د پښتون ژغورنې غورځنګ یومخکښ فعال عارف وزیر له اخیستو ټپونو ساه ورکړه.
د ده د مرګ خبره د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال او د پاکستان د پارلمان غړي علي وزیر پر خپله ټویټر پاڼه ورکړی دی.
عارف وزیر پرون تر روژه ماتې لږ ساعت مخکې د تره له زوی سره په موټر کې د خپل کلي لور ته روان وو چې وسله والو ورباندې ډزې وکړې.
حکومتي چارواکو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی او هېڅ ډلې د دې برید مسئولت نه دی منلی.
عارف وزیر د اپرېل په ۲۷ مه نېټه له زندانه خوشې شوی و.
پولیسو دی د اپرېل په ۱۷مه نېټه په واڼه کې نیولی و او ورباندې تور و چې په افغانستان کې یې د پاکستان پر ضد ویناوې کړې وې.
عارف وزیر په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له جوړېدو راهیسې د دوو کلونو په موده کې ۱۳ میاشتې په زندان کې تېرې کړې وې.