Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د امریکا حکومت له اریانا افغان هوايي شرکت ټکټونه پېري

ان بي سي ټلویزیونې شبکې راپور ورکړی چې د بایډن دولت د قطر په همکارۍ په غیر مستقیمه توګه د افغانستان له اریانا افغان هوايي شرکت چې د طالبانو په کنټرول کې دی، په عمده توګه ټکټونه پېري.


له قطر نه د امریکا افغان همکارانو د انتقال لپاره د جوبایډن د دولت له لوري د اریانا افغان هوایي شرکتونو د تکټونو د پېرلو په اړه د ان بي سي نیوز تازه راپور.


دغې امریکایي رسنۍ د دوو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د بایډن دولت د قطر په همکارۍ په غیر مستقیمه توګه د افغانستان د هوايي چلند دولتي شرکت د (اریانا افغان هوایي شرکت ) څخه په عمده توګه ټکټونه پېري.


دا په داسې حال کې ده، چې اریانا هوایي شرکت په اونۍ کې دوه الوتنې د قطر پلازمېنه دوحې ته لري او د وېب پاڼې د معلماتو له مخې یې قطر ته د هر پرواز د یو ټکټ بیه ۴۷۸ ډالره دی.


یو شمېر هغه افغانان چې اوس په قطر کې دي هم وایي، چې د اریانا افغان هوایي شرکت په الوتکو کې دغه هېواد ته انتقال شوي دي.


یو له دغو افغانانو کبیر احمدي، چې له تېرو څلور میاشتو په قطر کې دی او امریکا ته د انتقال په تمه دی ازادي راډیو ته یې په یوه لیکلي پیغام کې ویلي، دوی پنځه میاشتې مخکې له کابله دوحې ته د اریانا افغان هوایي شرکت په الوتکو کې انتقال شوي دي.


خو د طالبانو د حکومت د هوایي چلند وزارت دا راپور ردوي.


د دغه وزارت ویاند امام الدین احمدي ازادي راډیو ته وویل، چې دوی په نورمال او ورځیني ډول له ۲۰ تر ۲۵ بهرنۍ الوتنې لري.


هغه وویل: "دا خبر سم نه دی ځکه چې د اسلامي امارت پالیسي واضح ده، څوک چې د پرواز جواز ولري، یعنې پاسپورت، ویزه او ټکټ ولري نو د افغانستان هوایي او ځمکني پولې پرانیستې دي، په ورځیني ډول له ۲۰ تر ۲۵ الوتنې بهرنیو هېوادونو ته کېږي."



د ان بي سي په دې راپور کې دا مشخص شوي نه دي چې دغه شرکت د دغو الوتنو د هر ټکټ پر سر د امریکا له دولته څومره پیسې اخلي.


د اګسټ پر ۱۵ پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، امریکا او یو شمېر متحدو هېوادونو یې د افغان همکارانو د ایستلو زمینه برابره کړه.


طالبانو د جنورۍ په میاشت کې دوحې ته د امریکا چارتر الوتنې وځنډولې.


هغه مهال امریکایي چارواکو د دغه اقدام لامل د طالبانو او قطر تر منځ د دې پر سر چې څوک کولای شي د الوتنو اجازه ولري، د اختلافاتو له امله ځنډولې دي.


بلاخره دا الوتنې د مارچ میاشتې په وروستیو کې بېرته پیل شوې.


د ان بي سي ټلویزیوتې شبکې د موندنو له مخې، په تېرو دوو میاشتو کې د پروازونو په بیا پیل سره شاوخوا ۲۵۰۰ افغانان د امریکا د تګ په هدف له کابله دوحې ته انتقال شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus