوداګرۍ د رسمیت پېژندلو په هدف کړی. د نوموړي په خبره، افغان حکومت له دې وروسته په ګمرکونو کې له طلا څخه په کلني ډول ۶۰۰ ډالره تعرفه اخلي. د ښاغلي مسجدي په وینا اوس‌مهال په بازارونو کې د یو کیلو طلا قیمت له ۲۵ څخه ۱۰ زره ډالرو ته رالوېدلی. د افغانستان د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې پخوا د سرو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فاریاب کې یوې ټرافیکي پېښې ۱۰ تنه وژلي او ۵ ټپیان دي

په فاریاب کې یوې ټرافیکي پېښې ۱۰ تنه وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي. د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه نن سهار په دولت‌اباد ولسوالۍ کې د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې. ښاغلی یورش وایي، وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. ټپیان د فاریاب روغتون ته لېږدول شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

پومپیو: له ایران سره د ملکي اټمي همکاریو معافیت پای ته رسېږي

د امریکا بهرنیو چارو وزیر وایي، له ایران سره د روسیې، چین او اروپایي کمپنیو د ملکي اټمي همکاریو پر سر وضع شوی معافیت پای ته رسېږي. مایک پومپیو پرون د مې په ۲۷مه وویل، ایران د اټمي پروګرام په اړه خپلې یو شمېر ژمنې ماتې کړي، نو ځکه پرې د دې معافیت دوام توجیه کېدای نه‌شي. دا د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د اټمي تړون وروستۍ لاسته راوړنې دي چې د له‌منځه تلو په حال کې دي. ښاغلي پومپیو ویلي، د ایران اټمي هڅې به پر دغه هېواد فشارونه زیات کړي او دغه رژیم به له نړیوالې ټولنې نه نور هم منزوي یا ګوښه شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا استازو جرګې پر چینايي چارواکو د بندیز لګولو لایحه تصویب کړه

د امریکا د استازو جرګې په مطلق اکثریت داسې لایحه تصویب کړه چې له ډونالد ټرمپ نه غواړي د اویغور مسلمانانو د ځپلو لپاره په چینایي چارواکو بندیزونه ولګوي. دغه لایحه چې د همدې میاشتې په سر کې سنا هم پاس کړې، پر هغو چینایي چارواکو د بندیزونو غوښتنه کوي چې د لږکیو اویغور مسلمانانو د ځورولو تورونه پرې پورې دي. د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي ویلي، د بېجنګ دا وحشیانه کړنې چې د اویغور مسلمانانو په ضد یې کوي، د ټولې نړۍ جمعي وجدان ته بې‌احترامي ده. د امریکا د استازو جرګې دا لایحه اوس د ولسمشر ډونالد ټرمپ... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus