افغان لوبڅار د اسیايي کلپونو فوټبال سیالیو لوبڅارۍ ته غوښتل شوی
د اسیا لپاره د فوټبال فدارسیون د لوبڅارانو کمېټې افغان لوبڅار حلیم اقا شیرزاد ته په دغو سیالیو کې د ګډون او لوبڅارۍ بلنه ورکړې.
د افغانستان فوټبال فدراسیون په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې ښاغلی شیرزاد به په دغو سیالیو کې د استرالیا، هند، تاجکستان او فلسطین لوبڅارانو سره په ګډه د ویتنام، هانګانګ، سنګاپور، کمبودیا او لاوس لوبډلو د لوبو لوبڅاري وکړي.
د اسیا د کلپونو جام سیالۍ د روانې میلادي میاشتې له ۲۴ مه نه تر ۳۰مې پورې په ویتنام کې ترسره کېږي.
دا د شیرزاد دوهم ځل دی چې په دې غه سیالیو کې د لوبڅارۍ لپاره غوښتل کېږي.