Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2024

Новости за 31.08.2024

Mashaalradio.com 

فرانسوي کروندګر په روباټ د باغونو میوه شوکوي

د فرانس لورېن سیمه کې په خوا او شا ۵۰۰۰ (پنځه زره) جیربه زمه د یورپي الوچې یا الوبخارې باغونه ده. د دې باغونو مالکان وايي چې د میوې شوکولو لپاره د جدیدو روبوټونو استعمال یې نه یوازې په لږ وخت کې ډیر کار کوي بلکې د هرې دانې د شوکولو سره د هغې تفصیلي معلومات هم ثبتوي چې ورڅخه په اینده کې دوی د باغونو د خسمانې لپاره ګټه پورته کولی شي. په دې هکله تفصیل په دې رپورټ کې وګورئ چې منورشاه د اې ایف پي له ویډیو جوړ کړی دی.

Mashaalradio.com 

د سیند او بلوچستان په ساحلي سیمو کې د توپاني باران خبرداری ورکړل شوی دی

د پاکستان موسمياتي محکمې د بلوچستان په ساحلي علاقو کې د توپان او د سيند صوبې کراچۍ په ګډون نورو برخو کې د سختو بارانونو خبرداري ورکړي دي. د موسمیاتو محکمې مشر سردار سرفراز د اګست پر ۳۰مه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې له کراچۍ ۱۷۰ کلوميټره لرې سمندري توپان جوړ شوی دی او د جنوب ختيځ پر لور دی. د دوي په وينا له دې سره په کراچۍ کې روان بارانونه به نور تيز شي خو توپان د بلوچستان او عمان اړخ ته دی او په هغو سيمو کې د زياتو بارانونو امکان دی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ




Mashaalradio.com 

د پاکستان د بشري‌ حقونو کمېشن د جبري لادرکیو پرضد لاریون کړی

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن له خوا د جبري ورک شويو کسانو نړيوالې ورځې په مناسبت په کراچۍ کې د شوي لاریون پر مهال غوښتنه شوې چې په زور لادرکه کول دې جرم وګڼل شي. د اګست ۳۰مې په لاریون کې د بې درکه بلوڅانو، سنديانو او نورو خلکو د کورنيو غړو او بشري حقونو فعالانو برخه اخيستې وه. د نیاز علي رپورټ وګورئ

Mashaalradio.com 

د چمن سیاسي مشرانو له افغانستان سره د پاسپورټ او ویزې ختمولو غوښتنه کړې

سیاسي ګوندونو او تجارتي اتحادیو د اګست پر ۳۰مه په چمن کې یو احتجاجي لاریون وکړ، چې له ټرنچ سړک څخه پیل او د ښار له بېلا بېلو برخو څخه تر تېرېدو وروسته په تاج چوک کې په  لویه جلسه بدل شو.

Mashaalradio.com 

په خوست کې ځايي خلکو په خپله مالي مرسته د پل جوړولو چارې پیل کړي دي

د خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې د ځايي خلکو لخوا د غلنګ خوړ پر سر د پاخه پل د جوړولو کار بشپړېدو ته نږدې شوی دی. ځايي خلک وايي، په وروستیو دوو لسیزو کې یې په بیا بیا د غلنګ پل د اړتیا موضوع له مسوولینو سره شریکه کړې، خو د هغوی د نه پاملرنې له کبله اړ شول چې خپله لاس په کار شي. د موسی خېلو اوسېدونکي زیاتوي، په دې پل تر اوسه دولس میلیونه افغانۍ لګښت شوی، خو د پل پاتې چارې او د پل یو بل څنګ ته د استحکاماتو کارونه نورو ډېرو پیسو ته اړتیا لري. ویډیویي رپورټ


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus