ترکمنستان له افغانستان سره د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو مرسته وکړه. د دغو مرستو شپږ بار موټر نن د اقینې بندر له لارې هېواد ته را ورسېدل. د فاریاب والي نقیب الله فایق ویلي، دغو مرستو کې خوراکي توکي او دغه راز د چرګو هګۍ، رومي او ګازرې شاملې دي. ښاغلي فایق وویل چې دغه مرستې به د فاریاب ۱۴ ولسوالیو کې پر بې وزلو وویشي.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، وسله والو طالبانو تېره شپه د زابل په مرکز کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې په شا تمبول شوي دي. د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر وایي په قلات ښار کې د شوي دغه برید په ځوابې عمل کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي. دوی په جګړه کې د امنتي ځواکونو دمرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي. له دې وړاندې د زابل والي ویلي و، هلته د شوي برید په دفع کېدو کې له هوایي ځواکه هم کار اخیستل شوی دی. طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
بیا یوه سندره دراوروو چې موسیقي، کمپوز او شعر یې هم زموږ دي او سندرغاړی یې هم زموږ دی.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په تېرو ۲۰ ورځو کې د اول وار لپاره په عام محضر کې راښکاره شو.
د امریکا د خوړو او درملو د ادارې کمېشنر سټېفن هان پرون (جمعه) له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په یوه خبري غونډه کې وویل، ریمدي سیور درمل د هغو ناروغانو لپاره چې په روغتونونو کې بستري دي، د اضطراري استعمال لپاره تصویب شو.
پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نېږدې ۱۳ سوه نوي کیسونه مخې ته راغلي او ۳۲ کسان مړه شوي چې ورسره د ټولو تلفاتو شمېر ۴۱۷ ته پورته شوی دی.
د لغمان چارواکي وایي چې د مهترلام په ښار کې د دغه ولایت د محبس پر مدیر چاودنې ۳ ملکیان ووژل او د مدیر په ګډون ۴ دولتي کسان یې ټپیان کړل. د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي څو شېبې وړاندې ازادي راډيو ته وویل چې دغه چاودنه نن شنبه له غرمې وړاندې ۱۰ بجې او ۲۲ دقیقې په داسې مهال وشوه چې د لغمان د مرکزي محبس مدیر نورمحمد نیازی په یوه رسمي کار پسې له محبسه د وتلو په حال کې و. ښاغلي دولتزي وویل چې چاودنه د محبس لومړي قرول ته څېرمه د عمومي سړک پر سر شوې ده. د دغې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.
د بغلان د کرنې مسوولين وايي، اټکل کېږي چې سږکال به په دغه ولايت کې د پستې حاصلات دوه چنده شي. د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس عبدالغياث صديقي نن ازادي راډیو ته وویل، د اټکل له مخې د پستې ځنګلونو ته مناسبه هوا او بارانونه د دې لامل کېږي چې د تېرکال په پرتله د پستې حاصلات په دغه ولایت کې دوه برابره شي. تېر کال د بغلان هغه ولسوالۍ چې د پستې ځنګلونه پکې دي حاصلات يې ٣٣٤ ټنه وه. د ښاغلي صدیقي په خبره. په ټوليز ډول په دغه ولايت کې ٣٨ زره ٣٠٠ هکتاره طبيعي ځنګلونه شته چې له دې څخه ٢٣ زره هکتاره يې د پستې طبيعي ځنګلونه دي. Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي، د تورخم او سپین بولدک لویې لارې به له پاکستان سره د ټرانزیټ لپاره په اوونۍ کې پنځه ورځې پرانیستې وي. د دغه وزارت د رسنیو برخې مسوول جواد دبیر نن ازادي راډیو ته وویل، له دې سره به مارکېټ کې د توکو بیې هم راښکته شي. نوموړي وویل چې دغه اقدام به له راتلونکي دوشنبې څخه د تطبیق وړ وي. تر دې وړاندي د تورخم او سپین بولدک لویې لارې له پاکستان سره د ټرانزیټ او سوداګریزو توکو د رالېږد په موخه په اوونۍ کی درې ورځي خلاصې وې. د یاد اقدام په ترڅ کي به هره ورځ د دواړو لورو ۱۰۰ موټره صادرات ترسره کېږي. Читать дальше...
ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې یا سیګار د جمعې په ورځ ویلي، دا معلومات په داسې پټ ساتل کېږي چې په افغانستان کې ناامني زیاته شوې او امریکا له افغانستانه د خپلو پوځیانو په ایستلو بوخته ده.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، انتخابات د ولسواکۍ او د مشروع حکومت، د خلکو په رایو د انتخاب شوي حکومت یو اصولي بهیر دی چې ولس سره متحد کوي او یو اصولي زعامت او حکومت منځته راولي چې ولس پرې اعتماد وکړي.
د پاکستان د پارلمان رئيس اسد قیصر په کرونا ویروس اخته شوی دی. ده د اپرېل په ۳۰مه نېټه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې دی ځان په خپل کور کې قرنطین کوي. د پاکستان د سند ایالت والي عمران اسماعیل هم د دې هېواد له هغو لوړپوړو چارواکو دی چې په کرونا ویروس اخته شوي دي. په پاکستان کې د کرونا ویروس په اړه د معلوماتو وېبباڼې لیکلي چې د مې تر لومړۍ نېټې پورې په دې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۸ زره او ۹۲ شوی دی. په دې ویروس اخته ۴۱۰ کسان مړه شوي دي.
د زابل ولایت ځايي چارواکي په دې ولایت کې د هوايي ځواکونو د بمباریو په اړه خبر ورکوي. د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال پرون د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغو طالب جګړهمارانو غوښتل چې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو حمله وکړي. ده زیاته کړه: "د شینکۍ ولسوالۍ اړوند صدوخان قلعه په سیمه کې د هوايي برید پر مهال ۳ تنه وسلهوالو طالبانو ته مرګژوبله واوښته." یو شمېر مهمات او وسایطیې هم په بشپړه توګه لهمنځه تللي دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي. تر دې مخکې د زابل د چارواکو په... Читать дальше...
په چین کې مېشتو افغان سوداګرانو له افغانستان سره د کرونا ویروس پر ضد په مبارزه کې د څه باندې ۱،۳ درې ټُنه موادو مرسته کړې ده. دا خبره په چین کې د افغانستان سفیر جاوېد قایم د جمعې په ماښام (د مې په لومړۍ نېټه) ازادي راډيو ته وکړه. ښاغلي قایم زیاته کړه: "په دغو موادو کې ماسکونه، د تبې کتلو الې، د ډاکترانو لپاره حفاظتي عینکې، د ډاکترانو لپاره حفاظتي کالي او یو څو د ویروس د معایناتو او راټولولو کېټونه شامل دي." د ښاغلي قایم په وینا په چین کې افغان سوداګرانو یوه کمېټه جوړه کړې وه چې له افغانستان... Читать дальше...
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ فعال عارف وزیر په وسلهوال برید کې سخت ټپي شوی دی. د غورځنګ یوه غړي او فعال شان پښتین د جمعې په ماښام (د مې په لومړۍ نېټه) ازادي راډیو ته وویل چې عارف وزیر تر روژهماتي لږ ساعت مخکې د تره له زوی سره په موټر کې د خپل کلي لور ته روان وو چې وسلهوالو ورباندې ډزې وکړې. د عارف وزیر د تره زوی او د پاکستان د پارلمان غړي علي وزیر هم وويل چې عارف يوه مرمۍ پر سر او دوه پر مټ ویشتل شوی دی. حکومتي چارواکو په دې اړه غبرګون نهدی ښودلی او هېڅ ډلې د دې برید مسؤلت نهدی منلی.... Читать дальше...
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت یوې سرچینې د نوم نهخپرولو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د شنبې په ورځ د مې په دوهمه نېټه ښايي افغان حکومت ۱۰۰ نور طالب زندانیان راخوشي کړي.
د افغانستان جمهوري ریاست، ارګ وايي د مهمو او سیاسي موضوعاتو په اړه مذاکرات دوام لري او په دې برخه کې پرمختګ شوی دی. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د جمعې په ماښام پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي، کله چې خبرې پای ته ورسېږي، حکومت به خپل دریځ او د مذاکراتو جزئیات له ولس سره شریک کړي. تر دې مخکې د افغانستان په ولسمشریزو انتخاباتو کې د 'ثبات او همپالنې' ټيم کاندید عبدالله عبدالله هم د جمعې په ورځ پر خپله ټويټرپاڼه ولیکل چې په مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی. ده لیکلي، پر یو شمېر اصولو یوه امتحاني توافق ته رسېدلي یو. Читать дальше...
د اسرائیل پوځ چې په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده، خو مخکې له دې یې په سوریه کې د ایراني ځواکونو او ایران ملاتړ لرونکو ډلو مرکزونه په نښه کړي دي.
د دې ادارې ویاند فرهاد بایاني د جمعې په ماښام له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سرهیې توافق کړی چې دا مرکز به د زندانیانو د تجرید، قرنطین او درملنې لپاره دغه وزارت ته وسپارل شي.
په (۲۰۱۹) میلادي کال کې د نشه يي موادو د کښت په اړه د کورنیو چارو وزارت او افغانستان د مرکزي احصائیې ګډه سروې چې تر څلور میاشتني ځنډ وروسته خپره شوه ښيي چې، په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادۍ راډیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د دې ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې (۱۹) کیلوګرامه هیرویین ونیول چې په یوه بار وړونکي موټر کې پټ کړای شوي ول. په دوهمه پېښه کې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د دوو ښځو په ګډون درې تنه هغه مهال د جلال اباد ښار په نهمه ناحیه کې ونیول چې غوښتل یې (۱۵) کیلوګرامه چرس له یوې ولسوالۍ څخه جلال اباد ښار ته قاچاق کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ازادۍ راډیو ته وویل، د نیمروز ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په زرنج ښار کې د استوګنې پر یوه کور باندې عملیات کړي چې په نتیجه کې یې (۸۴) کیلوګرامه تاریاک، (۱۰) کیلوګرامه ښیښه او (۲۰) کیلوګرامه چرس نیولي دي. د دې موادو د ساتنې او خرڅلاو په تور یو تن هم نیول شوی دی.
د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده ازادۍ راډیو ته وویل، د هرات ولایت پولیسو د موټرو د تلاشۍ پر مهال ۲ تنه نیولي چې غوښتل یې ۸ کیلوګرامه تاریاک د هرات ښار ته قاچاق کړي. په یوه بله پېښه کې ۴ کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې څه د پاسه ۱۰ کیلوګرامه تاریاک د میرداود د دروازې له لارې د هرات ښار ته قاچاق او د نشه يي موادو پر وړو سوداګرو یې خرڅ کړي.
د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په ګیلان ولسوالۍ کې څه د پاسه ۲۰ ټنه بنګ نیولي چې پر بزګرو باندې یې د خرڅلاو لپاره دې ولسوالۍ ته قاچاق کول. په دې وروستیو دوو کالو کې په غزني ولایت کې د چرسو تولید او قاچاق هم ډېر شوی دی.