Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2018

Новости за 24.10.2018

Pa.azadiradio.com 

د ملي اردو په لیکو کې د جنسي ځورونې د مخنیوي پالیسي ترتیب شوې

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د ملي اردو په لیکو کې د جنسي ځورونې د مخنیوي پالیسي يې ترتیب کړې ده. د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید ازادي راډیو ته وویل، دغه پالیسي به د ملي اردو په لیکو کې د ښځو او نجونو د حقونو د ساتنې او مصوونیت لپاره یو ګټور اقدام دی. د نوموړي په وینا دغه پالیسي ښځې او نجونې هڅوي چې د ملي اردو لیکو سره یو ځای شي. ښاغلي جاوید همدا شان زیاته کړه چې دا مهال د ملي اردو په لیکو کې د جنسي ځورونې بحث صفر ته رسېدلی.

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستوډيو - د نړۍ مهم خبرونه

د امريکا د بهرنیو چارو وزیر مايک پومپيو وايي: پاکستان ته يې واضح ويلي او تر دې نور څرګنده نشي ورته ويلای چې تروريستانو ته دې پټنځایونه نه ورکوي. د امريکا د ماليې وزارت او یو شمېر عربي هیوادونو په ګډه د ځينو افغان طالبانو نومونه په تور لیست کې شامل کړل.

Pa.azadiradio.com 

صیاد: د ولسي جرګې د انتخاباتو رأی شمېرنه به شفاف ترسره شي

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې د ولسي جرګې د انتخاباتو رأی شمېرنه به شفاف او جدي ډول ترسره شي. د دغه کمېسیون مشر ګلا جان عبدالبدیع صیاد نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې هڅه کوي تورې او سپینې رأی سره بیلې کړي. د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د شنبې او یکشنبې په ورځ له کندهار او غزني پرته د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې ترسره شول. د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مسوولینو په خبره شاوخوا څلور میلیونه کسانو خپلې رأی وکارولې. ټاکل شوې د راتلونکې شنبې په ورځ په کندهار کې ټاکنې وشي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسلام‌اباد د کندهار د پېښې په اړه د افغان ولسمشر ادعا رد کړه

اسلام‌اباد د افغان ولسمشر هغه ادعا چې وایي، د کندهار پر امنیه قوماندان جنرال رازق برید په پاکستان کې پلان شوی وو، رد کړه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن ویلي چې تر اوسه له پاکستان سره د دې ادعاوو د ثابتولو لپاره قوي شواهد او استخباراتي معلومات نه‌دي شریک شوي. تر دې یوه ورځ دمخه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې د کندهار پر پخواني امنیه قوماندان د تېرې اوونۍ برید په پاکستان کې طراحي شوی دی. د اکټوبر پر ۱۸مه یوه کس چې پوځي یونیفورم‌یې اغوستی و په کندهار کې د یوې امنیتي غونډي پر مهال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسلام اباد د کندهار د پېښې په اړه د افغان ولسمشر ادعا رد کړه

اسلام اباد د افغان ولسمشر هغه ادعا چې وایي، د کندهار پر امنیه قوماندان جنرال رازق برید په پاکستان کې پلان شوی وو، رد کړه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن ویلي چې تر اوسه له پاکستان سره د دې ادعاوو د ثابتولو لپاره قوي شواهد او استخباراتي معلومات نه دي شریک شوي. تردې یوه ورځ دمخه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې د کندهار پر پخواني امنیه قوماندان د تېرې اوونۍ برید په پاکستان کې طراحې شوي دي. د اکتوبر پر ۱۸مه یوه کس چې پوځي یونیفورم یې اغوستی و په کندهار کې د یوې امنیتي غونډي پر مهال د... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

سعودي د پاکستان مرکزي بانک کې درې بیلیونه ډالر ږدي

سعودي عرب هوکړه کړې چې له اقتصادي کړکېچه د راوتو لپاره به د پاکستان په مرکزي بانک کې درې بیلیونه ډالره ږدي او پر دې هم رضا ښودلې چې پاکستان ته د درېوو کلونو لپاره د درې بیلیونه ډالرو تېل ورکړي او پیسې ترې بیا وروستو واخلي.




Pa.azadiradio.com 

د کراچۍ پولیس له سیمه ییزو اوسیدونکو سره لاس او ګریوان شوي

د پاکستان د کراچۍ ښار پولیس له هغو سیمه ییزو اوسیدونکو سره لاس او ګریوان شوی چې د حکومتي کارکوونکو لپاره له جوړو شوېو کورونو څخه د دوی د وتلو له کبله اعتراض کوي. ټلوېزیوني انځورونه ښیې چې پولیس افسران د اکتوبر پر ۲۴ له خپلو برقي ډنډو سره له خلکو سره ښکېل دي. اعتراض کوونکو پولیس په ډبرو ویشتل او څلور تنه یې ژوبل کړل. دا خبره د پولیسو یوه ویاند کړې ده. د سند وزیر اعلی مراد علي شاه وروسته له سیمې څخه د پولیسو د وتلو امر کړی دی. ځینې راپورونه وایي، په دې شخړو کې د دواړو لورو لږ تر لږه ۱۲ تنه ټپیان شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار چارواکي: د جلال‌اباد-تورخم لویه لاره بېرته پرانیستل شوه

د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، د جلال‌اباد-تورخم لویه لاره د ټرافیکو پر مخ بېرته پرانیستل شوې ده. د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکو د هغه څه په اعتراض دا لاره تړلې وه چې ګواکې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د دې ولسوالۍ ملکي وګړي وژل شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې د سیمې د مشرانو په منځګړیتوب دا لاره پرانیستل شوه. ښاغلي خوګیاني زیاته کړه: "د ننګرهار د امنیتي مسؤلینو او قومي مشرانو ترمنځ بحث دوام لري، تر هغه وروسته به د تلفاتو د شمېر او هویت په... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

شمالي وزیرستان کې د تېلو لټون چینايي کمپنۍ څلور کارکوونکي وژل شوي

پاکستاني چارواکي وايي نامالومو وسله والو په شمالي وزیرستان کې د یو چینايي کمپنۍ څلور کارکوونکي وژلي دي. دې چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط د سه شنبې په ماښام مشال راډیو ته وویل چې دا درې چیني او یو ځايي وګړی د اکتوبر پر ۲۲مه د افغانستان پولې ته نژدې په سپین وام سیمه کې وژل شوي دي. د دوي په وینا ، دا کسان هغه مهال وژل شوي چې دوي هلته د تېلو او ګېسو په میندلو پسې وتلي وو. د ځايي چارواکو او خلکو په وینا ، تېره اونۍ هم د یادې کمپنۍ دوه نور غړي تښتول شوي وو چې یو یې خوشی شوی او بل لا هم ورک دی. چا تر اوسه د دې پېښې زمه واري نده منلې.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus