حنا رباني کر په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وکړه او زياته يې کړه چې پاکستان د ناقانونه پيسو د څار نړيوالې ادارې (اېف اې ټي اېف) د کاري پلان پر ټولو نکاتو عمل کړی دی.
اوکرایني چارواکي وايي، د دې هېواد پوځ لاهم په ختیځ ښار سیویرو دونېڅک کې د روسيې د یرغل پر وړاندې مقاومت کوي. دا په داسې حال کې ده، چې له یوې اونۍ راهیسې په دې ښار کې جګړې روانې دي او روسي ځواکونه د سیوریسکي دونېڅ سیند پر بله غاړه پر پراته ښار لیسچانسک هم درنې بمبارۍ پرې کوي. د اوکراین پوځ نن وویل، چې د دوی د پوځي ځواکونو پر مرکزونه او ملکي تاسیساتو په دوامدار ډول د توپونو او راکټ لانچرو ډزې کېږي.
اعتراض کوونکي وايي، دوی به پرلت هغه وخت پای ته ورسوي، چې د پاکستان د حکومت له خوا په خوست کې د پاتو وزیرستانیو کډوالو د بیرته ستنولو په باب مثبت ځواب ترلاسه کړي.
د افغانستان د فوټبال لوبې مخکښ لوبڅار د اسیايي کلپونو جام سیالیو کې د لوبڅارۍ لپاره غوښتل شوی. د اسیا لپاره د فوټبال فدارسیون د لوبڅارانو کمېټې افغان لوبڅار حلیم اقا شیرزاد ته په دغو سیالیو کې د ګډون او لوبڅارۍ بلنه ورکړې. د افغانستان فوټبال فدراسیون په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې ښاغلی شیرزاد به په دغو سیالیو کې د استرالیا، هند، تاجکستان او فلسطین لوبڅارانو سره په ګډه د ویتنام، هانګانګ، سنګاپور، کمبودیا او لاوس لوبډلو د لوبو لوبڅاري وکړي. د اسیا د کلپونو جام سیالۍ د روانې میلادي میاشتې له ۲۴ مه نه تر ۳۰مې پورې په ویتنام کې ترسره کېږي. Читать дальше...
په هلمند کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ نن پیل شوې. د افغانستان بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک پاڼه لیکي، چې دغه سیالۍ به درې اونۍ دوام وکړي. د دې ریاست په وینا، د دې لوبو په پرانیستې سیالۍ کې د ډاکتر محمد خان او زرغون کلي لوبډلې سره مخامخ شوې چې ررغون کلي لوبډې خپل سیال ته ۱-۰ ماتې ورکړه او درې امیتازه یې ترلاسه کړه. د دې لوبو هدف په هلمند ولایت کې د فوټبال لوبې ته وده ورکول ښودل شوي.
د افغانستان پخوانۍ مشرانو جرګې کې د افغان هندوانو او سکانو استازې انارکلي هنریار وايي، دا هېواد د دیني او مذهبي لږکیو په هدیره بدل شوی دی. هنریار دا څرګندونې نن په کابل کې د سکانو او هندوانو پر یو درمسال تر برید وروسته ازادي راډیو سره وکړې. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي په دې برید کې د طالبانو د یو امنیتي سرتیري په ګډون دوه کسان وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان شوې دي. احمد تکل په دې اړه له انار کلي هنر یار سره مرکه کړې. دا مرکه دلته اوریدلی شئ.
ملګرو ملتونو د کابل په کارته پروان کې د سېکانو په ګردوارې برید په کلکه غندلی او ټینګار یې کړی چې مذهبي لږکۍ باید خوندي وساتل شي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما په یوه ټوېټ کې ویلي، د سېکانو په عبادتځای برید چې یو شمېر خلکو ته په کې مرګژوبله اوښتې په کلکه غندي. یوناما زیاته کړې، په ملکیانو باندې بریدونو سمدستي ودرېږي. د ملګرو ملتونو استازولۍ د سېکانو او نورو مذهبي لږکیو هزاره و او سوفیانو په ځاني خوندیتوب باندې ټینګار کړی دی. اخوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي... Читать дальше...
په کندهار کې د حجاب د تبلیغ او د طالبانو له خوا له حجاب پرته ښځې له څارویو سره له تشبیه وروسته د اروپايي اتحادیې غبرګون وښود. په کندهار کې په یو بنر لیکل شوي، هغه ښځه چې حجاب نه اغوندي د حیوان ښکارندویي کوي. پر دغه بنر باندې د تورې چادرۍ عکس چاپ شوی. په دغه اعلان کې، چې د کندهار ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ادارې له خوا نصب شوى، ويل شوي، چې لنډې او نازکې جامې اغوستل هم د بې حجابۍ سره برابرې دي. دې اعلان په هېواد دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راوپارول. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې... Читать дальше...
وروسته له هغې چې په کابل کې د سېکانو په عبادتځای د وسلهوالو په تازه برید کې اوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته اوس یو شمېر افغان سېکان په افغانستان کې پر دغو لږکیو بریدونو اندېښمن کړي دي. نرندر سنګ خالصه چې له کلونو راهیسې یې په افغانستان کې ژوند کړی، او پر دوی د یو برید پر مهال یې خپل پلار هم وژل شوی، نن شنبه د کابل کارته پروان سیمه کې د دوی پر یو درمسال برید یې اندېښنې تر بل هر وخت زیاتې کړي دي. نرندر سنګ خالصه چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال په ولسي جرګه کې د سېکانو او هندوانو استازی هم و، ازادي راډیو... Читать дальше...
په همدې تړاو په ننګرهار کې د کرېکټ بورډ مسوولینو په بلنه د کرېکټ مینه وال د لوبغاړو د هرکلي لپاره د جون په ۱۸ مه نيټه پښتونستان واټ ته وربللي وو او د کرېکټ لوبغاړو ته يې په غاړو کې ګلونه واچول.
د بلوچستان لومړی وزیر وايي، د بې ګنا منځګړو کسانو وژنه یو ناځوانه بزدلانه ګام دی. نوموړی وايي، د دا ډول پېښو چې څومره هم غندنه وشي نو کمه به وي.
کاناډايي چارواکي وايي، د هغو افغان کډوالو شمېر څه باندې ۱۶ زرو ته ورسېد چې دغه هېواد ته انتقال شوي. د کاناډا د کډوالو چارو وزیر شان فریزر په یوه ټوېټ کې دا خبره کړې ده. هغه ويلي، تازه د جون په ۱۷ یعنې جمعه ۳۱۳ افغان کډوال له پاکستانه ونکوور ته ورسېدل. فریزر ویلي، دا هغه افغانان دي چې د کاناډا له ماموریت سره یې همکاري کړې. د کاناډا د کډوالو چارو وزیر ویلي، په ګډه کار کوي څو د دغو کډوالو اړتیاوې ورپوره کړي.
په هند کې له تېرو څو ورځو راهيسي په پوځ کې د کسانو د ګومارولو نوې پروسې "اګنې پت" پرضد مظاهرې دوام لري. په دغو مظاهرو کې يو تن وژل شوی دی. د هند وزيراعظم نريندرا مودي په پوځ کې د ګومارنو لپاره نوی نظام معارفي کړی چې ورته اګني پت نوم ورکړل شوي. په دې اړه ګل اياز د فرانس پرېس اژانس له بېلا بېلو ويډيوګانو راپور جوړ کړی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، برید نن سهار شپږ نیمې بجې د اهل هنودو ګردوارې ته د یو شمېر ناپېژنده وسلهوالو په ننوتو سره پیل شو. د دې وزارت د ویاند په خبره، وسلهوالو لومړی د لاسي بم برید وکړ چې له امله یې په درمسال کې اور ولګېد.
روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې په لېسچانسک ښار سختۍ بمبارۍ کړي دي. د سېوېرسکي دوینتس سیند په غاړه پروت د اوکراین یو بل ختیځ ښار لېسچانسک د روسي پوځیانو له خوا تر سختې بمبارۍ لاندې راغلی. روسانو داسې وخت په دې ښار باندې بریدونه کړي، چې اوکرایني ځواکونه له څو اونیو راهیسې په یوه سېوېرودونېڅک کې په مبارزې بوخت دي. د اوکراین پوځ نن ویلي، چې په لېسچانسک کې د دوی په پوځي اهدافو او ملکي تاسیساتو باندې د روسي عسکرو له خوا د توپخانې او راکټونو سخت بریدونه شوي دي. د لوهانسک د سیمې پوځي والي سرهي... Читать дальше...
سیال کاکړ په ۱۹۶۴ کال کې په کالج کې د لیکچرر په توګه کار پیل کړی وو او بیا په بلوچستان پوهنتون کې په دنده ګومارل شوی وو او هلته چې د پښتو ادبیاتو څانګه د ده په زیار جوړه شوه نو ده پکې استادي کوله او په ۲۰۰۰ز کال کې ترې تقاعد شوی وو.
د کراچۍ په لياقت اباد سيمه کې فعالان بې وزله خلکو ته په کمو پیسو خواړه ورکوي. د دسترخوان منتظمین وايي چې د ګرانۍ له زیاتېدو سره ګڼ کسان د ارزان بیه خوړو اخیستو ته ورځي. دوی وايي، دا کار ځکه کوي چې خلک خیر و نه غواړي. د سیمې بې وزله اوسېدونکي دا نوښت ستايي. ویډیويي رپورټ.
د پښتو ژبې نومیالی لیکوال، څېړونکی او فلکوریست ولي محمد سیال کاکړ تر څو کلنې ناروغۍ وروسته نن د ۷۸ کالو په عمر ومړ. پوهاند ولي محمد سیال کاکړ چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د سید جمال الدین افغان عالي دولتي مډال ورکړی و نن د ۷۸ کالو په عمر د کويټې په یو روغتون کې ومړ. د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د علومو اکاډمۍ د هغه په مړینه خواشیني ښودلې په یوه اعلامیه کې يې ویلي دي، چې هغه د پښتو ژبې اړوند ډېرې څېړنې کړي او بېلابېل اثار يې لیکلي دي. ګڼو افغان لیکوالو او... Читать дальше...
یو شمېر افغان ښځینه ورزشکارانې وايي، د لسو میاشتو په تېرېدو او د طالبانو له ژمنو سره سره لا هم دوی ته د ورزشي فعالیتونو اجازه نه ورکول کېږي. د داسې یوه هېواد لپاره د بریا هڅه چې په کې حاکم نظام ان د فوټبال دغه ښځینه لوبغاړو ته د ورزش اجازه هم نه ورکوي. خو دوی د خپل هېواد اوسېدونکو ته د ویاړونو د راوړلو په تکل کې دي. د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبغاړو پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنېدو پر مهال له دې هېواده تر وتلو وروسته د لومړي ځل لپاره نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې د روان میلادي کال... Читать дальше...
جرمنی دیپلومات مارکس پوټسل په افغانستان کې د ملګرو ملتو د مرستندویه ماموریت یا یوناما د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی. د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتیرش په نیویارک کې تېره شپه د دې ټاکنې خبر ورکړ. پوټسل دېرش کاله د دیپلومات په توګه کار کړی دی، له دوه زره څوارلسمه تر دوه زره شپاړسم کلونو پورې دی په افغانستان کې د جرمني سفیر و او په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی وټاکل شو چې تر تېر کال پورې یې دا دنده لرله. پوټسل به د اوس لپاره په موقتي توګه د یوناما سرپرست هم وي... Читать дальше...
د ارزګان ولایت یو شمیر بزګران وايي، د کوکنارو د کښت له منع کېدو او وچکالیو وروسته بې وزلۍ سره مخ شوي دي. دوی وايي، د کوکنار له کښت د دوی د منع کولو په اړه د طالبانو د مشر تر فرمان وروسته یې په خپلو ځمکو کې سبزي کرلې، خو محصولات یې بازار نه لري. جزييات په راپور کې:
د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمېشنري وايي، له کورنیو بېځایه شویو او راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې لپاره ۳۴۰ میلیون ډالره بسپنې ته اړتیا لري. دې ادارې پرون په یو بیان کې وویل، چې مرستندویو هېوادونو او ټولنو تراوسه له دې پیسو څخه یوازې په سلو کې ۵۷ مرستې ورسپارلې دي. دا بیان افغانستان او پاکستان ته د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د مرستیالې کیلي کلېمنټس له سفر وروسته خپور شوی دی. مېرمن کلېمنټس د دې سفر په ترڅ کې پرون ټینګار وکړ چې دغه سازمان به له اړو افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي.
د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت وايي، د ننګرهار هوايي ډګر له دوو لسیزو وروسته ملکي هوايي الوتنو ته چمتو شوی دی. د دې وزارت ویاند امام الدین احمدي بېګا آزادۍ راډیو ته وویل، له دې هوايي ډګر څخه عملا الوتنې ترسره کېږي. هغه وايي: "د ننګرهار هوايي ډګر وروسته له دوو لسیزو د خوندي الوتنو لپاره چمتو او فعال شوی دی. د دې هوايي ډګر ټرمینل بیاځلي فعال شوی دی د مسافرینو د پروسس کولو لپاره په منظم ډول تیار دی." ښاغلی احمدي زیاتوي، چې د ننګرهار د هوايي ډګر ترمینل، د څار او کنټرول برجونه... Читать дальше...
د امریکا د پوځ دوه پخواني سرتېري چې د اوکرایني ځواکونو په ملاتړ د روسیې پرضد جګړې ته تللي وو، د روسي ځواکونو له خوا نیول شوي دي. د راپورونو له مخې دا پخواني پوځیان چې د الاباما ایالت اصلي اوسېدونکي دي په خارکییف ښار کې د جګړې پرمهال د روسي ځواکونو له خوا اسیران شوي. روسي رسنیو پرون د دواړو امریکايي سرتېرو عکسونه په داسې حال کې وښودل چې په زندان کې دي. د راپورونو له مخې د لویدیځو هېوادونو سلګونه وګړي په رضاکار ډول اوکراین ته تللي دي څو د روسيې د یرغل پروړاندې د دې هېواد دفاع وکړي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مني، چې د کابل په کارته پروان کې د اهل هنودو په ګردواره وسلهوال برید شوی. د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل، برید نن سهار شپږ نیمې بجې د اهل هنودو ګردوارې ته د یو شمېر ناپېژنده وسلهوالو په ننوتو سره پیل شوی او لا هم روان دی. هغه زیاتوي، وسلهوالو لومړی د لاسي بم برید کړی چې له امله یې هلته اورلګېدلی او دوه اهلهنود په کې ټپیان شوي، خو دی سیمه کې د روانې جګړې له امله د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه وايي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند له... Читать дальше...