د سمنګان چارواکي وایي، سیلابونو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې دوه نیم سوه کورونه ویجاړ کړي او یو تن یې وژلی دی.
په سمنګانو کې طبیعي پېښو ته د رسېدو ادارې مشر صبغت الله سیاس ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښې په روی و دو آب او خرم و سارباغ ولسوالیو کې رامځنته شوي.
نوموړي وویل، دا لومړني راپورونه دي او ممکن د زیانونو کچه لوړه وي.
په تخار او یو شمېر نورور ولایتونو کې هم د زورورو سیلابونو د راوتو راپورونه ورکول شوي دي.