افغان اجرائیه رئیس عبدالله به له فرانسوي چارواکو سره وګوري
افغان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به نن په پاریس کې له یو شمېر فرانسوي چارواکو سره وګوري. نوموړي د اروپا د همکارۍ او اقتصادي پراختیا د سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره فرانسې ته تللی دی. د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي چې پهدې سفر کې له ښاغلي عبدالله سره ملګری دی، پرون د اجرائیه رئیس د نننیو لیدنو په اړه معلومات ورکړل. نوموړي وویل: "افغان اجرائیه رئیس د اروپا د همکارۍ او اقتصادي پراختیا په غونډه کې وینا کوي او ټاکل شوې ده چې د افغانستان سره د دې سازمان د همکاریو په اړه د افغان حکومت لید لوری مطرح کړي. Читать дальше...