Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د بشري حقونو د څار سازمان: د اندېښنو پر ځای بايد د طالبانو پر وړاندې جدي ګامونه واخيستل شي

د بشري حقونو د څارنړیوال سازمان یا هیومان رایټس واچ وایي، په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د طالبانو د سرغړونو په اړه یوازې ژوره اندېښنه ښودل کافي نه‌دي بلکې د طالبانو په وړاندې جدي ګامونو ته اړتیا ده چې باید واخیستل شي.


د هیومان رایټس واچ د ښځو د برخې مسولې هیدر بار په یوه بیان کې چې نن د دې سازمان په ویب پاڼه کې کې خپور شوی ویلي، د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، په افغانستان کې د بشري حقونو بحران، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو لپاره ډېرپراخ شوی دی.


هیدر بار ویلي، د نړۍ ډېرو دولتونو د دغو سرغړونو په وړاندې خپل غږ اوچت کړی او زیاتوي، د طالبانو د مارچ د ۲۳ د پرېکړې په وړاندې چې نجونې یې له منځنیو او ثانوي زده کړو بې برخې کړي په لومړي ځل نړیوالو، اروپایي ټولنې، د اسلامي همکاریو سازمان، آی سي او د نړۍ د شپاړسو دولتونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو نژدې په یوه وخت د طالبانو د دغه اقدام غندنه وکړه خو د دې په خبره دا کافي نه‌ده.




هیدر بار وایي، یوه لوړپوړي ډیپلوماټ ورته په دې وروستیو کې ویلي چې دغو اقداماتو طالبان نه‌دي زیانمن کړي او اوس د دې وخت دی چې دولتونه د طالبانو د غیر قانوني کړنو په وړاندې په همغږۍ عمل وکړي او طالبانو ته وښيي چې نړۍ د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو څخه په معقولو لارو دفاع ته چمتو ده.


د بشري حقونو د دغې مدافعې په خبره یو ګام به دا وي چې:




د هغې په خبره دې شورا په ۱۹۹۹ کال د تاوتریخوالي او د ترهګرۍ د فعالیتونو له امله د طالبانو پر مشرانو دغه بندیزونه لګولي و چې د روان کال د مې تر میاشتې یې په فهرست کې د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ ۴۱ کسان شامل دي.


د هیدر بار په وینا له دغه بندیز څخه درې کاله مخکې د طالبانو ۱۴ غړي په دې خاطر مستثنی شول ترڅو وکولای شي چې د سولې په خبرو کې برخه واخلي.


د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسولې هیدربار ویلي، د ملګر ملتونو امنیت شورا به په جون کې پر دغې استثنا له سره غور کوي او دا یو ښه فرصت دی چې د طالبانو پر هغو مشرانو تمرکز وکړي چې له بشري حقونو څخه په جدي سرغړونو کې ښکېل دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus