Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2018

Новости за 01.10.2018

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ تازه خبرونه

ايران په سوريه کې پر سخت دريځو باليستک ميزايل توغولي دي. په اندونیزيا کې د زلزلې او سونامي په نتيجه کې سلګونو کسان وژل شوي او تر 48000 زیات بې ځایه شوي دي. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د هلمند په نادعلي کې پر افغان ځواکونو هوايي بمبار شوی

د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو هوايي بمبار شوی دی. د پولیسو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د افغان ځواکونو هغه شل کسیزه ډله د بهرنیو ځواکونو له خوا بمبار شوې چې د نادعلي ولسوالۍ په لوی مانده سیمه کې په عملیاتو بوخت وه. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، په لوی مانده کې عملیات روان دي، که څه هم هره ورځ پر وسله والو هوايي بریدونه کېږي، خو دا چې افغان ځواکونه بمبار شوي دي، څه ونه ویل. ویل کېږي چې د بهرنیو ځواکونو له خوا په بمبار شویو افغان سرتېرو کي ملي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یوې جرمنۍ محکمې بلجیم ته د یوه ایراني ډیپلومات د سپارلو موافقه وکړه

یوې جرمنۍ محکمې بلجیم ته د یوه ایراني ډیپلومات له سپارلو سره موافقه وکړه. دا ایراني ډیپلومات چې د اروپايي پولیسو له خوا یې د نیولو امر شوی، تورن دی چې د پاریس په څنډه کې یې د ایران د رژیم د مخالفو ایرانیانو په یو غونډه کې د بم ایښودنې په یوې ناکامې هڅې کې لاس درلود. د جرمني د بمبرګ عالي محکمې نن دوشنبه په یوې اعلامیې کې وویل چې بلجیم ته په ویانا کې د ایراني ډیپلومات اسدالله اسدي د سپارلو سره موافقه شوې ده. د دې اعلامیې پر بنسټ، اسدالله اسدي نه شي کولای چې د ډیپلوماتیک مصؤنیت څخه ګټه واخلي،... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د سوات فعالان له ښایسته سیمو کثافت یا ګند ټولوي

د سوات د فعالانو یوه ډله د سیمې په ښایسته سیمو کې ګرځي او له هغو ځایونو څخه هغه کثافتونه ټولوي چې سیلانیانو غورځولي وي. په دې کې زیاتره شیان له پلاسټیکه جوړ وي. دوی وايي، پلاسټیک تر سلګونه کلونو پورې په ځمکه کې پروت وي او نه حلېږي. ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: له تېرې ورځې راهیسې په عملیاتو کې ۴۵ وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د یکشنبې د ورځې راهېسې یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پوځي علمیاتو په ترڅ کې ۴۵ وسله وال وژلي او ۶ تنه یې ټپیان کړي دي. دفاع وزارت نن سهار په یوې خبرپاڼې کې وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دفاعي او امنیتي ځواکونو ۱۸ ګډ تعرضي او تصفیوي عملیات، ۱۰۴ ځانګړي کومانډویي دندې او ۱۰ هوایي بریدونه ترسره کړي دي. دغه عملیات د ملي اردو ځواکونو له خوا د هلمند، ننګرهار، نیمروز، سرپل، بدخشان، غزني، کندهار، لوګر، کندز، هرات، بغلان بدخشان او ارزګان په ولایتونو کې شوي دي. د دفاع... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مسؤلین: د ګمرکي تعرفو زیاتېدو د پکتیا سوداګر له ستونزو سره مخ کړي

د پکتیا ولایت د سوداګرۍ خونه وايي، د ګمرکي تعرفو زیاتېدلو د دې ولایت سوداګر له ستونزو سره مخ کړي دي. د دې ولایت د سوداګرۍ خونې رئیس نصیر عالمیار نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، د ګمرکي تعرفو د لوړېدو له کبله شااوخوا ۱۰۰ لارۍ صاداراتي مالونه په ډنډپټان ولسوالۍ کې درېدلې دي. د عالمیار په وینا، د ګمرکي تعرفو لوړېدو په بازارونو کې د اجناسو پر بیو هم منفي اغېزې کړې دي او د دې ولایت اوسېدونکي یې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.




Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په کشمیر کې یو هلیکوپټره په ډزو ویشتل شوې

د پاکستان تر کنټرول لاندې د کشمیر د سیمې مشر وایي چې هندي ځواکونو د کنټرل لاین له اخوا پرون یکشنبه د ده هلیکوپټر په ډزو وویشته. د ازاد کشمیر صدراعظم فاروق حیدرخان په یوه بیان کې وویل چې د هند پوځ ډزې وکړي څو داسې وښيې چې پاکستان د دوی له هوایي قلمروه سرغړونه کړې ده. خان وویل، کله چې دغه ډزې وشوې د ده ملکي هلیکوپټر د دوی په خپل هوايي قلمرو کې وه. د هند د پوځ ویاند ډګرمن دویوندر اناند Devender Anand تأیید کړه چې د هند ځمکنیو ځواکونو پرون مازدیګر پر دغې هلیکوپټر ډزې کړې وې. د هغه په وینا د پاکستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې د یوه کاندید پر مېلمستون حمله شوې ۳ کسان وژل شوي

په کونړ کې د ولسي جرګې د انتخاباتو یو کاندید وایي چې تېره شپه یې په نرنګ ولسوالۍ کې پر مېلمستون حمله وشوه او درې خپلوان یې په ډزو ووژل شول. قاري عطاالله صافي نن ازادي راډیو ته وویل چې وژل شوي یې نېژدې خپلوان وو چې په انتخاباتي کمپاین کې یې ورسره همکاري کوله. د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم دغه پېښه تأیید کړه، خو ویې ویل تر اوسه نه ده معلومه چې دغه حمله چا کړې ده. له کونړه د درې مېرمنو په ګډون ۳۱ کسانو ولسي جرګې ته ځانونه کاندید کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

اندونیزیا: نړیواله ټولنه دې له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي

اندونیزیا نن دوشنبه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په هغه ټاپو کې چې د وروستۍ زلزلې او سونامې له امله لږ تر لږه ۸۳۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، د ژغورنې او د لومړنیو موادو رسولو په چارو کې ورسره مرسته وکړي. د اندونیزیا ولسمشریوکو ویدودو Joko Widodo وویل، ژغورونکي په عاجله توګه درنو وسایلو ته اړتیا لري چې د نړېدلو ودانیو تر خاورو خښتو لاندې د بند پاتې شوېو ژوندیو کسانو پسې کېندنې وکړي. درې ورځې مخکې د ریښتر په کچه ۷،۵ درجې زلزلې او سونامي د سولاویسي ټاپو وځاپه. د اندونیزیا ولسمشر دغه راز وویل چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فاریاب لپاره جمهوري ریاست د نویو مرستو اعلان وکړ

په فاریاب کې له وچکالي ځپلو او په دې ولایت کې د انکشافي پروژو د تطبیق لپاره جمهوري ریاست د نویو مرستو اعلان وکړ. له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغان ولسمشر اشرف غني پرون یکشنبه د فاریاب له والي نقیب الله فایق سره په کتنه کې د کرنې وزارت ته سپارښتنه وکړه چې فاریاب کې له هغو کسانو سره دې چې وچکالۍ زیانمن کړي، د پنځه زره ټنو غنمو مرسته وکړي. دغه راز ولسمشر په دې ولایت کې د انکشافي پروژو د تطبیق لپاره هم د سل میلیون افغانیو د تخصیص امر وکړ. پر فاریاب سربېره د افغانستان یو شمېر نور ولایتونه هم سږني وچکالۍ ځپلي دي.

Pa.azadiradio.com 

ایران په سوریه کې پر سخت دریځو وسله والو بالسټیک توغندي ویشتي

ایراني دولتي رسنۍ وایي چې ایران په سوریه کې پر هغو سخت دریځو وسله والو چې په ایران کې د وروستۍ حملې مسوول بلل شوي، څو بالسټیک توغندي ویشتي دي. په اهواز کې د سېپټمبر په ۲۲مه پر پوځي پریډ د حملې په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او له ۶۰ زیات ټپیان شوي وو. د ایران د فارس نیوز خبري اژانس د راپور له مخې د ایراني میزائیلو په دې حمله کې چې د سوریې په ختیځ د البو کمال په سیمه کې یو کمپ په نښه شوی و، یو شمېر سخت دریځي وژل شوي دي. تهران ایراني عرب بیلتون غوښتونکي د اهواز د حملې مسوول بللي، خو د... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus