Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2018

Новости за 27.10.2018

Mashaalradio.com 

د واوري ګټ قدرتي دی؟

د امريکا خلايي تحقيقي ادارې ناسا د واورې براعظم انټارټيکا کې د واورې د یو داسې ګټ ویډیو خپره کړې ده چې د مستطيل شکل لري. نور د ګل اياز په ويډيو کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په انتخاباتو کې د میزان د ۲۸ د ستونزو تکرار

د کندهار د انتخاباتو سیمه ییز دفتر وايي چې د دوی شاه خوا ۲۰۰ کارکوونکو د امنیتي ځواکونو د ناسم چلند او د کم امتیاز له امله دندې پرېښودې. دوی د رایې اچونې په ځنډ پېلېدو لاامل همدا ستونزه یادوي. په دې اړه نور جزیات په دغه ویډیوي راپور ویډیو: محمد صادق رښتینی. ایډیټ: تمیم اخګر

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې نېږدې ۳۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد نیول شوي

په ننګرهار ولایت کې نېږدې ۳۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد نیول شوي دي. د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه‎يي موادو سره د مبارزې مدیر خالد عمر رسنیو ته وویل،دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې ۱۸ کیلو ګرامه هیروئین او ۱۰ کیلو ګرامه چرس په موټر کې تورخم او سرخ رود ولسوالۍ ته قاچاق کړي. د یادونې وړ ده چې په تېرو درېیو اوونیو کې دا څلورم ځل دی چې د ننګرهار پولیس د ګڼو قاچاق کوونکو او نشه يي موادو په نیولو کې بریالي کېږي.

Pa.azadiradio.com 

کورنیو چارو وزارت: د نشه‎يي موادو د قاچاق په تور ۶۰ تنه ونیول شو

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو د نشه‎يي موادو د قاچاقو په تور ۶۰ کسان ونیول. د کورنیو چارو وزارت له نشه‎يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره اوونۍ کې په لسو ولایتونو کې ۴۹ عملیاتونه وکړل چې په نتیجه کې يې ۶۰ تورن کسان له لسګونو کیلوګرامو نشه‎يي موادو سره ونیول. ښاغلي یادګاري زیاته کړه: "د کورنیو چارو وزارت له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو د عملیاتو په نتیجه کې بېلابېل نشه‎يي مواد نيول شوي لکه هیروئین، چرس،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له بلخه هند ته د هیروئینو د قاچاقو پر مهال ۲ تنه نیول شوي

د بلخ ولايت له هوايي ډګر څخه هند ته د هیروئینو د قاچاقو پر مهال دوه تنه ونیول شول. په هغه خبرپاڼه کې چې د بلخ د هوايي ډګر سرحدي پولیسو رسنیو ته لېږلي راغلي چې دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې څلور کیلو ګرامه هیروئین په خپلو سفري بکسونو کې د بلخ هوايي ډګر له لارې هند ته قاچاق کړي. د یادونې وړ ده چې په‎دې وروستیو میاشتو کې بهر ته د هېواد له هوايي ډګرونو څخه د نشه‎يي موادو قاچاق ډېر شوی او تر اوسه پورې له پنځوسو څخه ډېر کسان د نشه‎يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان پولیسو لسګونه لېټره الکولي مشروبات نیولي

د بدخشان ولایت پولیسو لسګونه لېټره الکولي مشروبات نیولي دي. د بدخشان ولایت له نشه‎يي موادو سره د مبارزې د کشف امر نثار احمد جهانګیر رسنیو ته وویل چې دوی په کِشم ولسوالۍ کې ۳۲۹ بوتله الکولي مشروبات په داسې حال نیولي چې په دوو موټرو کې د تخار ولایت له ینګي کلا ولسوالۍ څخه بدخشان ته قاچاق کېدل او په‎دې تور یې دوه تنه هم نیولي دي. د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ د بدخشان پولیسو تر سل بوتله ډېر الکولي مشروبات دې ولایت ته د قاچاقو پر مهال نیولي دي.

Pa.azadiradio.com 

په نیمروز زر کیلو ګرامه نشه‌يي مواد وسوځول شول

په نیمروز ولایت کې نېږدې زر کیلو ګرامه نشه يي مواد وسوځول شول. د نیمروز والي سید ولي سلطاني د دې موادو د سوځولو پر مهال وویل، د تېر یوه کال په بهير کې په مرکز او ولسواليو کې بېلابېل نشه يي مواد نيول شوي چې قاچاق کوونکو غوښتل د نیمروز ولایت له لارې يې ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کړي. په‎دې موادو کې ۵۲۶ کیلو ګرامه هیرویین، ۵۴ کیلو ګرامه تریاک، ۳۰۰کیلو ګرامه امفیتامین یا کرسټال، ۲۳۲ کیلو ګرامه چرس او تر پنځه سوه کیلو ګرامو ډېر جامد او مایع کېمیاوي مواد هم نیول شوي وو. د يادونې وړ ده چې افغان ځواکونو... Читать дальше...




Mashaalradio.com 

د سي این جي په قېمت کې د زیاتوالي پرضد احتجاج شوی دی

د پېښور ، مومندو او شوقدر د موټرو چلوونکو د سي این جي پمپونو د مالکانو لخوا په قېمتونو کې د زیاتوالي خلاف احتجاج کړی دی. دوي وايي ، په یوه شپه د سي این جي په قېمت کې د لسو روپیو زیاتوالی دوي ته د منلو وړ نه دی.

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه چین ته د جلغوزیو صادرات پیلېږي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د چین او افغانستان ترمنځ د هوايي دهلېز په پرانيستل کېدو سره به هغه هېواد ته له افغانستانه د جلغوزیو صادرات هم پيل شي. د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د ياد هوايي دهلېز په پرانيستل کېدو سره به د چین ترڅنګ يو شمېر نورو هېوادونو ته هم د افغانستان جلغوزي صادر شي. د ده په خبره، د جلغوزیو د صادراتو د دغه بهیر په پيلېدو سره به د افغانستان جلغوزي د افغانستان په نوم په مسقیم ډول چین ته صادر شي. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مټېس: روسیه په منځني ختیځ کې د امریکا ځای ناستې نشي کېدای

د امریکا دفاع وزیر جیمز مټېس عرب مشرانو ته ویلي چې روسیه په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو ځای ناستې نشي کېدای. مټېس د اکتوبر په ۲۷ مه د بحرین په پلازمېنې مانامه کې یوې غونډې ته وویل چې په منځني ختیځ کې د روسیې حضور په دغه سیمه کې د امریکا د تلپاتي، باثباتې او روښانې ژمنې ځای نشي نیولای. دا خبرې په داسې مهال شوي چې ټاکل شوې، نن ناوخته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په استانبول کې د فرانسې، جرمني او ترکیې له مشرانو سره وګوري او په سوریې کې د اووه کلنې کورنۍ جګړې لپاره د یوې تل پاتې سیاسي حل لارې پر لارو چارو خبرې وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تېر په پرتله سږ کال په کندهار کې د انارو تولیدات زیات شوي

د کندهار ولایت د کرنې ریاست وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال په دغه ولایت کې د انارو تولیدات زیات شوي دي. د دغه ولایت د کرنې رئیس سید حفیظ الله سعیدي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال په کندهار ولایت کې انار د کيفیت او کیمیت له پلوه ډېر ښه وو او تر دې مهاله له کندهاره څه باندې ۲۶ زره ټنه انار پاکستان، متحده عربي اماراتو، ایران او هندوستان ته صادر شوي دي. د نوموړي په خبره، ټاکل شوې چې روان کال په دغه ولایت کې له باغونو ۱۵۰ زره مټریک ټنه انار راټول او بهر ته صادر شي. د ښاغلي سعیدي د معلوماتو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د ننګرهار په خوګیاڼو کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي

د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او د وسلو او مهماتو یوه زېرمه له منځه وړل شوې ده. د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتره په یوه اعلامیه کې راغلي چې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د خوګیاڼو ولسوالۍ په خلقداد سیمه کې عملیات کړي دي. اعلامیه زیاتوي، په دې عملیاتو کې چې درې ساعته یې دوام کړی، د ماینونو او نورو وسلو او مهماتو زېرمه له منځه وړل شوې ده او په دې تړاو اووه تنه مشکوک کسان ژوندي بیول شوي دي. اعلامیه د ملي امنیت د ځواکونو په حواله لیکي چې په دې پېښه کې امنیتي منسوبینو او ولسي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په کندهار کې د ولسي جرګې لپاره انتخابات وشو

د افغانستان په کندهار ولايت کې نن د اکتوبر پر ۲۷مه د ولسي جرګې د ۱۱ څوکیو لپاره انتخابات تر سره شو. د رایو اچولو مرکزونه تر څلورو بجو د خلاصو ساتلو امر شوی وو.

Pa.azadiradio.com 

کندهار، ښځې او د رأیې ورکونې پروسه

په کندهار ولایت کې ښځو هم له خپل سیاسي ګډون څخه ګټه واخيسته محمد صادق رښتینی د رأیې ورکونې یو مرکز ته ورغلی دی. ايډېټ:تمیم اخګر

Pa.azadiradio.com 

کندهار، ښځې او د رائې ورکونې پروسه

په کندهار ولایت کې ښځو هم له خپل سیاسي ګډون څخه ګټه واخېسته محمد صادق ریښتنی د رایې ورکونې یو مرکز ته ورغلی دی. اېډیټ:تمیم اخګر


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus