Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2018

Новости за 22.10.2018

Pa.azadiradio.com 

د روسيې يوې خپلواکې ورځپاڼې وایي پريګوژين په ګڼو حملو کې دخيل دى

د روسيې يوې خپلواکې ورځپاڼې د روسيې د يوه وتلي تجار يوګيني پريګوژين د يوه امنيتي همکار په حواله راپور ورکړى، چې وايي پريګوژين د خپلو مخالفانو په وړاندې په ګڼو حملو کې دخيل دى.    د هغه په خبره دغه تجار لږ تر لږه په يوه وژنه کې هم لاس لري. پريګوژين چې د روسيې د ولسمشر ولادمير پوتين په ”سراشپز“ مشهور دى، امريکايي څېړونکو يې يادونه کړې، چې د امريکا د ٢٠١٦م کال په انتخاباتو کې يې د لاسوهنې هڅه کړې ده. دى په دې هم تورن دى، چې د اوکراين په ختيځ کې له روس پلوه بېلتون غوښتونکو د روسيې په ملاتړ کې کليدي رول لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسيې يوه خپلواکه ورځپاڼه وایي، پريګوژين په ګڼو حملو کې لاس لري

د روسيې يوې خپلواکې ورځپاڼې د روسيې د يوه وتلي تجار يوګيني پريګوژين د يوه امنيتي همکار په حواله راپور ورکړى چې وايي، پريګوژين د خپلو مخالفانو په وړاندې په ګڼو حملو کې دخيل دى.  د هغه په خبره دغه تجار لږ تر لږه په يوه وژنه کې هم لاس لري. پريګوژين چې د روسيې د ولسمشر ولادمير پوتين په ”سراشپز“ مشهور دى، امريکايي څېړونکو يې يادونه کړې، چې د امريکا د ٢٠١٦م کال په انتخاباتو کې يې د لاسوهنې هڅه کړې ده. دى په دې هم تورن دى، چې د اوکراين په ختيځ کې له روس پلوه بېلتون غوښتونکو د روسيې په ملاتړ کې کليدي رول لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن: روسيې يو نوى منځ-واټه اټومي ميزاييل جوړ کړى دى

د امريکا متحدو ايالتونو د ملي امنيت سلاکار د روسيې تورونه چې ګواکې امريکا د اټومي وسلو د کنټرول له يوه تړون څخه د وتلو په خبرداري له مسکو څخه د باج اخيستنې هڅه کوي، رد کړل.   خو واشنګټن وايي روسيې يو نوى منځ-واټه اټومي ميزاييل جوړ کړى دى. راپورونه وايي جان بولټُن پرون ناوخته د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره په مسکو کې تر بحثونو وروسته په دې اړه تبصره وکړه. د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره شنبه اعلان وکړ، چې په پام کې لري د ١٩٨٧م کال د منځ-واټنه اټومي وسلو د کنټرول له تړون څخه ووځي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن: روسيې يو نوى منځ واټنه اټمي توغندی جوړ کړى

د امريکا متحدو ايالتونو د ملي امنيت سلاکار د روسيې تورونه چې ګواکې امريکا د اټومي وسلو د کنټرول له يوه تړون څخه د وتلو په خبرداري له مسکو څخه د باج اخيستنې هڅه کوي، رد کړل.   خو واشنګټن وايي روسيې يو نوى منځ-واټه اټومي ميزاييل جوړ کړى دى. راپورونه وايي جان بولټُن پرون ناوخته د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره په مسکو کې تر بحثونو وروسته په دې اړه تبصره وکړه. د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره شنبه اعلان وکړ، چې په پام کې لري د ١٩٨٧م کال د منځ-واټنه اټومي وسلو د کنټرول له تړون څخه ووځي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پاکستان خراب اقتصاد: وزيراعظم عمران خان سعودي ته تللی

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په رياض کې په يو نړيوال اقتصادي کانفرنس کې په ګډون سربېره د سعودي پاچا او وليعهد محمد بن سلمان سره هم ګوري. د وزيراعظم له دفتره د اکتوبر په دوه ويشتمه خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلې چې هغه به د اقتصادي اړيکو په زياتولو وغږېږي.

Mashaalradio.com 

د پاکستان احستاب ادارې د نواز شريف او مريم ضمانتونه چېلنج کړل

د پاکستان احتساب ادارې د اکتوبر په دوه ويشتمه په سپريم کورټ کې د يو اپېل په جمع کولو سره هغه پرېکړه چېلنج کړې چې پکې پخوانی وزيراعظم نوازشريف، د هغه لور مريم نواز او زوم يې کېپټن صفدر ته ضمانت ورکړل شو.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټودیو - د نړۍ مهم خبرونه

د کندهار د امنيې مخکیني قومندان جنرال رازق د وژل کېدو د قضيې په تړاو نوي معلومات. په تايوان کې د رېل اووښتو په پېښه کې اتلس کسان ووژل شول او ۱۸۷ نور ټپيان شول. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د کندز امنیتي مسؤلینو په دغه ولایت کې د ګڼو طالبانو د وژلو ادعا کړې

د ۲۰۹ شاهین قل اردو چارواکو په یوې اعلامیې کې ادعا کړې چې د یکشنبې له ورځې راهیسې یې په کندز او بغلان کې ۸۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.  په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې ۳۴ طالب وسله وال چې د دې ډلې مهم قوماندانان په کې شامل دي، وژل شوي او ۲۹ تنه نور ټپیان دي. خبرپاڼه زیاتوي چې د کندز د مرکز اړوند زرخرید سیمه کې یې هم د ابوذر په نوم د طالبانو د یوه مهم کس په شمول، شپږ تنه وژلي او ۷ تنه نور ټپیان دي. د ۲۰۹ شاهین قل اردو خبرپاڼه زیاتوي چې د بغلان په مرکزي بغلان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سرچینه: په هرات کې یوه افغان سرتېري یو امریکایي سرتېری وژلی

د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د پولیسو یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي، د شینډنډ په هوايي ډګر کې یو کومانډو افغان سرتېري پر درېیو امریکايي سرتېرو ډزې کړي چې په کې یو بهرنی سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، د دې برید انګېزه لا روښانه نه ده. یوه بل امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، هرات کې د ازادي راډیو سیمه ییز خبریال ته ویلي، بریدکوونکی سرتېری نیول شوی او د هليکوپټر په وسیله یو بل ځای ته انتقال شوی دی. پېښه نن ماسپښین په شینډنډ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.




Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومتي دوکانونو سلګونه کارکوونکو احتجاج کړی

د اکتوبر پر ۲۲مه، په اسلام اباد کې د پاکستان د حکومتي دوکانونو (یوټېلېټي سټورز) سلګونه کارکوونکو د هغو دوکانونو د شخصي کولو امکان پر ضد مظاهره کړې. دوی مشال راډیو ته وویل، حکومت دې د دوی قراردادونه هم پاخه یا دایمي کړي. د پاکستان په دې حکومتي دوکانونو کې د ورځني استعمال شیان په ارزانه بیه خرڅېږي خو حکومت د اقتصادي ستونزو له کبله امر کړی وو چې دې دوکانونو ته دې د خرڅلاو شیان نه انتقالېږي. مظاهره کوونکي وايي، د خپلو حقونو لپاره اوږدمهاله احتجاجي ناسته کوي. ویډیو وګورئ.

Mashaalradio.com 

د پاړه چنار بلدیې کارکوونکو د تنخاګانو نه ترلاسه کېدو ضد مظاهره کړې

د اکتوبر پر ۲۲مه، د کورمې د پاړه چنار د بلدیې یا ښاروالۍ لسګونه کارکوونکو په پېښور کې د قبایلي سیمو د چارو دفتر مخې ته مظاهره وکړه. دوی وايي، له کلونو او میاشتو راهیسې ورته تنخاګانې نه دي ورکړل شوې. تر مظاهرې وروسته د دې کارکوونکو یوې کمېټۍ له چارواکو سره خبرې هم وکړې. ویډیويي رپورټ.

Mashaalradio.com 

سوات: پوځ ۱۰ کاله وروسته امنیت انتظامیې ته وسپاره

د اکتوبر پر ۲۲مه په سوات کې پوځ د یوې غونډې له لارې ټولې امنیتي چارې د سیمې ملکي انتظامیې او پولیسو ته سپارلې دي. غونډې ته د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر او یو شمېر لوړپوړي پوځي او ملکي چارواکي او سیاستوالان ورغلي ول. د سیمې امنیت په ۲۰۰۸ز کال کې د طالبانو وسله والۍ له کبله د پوځ په لاس کې وو. ویډیويي رپورټ.

Mashaalradio.com 

د جنرال رازق ورور تادین خان د کندهار نوی ځایناستی امنیه قوماندان

په کندهار کې د وژل شوي امنیه قوماندان ورور تادین خان د اکتوبر پر ۲۲مه، د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال پاسوال جانان بارکزي له‎ خوا د کندهار د نوي سرپرست امنیه قومندان په توګه وپېژندل شو.

Pa.azadiradio.com 

د کندز چارواکي د کندز-تخار د لویې لارې د خلاصېدو خبر ورکوي

د کندز سیمه‌ییز چارواکي د کندز-تخار د لویې لارې د خلاصېدو خبر ورکوي، دغه لاره له څلور ورځو راهیسې د وسله‌والو طالبانو د تحرکاتو له کبله د ټرافیکو پر مخ تړلې وه. په کندز کې د امن او عامه نظم د ۸مې لوا قوماندان ډګروال عباس توکلي نن دوشنبه د دغې لارې په اوږدو کې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې تېره ورځ افغان ګډو ځواکونو د دغې لارې د خلاصېدو په هدف تصفیوي عملیات پیل کړي وو چې په پایله کې یې د کندز-تخار لویه لار د ټرافیکو پر مخ خلاصه شوه. د کندز ولایتي شورا او خلک له دولته غواړي چې د دغې لويې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندز چارواکي د کندز – تخار د لویې لارې د خلاصېدو خبر ورکوي

د کندز سیمه ییز چارواکي د کندز – تخار د لویې لارې د خلاصېدو خبر ورکوي، دغه لاره له څلور ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو د تحرکاتو له کبله د ټرافیکو پرمخ تړلې وه. په کندز کې د امن او عامه نظم د ۸ مې لوا قوماندان ډګروال عباس توکلي نن دوشنبه د دغې لارې په اوږدو کې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې تېره ورځ افغان ګډو ځواکونو د دغې لارې د خلاصېدو په هدف تصفیوي عملیات پیل کړي وو چې په پایله کې یې د کندز – تخار لویه لار د ټرافیکو پرمخ خلاصه شوه. د کندز ولایتي شورا او خلک له دولته غواړي چې د دغې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال غوره لیګ: نن شاهین اسمايي او میوند اتلان لوبه کوي

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو په لومړۍ نیمه پای‌لوبه کې نن شاهین اسمايي او میوند اتلان په خپلو کې د سیالۍ ډګر ته وځي. دغه سیالۍ د افغانستان پر وخت ۵ بجې ۳۰ دقیقې د کابل د فوټبال په لوبغالي کې پیلېږي. په دې دواړو لوبډلو کې چې هرې لوبډلې لوبه وګټله پای‌لوبې او بایلونکې لوبډله به د درېیم مقام لپاره جنګېږي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خپرونو مسؤل شفیع شاداب نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغه سیالیو دوهمه نیمه پای‌لوبه به سبا د سې شنبې په ورځ د اباسین څپې او توفان هریرود لوبډلو ترمنځ ترسره شي. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus