Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2018

Новости за 26.10.2018

Mashaalradio.com 

د وطن اتلان د ټول افغان ولس اتلان دي: خوست لمانځغونډه

د خوست د ولایتي شورا غړي، روڼ اندي او قومي مخور وايي، دا هېواد هغه مهال له شته ستونزو او ناخوالو څخه راوتلی شي، چې افغانان په صادقانه ډول په خپلو کې یو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړي، یو بل وزغمي او پردیو ته اجازه ورنکړي، چې په دوی کې تفرقې واچوي.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټودیو - د نړۍ مهم خبرونه

په کندهار کې د ولسي جرګې انتخابات دا دی په یوې اوونۍ ځنډ همدا شنبه کیږي، ملګرو ملتونو ویلي جمال خاشقجي د سعودي عربستان د یوه خپلسري اعدام قرباني شو او د پاراګوای یوه ښایسته پیغله د ښکلا ملکه شوه. ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Mashaalradio.com 

ژرندې په ورکېدو دي

د اوړو وړولو لپاره د جدیدې ټېکنالوژۍ له راتلو سره سم په پښتونخوا کې تر ډېره د ژرندو چل په ختمېدو دی خو ورسره د ژرندې د اوزارو ژبه هم ورکېږي. د مشال راډيو خبریال شاهنواز اوکزي له یوه ځايي کس ایاز خان سره د صوابۍ په توتیالۍ کلي کې د یوې ژرندې لیدو ته ورغلی.

Mashaalradio.com 

کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې

د افغانستان په کندهار ولايت کې په یکشنبه د ولسي جرګي انتخاباتو لپاره رايي اچول کېږي. د دغه ولایت ټاکنې د اکتوبر پر ۱۸مه نېټه پر جنرال عبدالرازق او جنرال مومین حسېنحېل تر برید وروسته تر یوې اونۍ ځنډول شوې وې. هلته ولس وايي، د ستونزو باوجود به رايي اچوي. نور د ګل اياز په ويډيو کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

انتخابات، پراخ ګډون، ګواښونه او ستونزې

تر دې دمه څلور میلیون افغانانو د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ګډون کړی او ټاکل شوې چې د کندهار خلک به هم د شنبې په ورځ په دې بهیر کې رایې ورکړي خو په نورو ولایتونو کې د رایو د شمیر او د شکایتونو د څېړنې بهیر روان دی. ایدیت: تمیم اخګر

Pa.azadiradio.com 

بولټون: امریکا د ګرجستان د ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ درناوی کوي

د امريکا د ملي امنیت رئیس جان بولټون وايي، واشنګټن د مسکو پر وړاندې د روسیې او ګرجستان تر منځ د ۲۰۰۸میلادي کال د جګړې په خاطر ټول هغومره بنديزونه لګولي وو چې ورته اړتيا وه. بولټون په تبلسي کې د ګرجستان له لوړپوړو چارواکو سره تر خبرو وروسته د جمعې په ورځ خبريالانو ته وویل چې امریکا د ګرجستان د ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ درناوی کوي. ګرجستان د ۲۰۰۸میلادي کال په اګسټ مياشت کې له روسیې سره د جګړې پرمهال په جنوبي اوسيتيا او ابخازیا کې پر جلا شوېو سیمو کنټرول له لاسه ورکړ. روسيه د جنوبي اوسيتيا او ابخازیا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د لوګر چارواکي: په مرکز پل علم کې ۲ طالب وسله وال وژل شوي

د لوګر ولايت امنيه قومانداني په دې ولايت کې د دوو طالب وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي. د دې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي نن په يوه اعلامیه کې ويلي چې د جهادمل او جمعه دين په نوم دوه طالبان پرون د لوګر د مرکز په دوشنبې سیمه کې په هوايي حمله کې ووژل شول. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Pa.azadiradio.com 

اردوغان: سعودي دې د وژل شوي خبريال جمال خاشقجي د مړي ځای وښيې

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان له سعودي عربستان څخه وغوښتل چې د وژل شوي خبريال جمال خاشقجي د مړي ځای دې وښيې. اردوغان وویل چې رياض بايد په ترکيه کې د هغو کسانو نومونه افشا کړي چې د خاشقجي مړی یې له سعودي اجنټانو څخه وروسته له هغه واخېست چې هغه د اکتوبر په دوهمه نېټه په استانبول کې د سعودي عربستان په کنسولګرۍ کې ووژل شو. نن د جمعې په ورځ د ترکيې په پارلمان کې د واکمن ګوند غړيو ته په وينا کې اردوغان وويل چې ترکيه په سعودي کنسولګرۍ کې د خاشوقجي د وژل کېدو په اړه نور معلومات او شواهد هم لري. اردوغان... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

مومند احتجاج: فاټا کې به پولیس تاڼې د ولس په خوښه جوړېږي

په پنجشنبه په مومندو کې ملکانو او مشرانو هلته د سرکار لخوا د تاڼو جوړولو او سیمې ته د مردان پولیسو مشر محمد علي ګنډه پور د ورتلو پرضد احتجاج کړی او تر مازیګره یې پېښور او کراچۍ ته تلونکې لویه لار تړلې وه. د اکتوبر ۲۶مې نېټې په ورځ د میاغونډۍ بازار په جوماتونو کې اعلانونه وشول چې ټول وګړي دې د چاندې بازار ته راشي او د ټاڼو پرضد د ملکانو رابلل شوې احتجاجي جرګه کې دې ګډون وکړي.




Pa.azadiradio.com 

د وژل شوي سعودي خبريال جمال خاشقجي زوی امريکا ته رسېدلی

د وژل شوي سعودي خبريال جمال خاشقجي زوی امريکا ته رسېدلی. مخکې د سعودي عربستان مشرتابه پر ده د سفر کولو بنديز لګولی و خو اوس هغه بنديز لېرې شو. صلاح بن جمال خاشقجي د پنجشنبې په ماښام امریکا ته ورسېد. «سي.اېن.اېن» ټلوېزیون په‎دې اړه راپور ورکړی. دی د سعودي عربستان او امریکا دوه تابعیته لري، خو څو مياشتې مخکې يې پر پاسپورټ د سفر بنديز لګول شوی وو. امریکا ته تر سفر مخکې د سعودي عربستان له شهزاده محمد بن سلمان سره د ده عکسونه خپاره شول چې ورسره ستړې مشې کوي. سعودي منلې چې د صلاح پلارجمال خاشقجي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دين محمد: د مسکو غونډه د راتلونکې اوونۍ پای ته تر رسېدو مخکې جوړېږي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه د راتلونکې اوونۍ پای ته تر رسېدو مخکې جوړېږي. د سولې د عالي شورا مرستيال عزيزالله دين محمد نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دې غونډې د نتايجو په اړه خوشبیني څرګنده کړه. نوموړی وايي: "د افغانستان له‎خوا د ګډون په اړه تفاهم شوی او افغانستان هم په‎دې غونډه کې ګډون کوي. لکه څنګه چې اورو ډېری لوري به په‎کې ګډون لري او تمه لرو چې ښه نتايج ترلاسه کړو." ټاکل شوې وه چې د افغانستان د سولې په اړه د مسکو غونډه د سېپټمبر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په مسکو کې د افغانستان د سولې لپاره غونډه جوړېږي

تمه ده چې په مسکو کې د افغانستان د سولې لپاره راتلونکې اوونۍ غونډه جوړه شي. د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد نن ازادي راډیو ته وویل چې دې غونډې ته خوشبینه دی. روسي رسنیو تر دې مخکې داسې راپورونه ورکړي وو چې په دې غونډه کې به د طالبانو استازي هم برخه واخلي. تردې مخکې روسیې غوښتل چې دا غونډه د سېپټمبر په څلورمه جوړه شي، خو هغه وخت د افغانستان او امریکا استازیو په دې غونډه کې له ګډونه ډډه وکړه او افغان ولسمشر اشرف غني د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره پر ټیلیفون... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم عمران خان راتلونکې اوونۍ چين ته ځي

ټاکل شوې ده د پاکستان صدراعظم عمران خان راتلونکې اوونۍ چين ته سفر وکړي. دا په داسې حال کې ده چې دی اوس هم د خپل هېواد د ضعيفه اقتصاد د ښېګړې په خاطر هلې ځلې کوي. روانه اوونۍ ده سعودي عربستان ته د سفر پر مهال د پاکستان د بودجې د کسر د بحران لپاره شپږ میلیارده ډالره فنډ تر لاسه کړ. ده د چهارشنبې په ورځ په يوه ټلوېزيوني وينا کې وويل چې هدف يې د نړیوال وجهي صندوق څخه د پور کچه راټيټول دی. د پاکستان مخ پر ځوړ مالي وضعيت اندېښنې راپورته کړي چې له چين سره د یوه سړک یوه کمربند پراخې پروژې سکڼلو ته اړتيا شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکیې د «S-۴۰۰» ‌‌ډوله روسي توغندیو د نصبولو چارې پیل کړي

د ترکیې د دفاع وزیر وايي، په دې هېواد کې به د راتلونکي کال په اکټوبر میاشت کې د الوتکو ضد ایس - څلور سوه ‌«S-۴۰۰» ‌‌ډوله روسي توغندیو د نصبولو چارې پیل شي. د انادولو دولتي خبري اژانس د ترکیې د دفاع د وزیر هولوسي اکار له خولې راپور ورکړی چې انتخاب شوی پرسونل به د روزنې لپاره د ۲۰۱۹ میلادي کال په پیل کې روسیې ته واستول شي. د روسیې د وسلو د صادراتو دولتي شرکت روسو بورن ایکسپورټ «Rosoboronexport) د روان کال د اګسټ په میاشت کې اعلان کړی و چې ترکیې ته به د الوتکو ضد اېس څلور سوه ډوله پرمختللو توغندیو د رسولو چارې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې پیل کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په اردن کې سیلابونو ۱۸ زده کوونکي او ښوونکي وژلي دي

په اردن کې چارواکي وايي، مړه سمندرګي ته نېژدې، د سختو بارانونو له کبله راوتلو سیلابونو د یو منځني ښوونځي لږ تر لږه ۱۸ زده کوونکي او ښوونکي وژلي دي. دوی وايي، ډېر وژل شوي هغه ماشومان دي چې عمرونه یې له ۱۴ کلنۍ ښکته وو. ویل کېږي چې په سیمه کې د ژغورنې د لویو عملیاتو په ترڅ کې چې هلیکوپټرې او لامبو وهونکي په کې شامل دي، ۳۴ کسان د سیلاب له اوبو ژغورل شوي دي. د اسرائیلو پوځ ویلي دوی هم د اردن د حکومت په غوښتنه د ژغورنې یوه ډله استولې ده. چارواکي وايي، د منځني ښوونځي ۳۷ زده کونکي او دوی ۷ ښوونکي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سخروف معتبره جایزه اولېح سېنسوف ته ورکړل شوه

د اروپا پارلمان پرون پنجشنبه د اکټوبر ۲۵مه ، د فکر د ازادۍ لپاره د سخروف معتبره جایزه اوکرایني فلم جوړونکی اولېح سېنسوف ته ورکړه. د اروپايي پارلمان مشر انتونیو تیاني وویل: "ما ته د دې اعلان ویاړ را په برخه شوی چې د اروپا د پارلمان د سیاسي ګروپ کنفرانس پرېکړه کړې چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د سخروف جاېزه اولېح سېنسوف ته ورکړي." اولېح سېنسوف په خټه د کرېميا دی. هغه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې چې روسیې په زور د کرېمیا ټاپو وزمه له اوکراینه جلا او له ځان سره الحاق کړه، د مخالفت غږ اوچت کړ. سېنسوف په روسیه کې زنداني دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سولې عالي شورا: ملاعبدالغني برادر د "اعتماد "وړ سړی دی

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، ملاعبدالغني برادر د "اعتماد "وړ سړی دی. د دې شورا غړي، قاضي محمد امین وقاد پرون پنجشنبه د اکټوبر ۲۵مه، ازادي راډیو ته وویل، ملاعبدالغني برادر کولای شي چې د سولې لپاره په روانو هڅو کې د طالبانو او نړیوالې ټولنې لپاره د باور وړ منځګړی شي. وقاد وویل، د ملابرادر د ازادۍ د خبر هرکلی کوي او هلته د هر افغان بندي ازادي غواړي. اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وړمه ورځ د پاکستان د استخباراتو د ادارې د چارواکو په حواله ویلي چې ملاعبدالغني برادر د ډېرو مذاکرو او خبرو په پایله کې خوشې شوی دی. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus