د پاکستان او هند زیاتره خلک روح افزا شربت ډېر خوښوي خو پر ۱۰۰ کالونو تېرېدو سربېره هم د شربت جوړولو راز له درې کسانو پرته هيچا ته معلوم نه دی. په دومره اوږده موده کې د روح افزا جوړولو طريقه بدله شوې نه ده البته شربت پلورونکي پکې نور توکي ګډوي چې ورسره په بازار کې د مختلفو خوندونو شربت ترلاسه کېږي.
په جګړو کې نندارې! ښه شعر څرنګه وي؟ په انفرادي ډول د قاموس تالیف څومره کار غواړي؟ د يو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ په حجاب کې سندرغاړې هم په دې خپرونه تاسو ته درپېژندل کېږي. د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لينک کېکاږئ:
د پاکستان د ۲۰۱۷ز کال د سرشمېرنې له مخې په دې هېواد کې تر ۳۵ لکه ۹۵ زره زيات هندوان اوسېږي چې له دې جملې څخه څه باندې ۳۳ لکه په سيند صوبه کې ژوند کوي.
زمبابوې کرکټ لوبډلې د افغانستان ملي لوبډلې ته د ۱۳۶ منډو هدف ورکړ. د زمبابوې او افغانستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درېیمه یو ورځنۍ لوبه چې اوس د زمبابوې په پلازمېنې حراري کې روانه ده، افغان لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه. زمبابوې د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو سره افغان لوبډلې ته د ۱۳۶ منډو هدف کېښود چې افغان لوبډله یې باید په ۵۰ اورونو کې پوره کړي چې لوبه وګټي. د زمبابوې لپاره تر ټولو ډېرې یعنې ۳۸ منډې سکندر رضا جوړې کړې خو نور لوبغاړي یې په کمو منډو اوټ شول. د افغانستان... Читать дальше...
په کابل کې د بدن ښکلا سیالۍ پیل شوې. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې نن د کابل د بدن د ښکلا او فېټنس پنځلسم پړاو سیالۍ پيل شوې. د بدنې روزنې اداره وايي، په دې سیالیو کې د ۳۱ کلبونو ۱۰۷ لوبغاړي برخه لري. د بدن ښکلا او فېټنس فدراسیون د مسوولینو په وینا، دا سیالۍ چې د بدن ښکلا او فېټنس په ۲ برخو کې کېږي، د زمري میاشتې تر ۲۹مې نېټې به دوام وکړي. د دې سياليو د کېدو هدف د مرکزي زون لوبډلې لپاره د بدن د ښکلا او فېټنس په برخو کې د غوره لوبغاړو ټاکل دي.
ډېوېک اوريګي له لېورپول فوټبال لوبډلې لاره بېلوي. لېورپول لوبډلې نن پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل، چې د دې لوبډلې لوبغاړی ډېوېک اوريګي به د جون میاشتې په پای کې د تړون له ختمېدو سره له دې لوبډلې بېل شي. دا به د لېورپول اوم لوبغاړی وي، چې په نېږدې راتلونکي کې له دې لوبډلې لار بېلوي. ۲۷ کلن اوریګي به د اي سي میلان فوټبال لوبډلې سره یو ځای شي. اوریګي که څه هم پرلپسې لېورپول لوبډلې ونه لوباوه خو بیا یې هم په کړیو لوبو کې د خپلې لوبډلې لپاره ځیني یادګاري ګولونه وهلي دي.
ان بي سي ټلویزیونې شبکې راپور ورکړی چې د بایډن دولت د قطر په همکارۍ په غیر مستقیمه توګه د افغانستان له اریانا افغان هوايي شرکت چې د طالبانو په کنټرول کې دی، په عمده توګه ټکټونه پېري. له قطر نه د امریکا افغان همکارانو د انتقال لپاره د جوبایډن د دولت له لوري د اریانا افغان هوایي شرکتونو د تکټونو د پېرلو په اړه د ان بي سي نیوز تازه راپور. دغې امریکایي رسنۍ د دوو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د بایډن دولت د قطر په همکارۍ په غیر مستقیمه توګه د افغانستان د هوايي چلند دولتي شرکت د (اریانا افغان هوایي شرکت ) څخه په عمده توګه ټکټونه پېري. Читать дальше...
یو شمېر افغان مېرمنې په دې هېواد کې د منزوي کېدو او د روښانه راتلونکې د نه درلودلو له امله اندېښمنې دي. په افغانستان کې د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ د لس میاشتو په تېرېدو د ښځو د منزوي کېدو اندېښنې ورځ تربلې زیاتېږي. یو شمېر مېرمنو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ښځو د اجماع په دوهمه ناسته کې د حکومت د ملکي کارکونکو مېرمنو په بې برخلیک توب اندېښه وښوده او ویې ویل، چې باید د مېرمنو د بې کارۍ ستونزې ته رسېدنه وشي. د دغې ناستې یوې ګډونوالې لیدا حسینې ازادي راډيو ته وویل: "د دې کنفرانس د ترسره کولو... Читать дальше...
د اوکراین د اودیسې یوه چارواکي وویل، سره له دې چې پر دې بندر د روسیې د حملې احتمال شته، اوکراین نه غواړي چې د غلې په صادراتو کې د خنډ پېښېدو په خاطر د دې سیمې په اوبو کې ماینونه کېږدي. د اوکراین د اودیسې والي سرګي براتچوک په یوه ویدیويي پیغام کې، چې پرون چهارشنبې یې خپور کړ، وویل، که په اودیسې بندر کې ماینونه کېږدو روسي جنګي بېړۍ به سمدستي دې سیمې ته راشي. ده زیاته کړه، روسیه په دې فکر کې ده چې پراشوتي ځواک په اودیسې ښار کې کښته کړي او پر بندر یې پوځي یرغل وکړي. له دې سره په یو وخت د روسیې... Читать дальше...
افغان شخصیتونو سره د طالبانو د حکومت د تماس کمېسیون له لوري کابل ته یو شمېر ستانه شوي پخواني چارواکي وایي، د طالبانو په حکومت کې باید ټولو افغانانو ته ونډه ورکړل شي. کابل ته یو شمېر تازه ستانه شوي پخواني چارواکي د طالبانو له حکومت غواړي، چې په افغانانو باور وکړي او په کار پوه کسان په خپل حکومت کې شامل کړي. له دې ډلې د تېر جمهوري حکومت د برښنا شرکت مشر امان الله غالب چې پرون چهارشنبې د مې میاشتې په اتمه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره یې په لیدنه کې وویل: "کله چې... Читать дальше...
د خوست ولايت شيخ زايد پوهنتون تدريسي روغتون له اوږده ځنډ وروسته بيا ځلې فعاله شو. د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال لطف الله خیرخوا نن په دې اړه ازادي رادیو ته وویل چې د دغه تدریسي روغتون تاسیسات لس کاله پخوا راوړل شوي وو خو کار ورڅخه نه و، اخیستل شوی. خیرخواه وايي چې له دې وروسته به نه یوازې له دغو وسایلو او روغتون څخه د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو کې ګټه اخیستل کېږي، بلکې د طب محصلان به په عملي زده کړو کې هم ورڅخه کار اخلي.
د طالبانو د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري رسنیو ته وویل، اور پرون (چهارشنبې) ماسپښین شاوخوا دوه نیمې بجې د مزارشریف د دوهمې حوزې په مارکېټ کې ولګېد چې په نتیجه کې یې یو تن مړ شو. د مړ شوي کس نوم نه دی څرګند شوی خو ویل شوي چې اویا کلن او د تخار ولایت اوسېدونکی و. وزیري د پېښې د علت په اړه وویل چې کوم چا نیم سوی سیګرېټ په داسې ځای کې غورځولی و چې هلته اور په اسانه لګېدای شو. د ده په وینا د دې پېښې له کبله دوکاندارانو ته د یو میلیون افغانیو تاوان اوښتی دی.
د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپيکر د عامر لياقت د مړينې له کبله د اسمبلۍ نننۍ پلان شوې غونډه تر سبا مازيګره ځنډولې ده.
د خوست په کتاب بازار کې د ژوندون کتاب پلورنځي مسوول غلام رسول د جون پر اتمه نېټه مشال راډيو ته وویل، د خلکو د اقتصاد د خرابېدو له کبله د کتاب پېر او پلور ۷۰ فيصده اغېزمن شوی دی.
د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند ملا ادم خان اوریاخېل نن ازادي راډيو ته وویل، چې دوی د قومي مشرانو په مرسته په دې ولایت کې د ځنګلونو د ساتلو لپاره د طالب نظامیانو یوه قطعه جوړوي. ښاغلی اوریاخېل وايي، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دې قطعې په جوړولو کار پيل کړی چې د دې وزارت امنیتي پرسونل به یې غړیتوب ولري. د اوریاخېل په خبره د دې قطعې د جوړېدو غوښتنه د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت وروسته له هغه کړې ده چې په نورستان او کونړ کې ځنګلونو وسوځېدل. په پکتیا کې داسې مهال د ځنګلونو د... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د سویډن کمېټه په کندز کې د ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت یو کانال بیا رغوي. ياد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، دا کانال چې ۲۷ کیلومتر اوږدوالی لري، د ۱۰ کلیو د اړتیا وړ اوبه برابروي. په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دا موضوع د سويډن کمېټې رئیس د امو د سینديزې حوزې له مسولانو سره په لیدنه کې مطرح کړې ده. په خبرپاڼه کې دغه شان ویل شوي، چې د دې کانال د سربند ۱۳۰ متره ساحه د (RCC) په ډول او نورې تخریب شوې برخې يې په اساسي ډول رغول کېږي. خبرپاڼه... Читать дальше...
یو شمېر افغان پوهان وایي، چې له وروستیو سیاسي بدلونو وروسته افغانستان له قانوني تشې سره مخ دی او طالبانو هم د اساسي قانون د لغوې یا هم عملي کېدو په اړه کومه رسمي پرېکړه نهده کړې. د دوی په وینا اوسنۍ قانوني تشې ته په کتو سره او دا چې د مسؤلو کسانو او اجرایه بنسټونو دندې مشخصې نهدي، د هرې ادارې طالبان د خپل اخیست سره سم، د خپل مشر فرمانونه عملي کوي. د طالبانو په نېږدې لس میاشتنۍ واکمنۍ کې د دوی د مشر ملا هبت الله اخندزاده لخوا څو پر لهپسې فرمانه په بېلابېلو برخوک ې صادر شول. د افغانستان یو... Читать дальше...
تر دې وړاندې د پاکستان حکومت د هېواد د اقتصادي حالت سمولو لپاره د کفایت شعارۍ د پروګرام عملي کولو اعلان هم کړی دی.
په ايران کې يوه اووه کلنه نجلۍ د ګاډي ځغاسته زده کوي. رها قرباني له اوسه په تېزۍ د ګاډي ځغلولو لپاره نوم ګټلی دی. هغه وايي پلار یې ورسره مرسته کوي او غواړي چې په راتلونکې کې د موټرو د ځغاستې اتله شي. د هغې موټر زوړ دی خو وايي خپل هدف ته رسېدو پر لاره همت نه بايلي. د اسوشیېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.
نوي ډیلي او تهران په افغانستان کې د یو ټولګډونه سیاسي سیستم او دولت د جوړېدو په اړتیا ټینګار کړی دی، هغه غوښتنه چې له دې وړاندې په وار وار نورو بېلابېلو هېوادونو هم کړې ده، خو طالبان خپل حکومت ټولګډونه بولي او وايي په اډانه کې يې د ټولو قومونو استازي موجود دي. په نوي ډیلي کې د ایران او هند بهرنیو چارو وزیرانو په خپله تازه لیدنه کې، د یو سوله ییز، امن او باثباته افغانستان د ملاتړ لپاره د یو ټولشموله سیاسي سیستم پر رامنځته کېدو چې د افغانانو استازيتوب وکړي ټینګار کړی دی. تازه په نوي ډیلي کې د هندوستان... Читать дальше...
د بشري حقونو د څارنړیوال سازمان یا هیومان رایټس واچ وایي، په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د طالبانو د سرغړونو په اړه یوازې ژوره اندېښنه ښودل کافي نهدي بلکې د طالبانو په وړاندې جدي ګامونو ته اړتیا ده چې باید واخیستل شي. د هیومان رایټس واچ د ښځو د برخې مسولې هیدر بار په یوه بیان کې چې نن د دې سازمان په ویب پاڼه کې کې خپور شوی ویلي، د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، په افغانستان کې د بشري حقونو بحران، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو لپاره ډېرپراخ شوی دی. هیدر بار ویلي، د نړۍ ډېرو... Читать дальше...
په داسې حال کې چې اوکرایني ځواکونه د اوکراین په ختیځ سیورو-دونیڅک ښار کې د سختې جګړې په ترڅ کې د دې ښارځنډو ته په شا تمبول شوي، د اوکراین ولسمشر ولادومیر زلنسکي وایي په دې ښار کې جګړه به د دونباس د سیمې برخلیک وټاکي. زلنسکي پرون چهارشنبې په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، د دغې بشپړې جګړې په ۱۰۵ ورځ سیورو-دونیڅک په دونباس کې د مقاومت د ثقل په مرکز بدل شوی. نوموړي وويل، اوکرایني ځواکونه له خپلو مورچلو دفاع کوي او دښمن ته یې د پام وړتلفات اړولي. زلنسکې دا یوه سخته جګړه وبلله چې د ده په وینا ښایي هغه تر اوسه تر ټولو سخته جګړه وي. Читать дальше...
د جرمني په پلازمېنه برلین کې یوه موټر چلوونکي خپل موټر پرون پر لارویانو وخېژاوه چې له کبله یې لږ تر لږه یو تن مړ او ۹ نور ژوبل شول. د جرمني د اطفایې وياند ویلي چې د دې قصدي پېښې د ۶ تنو ټپیانو حال نازک دی. پولیس وايي چې موټر چلوونکی یې، چې ۲۹ کلن او اصلاً ارمنی دی، نیولی او تحقیقات ورڅخه روان دي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان او زمبابوې د کرېکټ ملي لوبډلې نن په هرارې کې په درېیمه یا وروستۍ یو ورځینۍ مسابقه کې مخامخ شي. افغانستان د دې لوبلړۍ لومړۍ دوې په لوی توپیر ګټلي او عملاً یې دا لوبلړۍ یا سریز ګټلی دی. لومړۍ یو ورځینۍ سیالي افغانستان په ۸ ویکټونو او ۳۳ توپونو، او دوهمه په ۶۰ توپونو وګټله. د افغانستان د کرېکټ بورډ وياند فر ید هوتک د نننۍ سیالۍ په اړه ازادي راډیو ته وویل:"د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن د دې سیالۍ لپاره هم ښه چمتووالی لري او د تېرو دوو سیالیو په شان به ښه نتیجه ترلاسه... Читать дальше...
دا ۳۰ کلنه مېرمن، چې حامله وه، وړمه شپه د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ په اروغ سیمه کې ۶۰ متره ژور څا ته لویدلې وه. په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مرستیال شمس صمیم وایي، د دې مېرمنې د ژغورنې په عملیاتو کې ونه توانېدل چې هغه ژوندۍ وژغوري. د ښاغلي صمیم په وینا د لومړنیو معلوماتو پر اساس معلومه شوې چې دا مېرمن د تاوتریخوالي له امله له کوره وتلې او د ځان وژنې په هڅه یې ځان برمې ته غورځولی و. د نوموړي په وینا د پېښي د تحقق لپاره د دې مېرمنې خاوند نیول شوی دی. خو له دې سره سره د افغانستان... Читать дальше...