Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2018

Новости за 17.10.2018

Mashaalradio.com 

شهباز شریف په امنیتي بدرګه کې د قامي اسمبلۍ غونډې ته ولاړ

د پاکستان مسلم لیګ ن او په پارلېمان کې د اپوزیشن مشر شهباز شریف نن چارشنبه په امنیتي بدرګه کې د قامي اسمبلۍ غونډې ته ولاړ. نننۍ غونډه د متحده اپوزیشن په غوښتنه رابلل شوې. دوی تور پورې کوي چې حکومت له اپوزيشنه د سياسي انتقام اخیستو په هدف د مسلم ليګ (ن) مشر شهباز شريف نيولی دی. پر نوموړي تور دی چې د ۱۴ اربه روپیو ارزښت لرونکې اشیانه اقبال هاوسینګ سکیم کې یې درغلۍ کړې دي خو نوموړی دا تور نه مني.

Mashaalradio.com 

مومندو کې ماشومانو ته د شري ټیکې ورکول کېږي

د مومندو په ګډون په ټول هېواد کې ماشومانو ته د شري ناروغۍ ضد ټیکو لګولو درې ورځنی مهم نن چارشنبه پیل شو. د چارواکیو په وینا په ټوله پخوانۍ فاټا کې به نهه لاکه درې سوه څلوېښت ماشومانو ته ټیکې لګول کېږي. د شاهنواز ترهکزي ویډیو

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه

د افغانستان د ولسي جرګې نوماندانو د انتخاباتي کمپاين وخت نن ماخستن پر دوولس بجې پای ته رسيږي. د امريکا د بهرنیو چارو وزير نن ترکيې ته تللی. دا او نور مهم خبرونه د ماښام پر اتو بجو له پيشګام تلویزيونه هم خپريږي.

Pa.azadiradio.com 

مظاهره کوونکو په پلخمري کې د کابل مزار لویه لار وتړله

د اتو وژل شویو پولیسو خپلوانو او د بغلان یو شمېر اوسېدونکو په مظاهره لاس پورې کړ او د کابل مزار لویه لار یې د ټرافیکو پر مخ وتړله. په دې اړه د بشیر احمد غزالي دغه ویډیويي راپور دلته کتلای شئ. ایډېټ: تمیم اخګر.

Pa.azadiradio.com 

لسګونو اعتراض کوونکو د کابل شمال لویه لاره تړلې

د بغلان د پلخمري لسګونو اوسېدونکو د پلخمري د شمال باغ په سیمه کې د یوې امنیتي پوستې د ټولو سرتېرو د وژل کېدو په اعتراض کې د کابل شمال لویه لاره تړلې ده. د وژل شویو اتو سرتېرو خپلوانو دغه مړي پر دې لویه لاره ایښي او اعتراضونه یې دوام لري. یو شمېر اعتراض کوونکي ادعا کوي چې دغو سرتېرو ته چې له طالبانو سره په شپږ ساعته جګړه کې ټپیان شوي وو، پوځي ملاتړ ونه رسېد او حتی د دوی په خبره، د دولت له لوري د توپ مرمیو له کبله وژل شوي دي. دی وایي: "د سهار تر څلورو بجو پر دوی عملیات روان وو، بالاخره په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګو په چک کې ۱۰ طالبان او ۳پولیس وژل شوي

د میدان وردګ په چک ولسوالۍ کې ۳ افغان سرتېري او لس طالبان وژل شوي دي. د میدان وردګ د والي ویاند عبدالرحمن منګل نن آزادي راډیو ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په چک ولسوالۍ کې پر یو شمېر امنیتي پوستو ډله ییز برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو د مقاومت په نتیجه کې بېرته تر شا شول.  ښاغلی منګل وایي، دغې جګړې یو ساعت دوام وکړ. افغان چارواکي د طالبانو هغه ادعا ردوي چې وایي، د تېرې شپې په برید کې دریو امنیتې پوستو سقوط کړی دی.




Pa.azadiradio.com 

د شنبې په ورځ څوک رایه ورکوي؟

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکې د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه ضدو نقیض نظرونه لري. ټاکل شوي د ولسي جرګې انتخابات د شنبې په ورځ تر سره شي. دا چې څوک به رایه ورکړي او کنه لیمه هادي له یوشمېر کابل ښاریانو سره غږیدلي ده.

Pa.azadiradio.com 

د عمان په مرکز مسقط کې د هاکي چمپینز ټرافۍ سیالۍ پيلېږي

ټاکل شوې سبا پنجشبه د عمان په مرکز مسقط کې د هاکي چمپینز ټرافۍ سیالۍ پيل شي. د ورکړل شوېو معلوماتو له مخې د دغو سیالیو په لومړۍ ورځ دوه لوبې ترسره کېږي چې لومړۍ لوبه به د جاپان او مالیزیا ترمنځ او دوهمه لوبه به د هندوستان او کوربه عمان ترمنځ وشي. په دغو سیالیو کې د شپږو هېوادونو مالیزیا، جنوبي کوریا، جاپان، هندوستان، پاکستان او عمان لوبډلې شاملې دي. هندوستان به په دغو سیالیو کې له خپلې اتلولۍ نه دفاع کوي. دغه سیالۍ به د اکتوبر په ۲۸ نېټه پای ته ورسېږي.

Mashaalradio.com 

د جنسي تېري ښکار زېنبې قاتل زندۍ کړل شو

د پاکستان پنجاب صوبې په قصور ښار کې تر جنسي تېرې پس د وژل شوې شپږ کلنې زېنبې قاتل عمران علي ته د لاهور په کوټ لکپت زندان کې نن د چارشنبې ګهیځ پانسۍ ورکړل شوه.

Pa.azadiradio.com 

افغان غوره لیګ: د بلخ او ننګرهار لوبډلې نن په خپلو کې لوبېږي

د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ د سیالیو په لړ کې ټاکل شوې چې نن چهارشنبه د بلخ او ننګرهار لوبډلې په خپلو کې د یو بل په وړاندې لوبه وکړي. دا شل اورېزه لوبه به د افغانستان په وخت مازیګر څلور نیمې بجې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې پیل شي. تردې مخکې د بلخ لوبډلې په تېرې لوبې کې پکتیا لوبډلې ته ماتې ورکړې ده او د ننګرهار لوبډلې بیا د پکتیا لوبډلې له خوا ماتې خوړلې ده. د تیرې شپې لوبه چې د کابل او کندهار ترمنځ وه، کابل وتوانېده چې په وروستي اوور کې ۱۵۳ ټاکلی هدف پوره کړي.

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د جمناسټیک سیالۍ پیل شوې

په کابل کې د جمناسټیک سیالۍ پیل شوې. دغه سیالۍ د بدني روزنې او سپورټ ریاست له خوا په لاره اچول شوي چې د کابل ښار د ۲۵ جمناسټیک کلپونو ۱۵۰هلکان او نجونۍ ګډون لري. سیالۍ به په درېیو کټه ګوریو کې د دوو ورځو لپاره ترسره شي. د بدني روزنې او ورزش ریاست په وینا د دغو سیالیو هدف د کابل منتخب ټيم ته د غړیو ټاکل ښودل شوي دي. د یادو سیالیو په پایله کې ۶۰ غوره لوبغاړي د کابل منتخب تیم ته معرفي کېږي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي معین له خپلې دندې استعفا وکړه

د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي معین حکمت خلیل کرزي له خپلې دندې استعفا وکړه. ښاغلي کرزي ولسمشر ته په خپله استعفا لیک کې ویلي چي ترجیح ورکوي د خپلو خلکو ترڅنګ ووسېږي او دا چې په ملي وحدت حکومت کې د موجودو اختلافاتو له کبله استعفا کوي. د حکمت خلیل کرزي په خبره دغو د نظر اختلافونو د ده لپاره کاري فضا محدوده کړې او د افغانستان د خلکو د لومړنیو حقونو د دفاع په برخه کې یې د ده د کار پر دوام منفي اغېز کړی دی. په دې وروستیو کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هم د ورته دلایلو له کبله له خپلې دندې استعفا کړې وه.

Mashaalradio.com 

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو له تړلو پر سوداګرۍ او ولسي ژوند اغېز؟

د مشال تر رڼا لاندې کې د پاکستان د سوداګرو اتحاديې د راتلونکې کال لپاره ټاکل شوي مشر دارو خان اڅکزي، په جلال اباد کې د ننګرهار د سوداګرۍ خونې خدمتي مرستيال نجيب الله صاحبزاده او د کرمې د تري منګل يو مشر حاجي عبدالرحيم منګل د مشال تر رڼا لاندې بحث ميلمانه دي.

Mashaalradio.com 

پي ټي اېم: سوات کې پوځي چاوڼۍ نه منو

په سېشنبه پښتون ژغورني غورځنګ په سوات کې د پوځي چاوڼۍ جوړولو او په سرکاري سکولونو کې د امنیتي ځواکونو دېره کولو پرضد لاریون وکړ. لاریونوالو غوښتنه کوله چې د ولس د کر کروندې مځکې دې هم پرېښودل شي. د مشال راډیو ویډيو


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus