Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2018

Новости за 11.10.2018

Mashaalradio.com 

د شهباز شریف نیولو پرضد د پارلېماني غړیو پرلت

د پاکستان يوشمېر سياسي ګوندونو په قامي اسمبلۍ کې د اپوزيشن د مشر شهباز شريف نيول غندلي دي. مسلم ليګ (ن)، متحده مجلس عمل او نورو يوشمېر سياسي ګوندونو نن پنجشنبه په اسلام اباد کې د پارلېمان ودانۍ مخې احتجاجي غونډه وکړه. پر دې مهال د پښتونخوا معپ سېنېټر عثمان کاکړ تور ولګاوه چې حکومت له اپوزيشنه د سياسي انتقام اخیستو په هدف د مسلم ليګ (ن) مشر شهباز شريف نيولی دی. د پنجاب صوبې د لاهور احتساب عدالت شهباز شریف په لس ورځني جسماني ریمانډ احتساب ادارې ته سپارلی دی. شهباز شریف چې د جمعې پر ورځ ونيول شو، پر... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د شهباز شریف نیولو يرضد د پارلېماني غړیو پرلت

د پاکستان يوشمېر سياسي ګوندونو په قامي اسمبلۍ کې د اپوزيشن د مشر شهباز شريف نيول غندلي دي. مسلم ليګ (ن)، متحده مجلس عمل او نورو يوشمېر سياسي ګوندونو نن پنجشنبه په اسلام اباد کې د پارلېمان ودانۍ مخې احتجاجي غونډه وکړه. پر دې مهال د پښتونخوا معپ سېنېټر عثمان کاکړ تور ولګاوه چې حکومت له اپوزيشنه د سياسي انتقام اخیستو په هدف د مسلم ليګ (ن) مشر شهباز شريف نيولی دی. د پنجاب صوبې د لاهور احتساب عدالت شهباز شریف په لس ورځني جسماني ریمانډ احتساب ادارې ته سپارلی دی. شهباز شریف چې د جمعې پر ورځ ونيول شو، پر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

په ملګرو ملتونو کې افغان ډپلوماټې زحل سلیم وویل تېر کال څه باندې ۳ زره افغان ماشومان وژل شوي. د پيسو نړیوال صندوق ګواښ وکړ چې د امریکا او چین تجارتي جنګ بیوزلي خلک زیانمنوي او د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین د رزمي لوبو اتل حبیب نورمحمدوف وستایه. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

عبدالله: ترورېزم د افغانستان او تاجکستان لپاره ګډ ګواښ دی

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو په اړه خبرې وکړې. عبدالله عبدالله چې د پنجشنبې په ورځ د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو په اوولسمه غونډه کې د ګډون په هدف دوشنبې ته ولاړ د تاجکستان د ولسمشر سره په لیدنه کې یې ترورېزم د دواړو هېوادونو لپاره ګواښ وګڼلو. ښاغلي عبدالله تر دغه کتنې وروسته یوې خبري غونډې ته وویل چې په دې برخه پر ګډې مبارزې ټینګار وشو. د افغان حکومت اجرائیه رئیس دغه... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې د کلونو ګراني اوسنی حکومت په ورځو راولي

د خیبر پښتونخوا جنوب پلو په بنو ښارګوټي کې د ضمني ټاکنو په لړ کې د جمعیت علمای اسلام (ف) تر سیوري لاندې متحده اپوزیشن یوه ولسي غونډه وکړه. ویناوالو ادعا کوله چې د ۲۵م جولایي ټاکنې د ولس رایه نه بلکې د خپلې خوښې خلک غوره کول ول. دغه ولسي غونډې ته مولانا فضل الرحمن په خپله وینا کې وویل نن په ملک کې پرمختګ نه بلکې غربت پر مخ روان دی، د هغه په وینا کومه ګراني به چې په کلونو راتله، نن په ورځو راځي. عمردراز وزیر ویډیويي راپور

Pa.azadiradio.com 

سربيا له ايران سره د وېزو پرته سفر کولو اسانتيا لغوه کړه

سربيا له ايران سره د وېزو پرته سفر کولو اسانتيا لغوه کړه. دا اقدام وروسته د اروپايي ټولنې تر فشار وروسته شوی چې ډېرو پناه غوښتونکو اروپايي اتحاديې ته د رسېدو لپاره له دې سيستمه ناوړه ګټه پورته کوله. له تېر اګست مياشتې راهيسي تر پنځلس زره زيات ايرانيان صربيا ته تللي خو بېر ته خپل هېواد ته نه دي ستانه شوي او ډېری يې په اروپايي ټولنه هېوادونو کې پناه غوښتې. ځايي رسنۍ وايي، له تهرانه بلګراد ته ډکې الوتکې ځي خو بېرته تشي ځي. چارواکو ويلي سلګونو ايرانيانو په صربستان کې هم پناه غوښتې ده. د سربيا... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په عراق کې د کتابونو ۷۵۰ کاله پخوانی بازار

د عراق په نجف ښار کې د پېښور د کیسه خانۍ په شان یو زوړ بازار هم شته چې پکې کتابونه خرڅېږي. دا بازار سلګونه کاله پخوانی دی خو اوس هم پکې د کتاب د مینه والو مېله لګېدلې وي. د فرانسې خبري اژانس پرې یو راپور جوړ کړی چې نجیب عامر پښتو کړی دی.

Mashaalradio.com 

سایوز فضايي مشن ناکامه شو

نړیوال فضايي مرکز ته تلونکې روسی سایوز راکټ چې دوه ستورمزلي پکې سپاره ول، تر الوتو لږه شېبه پس په بوسټر کې د تيکنيکي خرابۍ له کبله په قزاقستان کې بېړنۍ ناسته وکړه. نور د ګل اياز په ويډيو کې وګورئ




Pa.azadiradio.com 

د خلکو نظرونه د لور لرلو په اړه

نن د اکتوبر ۱۱ د نجونو له نړیوالې ورځې سره برابره ده . په دې اړه مو د څو تنو کابل ښاریانو نظرونه پوښتلي دي. ویډیو او ایډیټ: لیمه هادي

Mashaalradio.com 

حیات الله حيات: ټاکڼې به په شفاف ډول تر سره شي

دغه مطبوعاتي ناسته چې د پنجشنبې په ورځ د ننګرهار د رسنيو په دفتر کې وشوه، د ننګرهار والي حیات الله حیات او د افغانستان د ټاکنو د شکایاتو د کمیسیون ویاند علي رضا روحاني په کې برخه لرله.

Pa.azadiradio.com 

د روسیې او امریکا د فضايي بيړۍ په راکټ کې ستونزه وه

د روسیې او امریکا دوه کسیزه عمله بېرته هغه مهال په بېړه ځمکې ته راستنه شوه چې د فضايي بيړۍ په راکټ کې يې ستونزه رامنځته شوه. ټاکل شوې وه دوی نړيوال فضايي تم‌ځای ته لاړ شي. دا راپور د امریکا د فضايي ادارې ټلوېزیون ورکړی. روسي رسنيو د سرچينو له قوله ليکلي چې تر ستونزې وروسته دواړه ستورمزلي ژوندي دي. پلټونکي ټیمونه د قزاقستان د بايکنور مرکز شاوخوا ګومارل شوي چېرته چې تمه ده د دواړو ستورمزلو بېړۍ راکښته شي.

Pa.azadiradio.com 

د خاشقجي په اړه پر سعودي د ترکيې ټينګار!

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردغان پر سعودي عربستان ټينګار کړی چې رياض دې د ادعا ثابتولو لپاره عکسونه خپاره کړي چې ګواکې ورک شوی خبریال جمال خاشقجي په استانبول کې د سعودي له کنسولګرۍ ژوندی تللی و. خاشقجي د سعودي د سلطنت منتقد و او د اکتوبر په دوهمه نېټه هغه مهال ورک شو چې د خپلې ترکۍ کوزدې سره د واده لپاره د اسنادو په خاطر په استانبول کې د سعودي عربستان کنسولګرۍ ته ننوت. ترکي چارواکو ويلي، دوی باور لري خاشقجي په کنسولګرۍ کې دننه وژل شوی. سعودي عربستان دا ادعاوې بې بنسټه بولي او ټينګار کوي چې دا خبريال د کنسلګرۍ له ودانۍ خوندي ووت. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اڅکزی: ځواکمن هېوادونه دې افغانستان وساتي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر تور پورې کړی چې د جولای پر ۲۵مه په انتخاباتو کې درغلي شوې. محمود خان اڅکزي د اکتوبر پر اوومه د ګوند د شهیدانو ورځې په مناسبت په کوټه کې غونډې ته وویل، دا کار یوازې د یوه کس د وزیر اعظمۍ لپاره شوی. د پاکستان انتخاباتو کمېشن دا تور په بیا بیا رد کړی. اڅکزي وویل، افغانان له ۴۰ کلونو راهیسې د جګړې ښکار دي نو نړیوال ځواکمن هېوادونه دې د افغانستان پولې وساتي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

د روسیې یو لوړپوړی څېړونکی په ډزو وزل شوی

د روسیې یو لوړپوړی څېړونکی چې د اقتصادي جرايمو او اداري فساد قضيې پر مخ وړي، د مسکو په سیمه کې په ډزو وژل شوی دی. د تحقيقاتي کمېټې د مسکو څانګې روسي رسنيو ته ويلي چې ډګروال يوګينيا شيشکينا پرون په ارخانګيلسوکیوی ښار کې د خپل اپارتمان مخې ته په غاړه کې په ډزو ويشتل شوې ده. د تحقيقاتي کمېټې رئيسې اولګا ورادي وويل، مېرمن شيشکينا تهديد شوې وه او څو مياشتې مخکې يې موټر ته اور ورته شوی وو. د روسیې تحقيقاتي کميټې په اعلاميه کې ويلي چې د دې کمېټې رئيس الکساندر راستريکين د مېرمن شيشکينا د وژلو تحقيقات شخصاً په خپله په لاس کې اخېستي دي.

Pa.azadiradio.com 

د فرانسوي ژبو هېوادونو د مشرانو غونډه ایروان کې پيل شوه

د فرانسوي ژبو هېوادونو د مشرانو غونډه نن د ارمنستان په پلازمېنه ایروان کې پيل شوه. د فرانسې د ولسمشر ايمانوئل مکرون او کاناډا د صدراعظم جسټن ټروډو په ګډون د فرانکوفون نړيوال سازمان په دې غونډه کې د ګڼو هېوادونو سلګونو مشران او استازي ګډون کوي. د فرانکوفون سازمان ۴۸ کاله مخکې رامنځته شو او د نړۍ د ۵۸ هېوادونو د ۲۷۴ میليونه فرانسوي ژبو چې اکثريت یې په افريقايي هېوادونو کې دي، استازیتوب کوي. ارمنستان په ۲۰۰۴میلادي کال کې له دې سازمان سره يو ځای شو. پنځه لکه ارمنيان په فرانسه کې ژوند کوي او د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رايان: د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ د قدر وړ دي

د امریکا د کانګرس استازو جرګې رئیس وايي، د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ د قدر وړ دي.  ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د کانګرس استازو جرګې له رئیس پاول رايان او ورسره پلاوي سره وکتل په ارګ کې وکتل. په دې غونډه کې چې د چهارشنبې په ماښام جوړه شوه، د دوه اړخېزو همکاریو پر پراخولو، له ترورېزم سره مبارزه، سيمه يیز مسايل او د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتيژۍ د مثبت اغېز، د امنيتي او دفاعي سکتور د اصلاحاتو، د ولسي جرګې انتخاباتو ته د چمتوالي او... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus