سرچینه: په هرات کې یوه افغان سرتېري یو امریکایي سرتېری وژلی
په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، د دې برید انګېزه لا روښانه نه ده.
یوه بل امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، هرات کې د ازادي راډیو سیمه ییز خبریال ته ویلي، بریدکوونکی سرتېری نیول شوی او د هليکوپټر په وسیله یو بل ځای ته انتقال شوی دی.
پېښه نن ماسپښین په شینډنډ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.