Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کانګرس چین کې 'د اویغور د بشري حقونو پالېسۍ قانون' تصویب کړ

د امریکا کانګرس په اکثریت سره یوه لایحه تصویب کړه چې له مخې يې له ولسمشر ډونالد ټرمپ څخه له اويغور مسلمانانو سره د چین د چلند په خاطر د بندیزونو لګولو غوښتنه شوې ده.


له دې سره د واشنګټن او پيکېنګ خپلمنځي اړیکې نورې هم ترینګلې کېدای شي.


کانګرس د مې په ۲۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ له ولسمشر ټرمپ وغوښتل چې پر چین بندیزونه ولګوي.


دا د اویغور د بشري حقونو پالېسۍ قانون په نوم یادېږي.


دې لایحې ته په کانګرس کې دواړو جمهوري غوښتونکو او ډیموکرات ګوندونو اکثریت رایې ورکړې او سنا هم تأيید کړه چې له مخې به‌يې پر هغو چیني چارواکو بندیزونه ولګېږي چې د اویغور مسلمانانو په ځپنه کې لاس لري.


دا لایحه په کانګرس کې په ۴۱۳ مثبتو او یوه منفي رایو سره تصویب شوه. اوس به دا لایحه سپينې ماڼۍ ته ځي چې یا ولسمشر یې يا توشېح یا رد کړي.




ټرمپ د روانې اوونۍ په لومړیو کې وویل چې دی به دا لایحه لاسلیک کړي. د دې ترڅنګ د ټرمپ ادارې په هانګ کانګ کې د چین له‌خوا د ملي امنیت قانون نافذولو په خاطر د چین پر وړاندې یو شمېر نور اقدامات کول غواړي.


ملګري ملتونه او د بشري حقونو نورې ادارې پر چین تور پورې کوي چې د ترورېزم پر ضد د مبارزې په نوم‌یې شااوخوا یو میلیون اویغور وګړي په شینجن سیمه کې په کمپونو کې راټول کړي.


پيکېنګ دا تورونه ردوي او وايي چې دا اقلتي ډله‌یې په کمپونو کې د بیا زده‌کړو لپاره یوځای کړې ده. چین د اويغور مسلمانانو په خاطر د امریکا هر ډول اقدامات د دې هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده او خبرداری یې ورکړی دی چې چپ به نه‌پاتې کېږي.


د اویغور د بشري حقونو پالېسۍ قانون به د چین پر ځانګړو چارواکو بندیزونه لګوي چې د اویغور وګړو په ځپنه کې لاس لري. په دغو کسانو کې د کمونېست ګوند رئیس چن کوانګ وو هم شامل دی.




د دې قانون له مخې به د امریکا حکومت کانګرس ته په شینجن سیمه کې د بشري حقونو د وضعیت او د چین له‌خوا د ډله‌ییز توقیف او څار په اړه راپور وړاندې کوي.


په یوه بېل مورد کې ټرمپ او د کانګرس یو شمېر غړو غږ پورته کړی چې ګواکي د کرونا ویروس د خپرېدو مسؤلیت د چین پر غاړه دی چې له کبله‌یې د نړۍ اقتصاد رکود وکړ او شااوخوا یو لک امریکايان‌یې وژلي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus