د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عارف وزير مړی نن [د مې پر دويمه] د اسلام اباد له پيمز روغتونه د وزيرستان پر لور رهي کړل شو. نوموړی پرون په جنوبي وزیرستان کې په یو وسله وال برید کې ټپي شوی و چې نن يې په پيمز روغتون کې ساه ورکړه. پر دې مهال د غورځنګ پلويان او نور قبايلي مشران هم موجود ول.