غوث الله د اګست پر ۱۳مه له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال دعوه وکړه چې حکومت د کندهار له سپین بولدک سره بې له سفري اسنادو د خلکو تګ راتګ له ژمنې په شا شوی دی.
د قرغیزستان په یو کلي کې کوچي شپانه اوس هم په پخوانیو طریقو ښکار کوي او د دې لپاره بازان، غشي او سپي کاروي. دوی د بازانو په وسیله خپلې رمې هم له لېوانو ساتي. نور د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
د عوامي نیشنل ګوند (اې اېن پي) مشر او سېنېټر اېمل ولي خان وايي د بابړې پېښې په اړه دې څېړنې وشي. هغه دعوه کړې چې په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان له جوړېدو راهیسې "تر نن ورځې پورې پښتانه په دې هېواد کې محفوظ نه دي". د عوامي نیشنل ګوند سیاستوالان او پلویانو د هر کال په څېر دا ځل هم د چارسدې په بابړه کې د ۱۹۴۸ کال د خونړۍ پېښې پر یادګار ګلونه کېښودل او او وژل شویو ته یې دعا وکړه. دغه کال د اګست پر ۱۲مه د هغه وخت د شمال مغربي سرحدي صوبې، چې اوس خیبر پښتونخوا بلل کېږي، حکومت په بابړه کې د خدايي خدمتګارانو پر احتجاجیانو ډزې وکړې او په سلګونو کسان یې ووژل. Читать дальше...