د طالبانو حکومت طبيعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي چې د ژغورنې او مرستې رسولو ټیمونهیې د پکتیکا په زلزلهځپلو سیمو کې زیانمن شویو خلکو ته د مرستې رسولو چارې مخ ته وړي. د دې وزارت د نشرانو رئیس مولوي نسیم حقاني ازادي راډیو ته وویل، له ځینو سیمو د لارو د خرابوالي او دا چې ټیليفوني شبکې سم کار نهکوي، ګرانه ده چې د وروستۍ زلزلې د زیانونو کره معلومات ترلاسه شي. نوموړي د دغې زلزلې او د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو تلفاتو په اړه وویل: "د وروستۍ زلزلې... Читать дальше...
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزير د جون پر ۲۳مه له روغتونه بېرته زندان ته ولېږدول شو. نوموړي د جون پر ۲۲مه ناوخته ويلي وو چې په روغتون کې يې ژوند په خطر کې دی او "دوه ځلې" ورباندې "بريد" شوی دی. د سیند صوبايي او د پاکستان وفاقي حکومت د نوموړي د دې دعوې په غبرګون څه نه دي ویلي. وزیر د جون پر ۲۰مه ماښام مهال د کراچۍ له مرکزي زندانه د ښار سرکاري جناح روغتون ته لېږدول شوی وو.
د طالبانو د حکومت د بیړنیو پېښو پروړاندې د مبارزې وزارت چارواکو د جون پر ۲۳مه وویل، د ایران تر څنګ له پاکستانه هم د تورخم او غلام خان له لارې په ۱۲ لویو لاریو کې د مرستو اړین توکي وررسېدلي دي.
د اروپايي ټولنې مشران په بروکسل کې سره جرګه کېږي چې په دې ټولنه کې د اوکراین او مالدووا د غړیتوب لپاره کاندیداتورۍ پر تصویب خبرې به یې د اجنډا په سر کې وي. د اروپايي ټولنې ټول ۲۷ غړي هېوادونه باید دغه اقدام تصویب کړي. داسې نه ښکاري په دې سرمشریزه کې چې سبا هم دوام کوي د دغو دوو هېوادونو کاندیداتوري دې له کوم مقاومت سره مخامخ شي.
ترکیې ژمنه وکړه، چې له اوکراین څخه به د روسیې له خوا د غله جاتو د غلا د تورونو په اړه څېړنه وکړي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو نن له خپل بریتانوي سیالې لیز ټراس سره په انقره کې وویل، د غله دانو نړیواله ستونزه دې په یوه میاشت کې حل شي، که نه د ویجاړوونکو عواقبو شاهدان به یو. چاوش اوغلو ویلي، چې ترکیه به اجازه ور نه کړي، چې د روسیې یا بل هېواد له خوا غلا شوې غله دانه ترکیې ته وارده شي. د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې له یرغل سره د اوکراین په ملیونونو ټُنه غله جات د تور سمندرګي په بندرونو کې راګیر پاتې دي.
د کونړ مرکز اسعداباد کلي کې د یوه کور د چت پرېوتو له امله ۶ تنه مړه او څلور ټپیان دي. ویل شوي دغه کور د زیات اورښت له کبله راپرېوتی دی. د کونړ د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رئیس مولوي نجیب اله حنیف د پنجشنبې ورځ ازادي راډیو ته وویل، په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د طالبانو حکومت طبعي پېښو ته د رسیدنې چارو وزارت وايي، د هېواد په لسو ولایتونو کې ورستیو سېلابونو له امله ۱۸ کسه مړه شوي دي او سلګونه ژوبل دي. له هغې وروسته چې د چهارشنبې په ورځ په پکتیکا خوست او ننګرهار ولایتونو کې زلزلې سلګونه کسان مړه کړل د دغه هېواد په لسو ولایتونو کې سېلابونو ۱۸ کسه مړه کړي او ۲۰۰ نور یې ټپیان کړي دي. دغه شمېرې د طبعي پېښو سره د مبارزې وزارت له ازادي راډيو سره شریکې کړې دي. د دغه وزارت په وینا، ورستیو سېلابونو د ځاني تلفاتو تر څنګ مالي تلفات هم د دغو ولایتونو اوسېدونکو ته اوښتي. Читать дальше...
د جون پر ۱۹مه په شمالي وزیرستان کې وسله والو د وزیرستان ځوانانو سازمان (یوت اف وزیرستان) څلور غړي وویشتل. د سیمې پولیس وايي، پلټنې یې پیل کړې دي او هڅه کوي چې په برید کې ککړ کسان ګرفتار کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري. خو دا لومړی ځل نه وو چې د هغه سازمان غړي په نښه شول. په مارچ کې وسله والو د سازمان یو ویاند مصور داوړ وویشت او تر هغې مخکې یې تېر کال په اګست کې د سازمان مشر نور اسلام داوړ هم وژلی وو. د وزیرستان ځوانانو سازمان کله جوړ شوی او څه کار کوي؟ د پوښتنې ځواب په رپورټ کې.
د دې اوونۍ د “هارون باچا هنري ګړۍ” خپرونې مېلمه د کواټ يو پېژندلی سندرغاړی ماسټر رحيم ګل دی. نوموړی وايي، د هنر يې ۳۰ کاله وشول خو زياتوي چې له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهيسې د ده په شمول د سيمې هنرمندان له مالي او امنيتي ستونزو سره مخامخ دي. رحیم ګل وايي، د پښتونخوا د جنوبي ضلعو په کليو کې يو وارې بيا سختدريځه ډلو فعالیتونه پیل کړي او هنرمندان د موسيقۍ پروګرامونو ته نه پرېږدي. د نوموړي خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د افغانستان په زلزله ځپلو سیمو کې له کنډوالو څخه د ژوبلو او مړیو ایستلو بهیر روان دی. د طالبانو حکومتي چارواکي وايي، زیاتره ځپل شوې سیمې غرییزې دي نو ځکه هلته د لویو مشینونو وړل ګران دي. د جون پر ۲۲مه نیمه شپه راغلې زلزلې پکتیکا، خوست او ننګرهار کې مالي او ځاني زیانونه اړولي. د جون پر ۲۲مه په یوشمېر سیمو کې خلکو مړي په ډله ییزو قبرونو کې خاورو ته وسپارل. د اې اېف پي، اسوشيېټډ پرېس او رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
رانا ثنا الله د جون پر ۲۲مه په اسلام اباد کې د ملي امنيت شورا تر غونډې وروسته یوې خبري غونډې ته وويل چې د ټي ټي پي پر "هېڅ داسې غوښتنه به خبرې اترې نه کېږي چې د ايين په چوکاټ کې نه وي."
د افغانستان په تر ټولو سخت ځپل شویو دوو ولایتونو پکتیکا او خوست کې د جون پر ۲۲مه ډله ییز قبرونه کیندل کېدل او جنازې روانې وې.
د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت د خوړو له نړۍوال سازمان څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د وروستیو زلزلو او سېلابونو له ځپل شویو سره مرسته وکړي. دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د وزارت سرپرست عبدالرحمان راشد د چهارشنبې په ورځ په دې همدې اړه د خوړو د نړۍوال سازمان له مشر ریچارډ سره وکتل. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې لیدنه کې د وروستیو زلزلو او سېلابونو له ځپل شویو سره په مرستو بحث وشو. د تېرې سې شنبې زلزلې او سېلابونو په افغانستان د ځاني تلفاتو ترڅنګ ګڼ مالي تلفات... Читать дальше...
د افغانستان په پکتيکا، پکتيا او خوست ولايتونو کې د وړمې شپې د زلزلې له امله زرګونه کورنۍ بېړنيو مرستو ته اړتيا لري. افغانستان کې دننه او بهر يو شمېر سوداګرو، اشخاصو او بنسټونو له زلزله ځپلو سره د مرستو اعلان کړی دی. له زلزله ځپلو سره د مرستو تر ژمنو ورسته، د طالبانو حکومت وايي، په کور دننه او له بهر په ډېره اندازه مرستې شوې دي. د طالبانو د حکومت ویاند وايي، بهرنۍ مرستې ځني افغانستان ته رسېدلي او ځني نورې پر لاره دي. ذبیح الله مجاهد مستحقینو ته د مرستو په رسولو کې د شفافیت ډاډ هم ورکوي. نوموړی وايي... Читать дальше...
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د جون پر ۲۲مه ناوخته وویل، د افغانستان د سرې میاشت ټولنې او د نورو خیریه موسسو په ملاتړ یې خپل رضاکاران چمتو کړي چې په ناورین کې له زیانمنو سره مرسته وکړي.
په افغانستان کې وروستۍ زلزلې لسګونه کورنۍ د غم په ټغر کښېنولې اوس هم ډېری کورنۍ د خپلو خپلوانو په مړي او ژوندي پسې لالهانده ګرځي. عاقل خان چې د پکتيکا د ګيان ولسوالۍ د اوچکي سيمې اوسېدونکی او د پوهنتون محصل هم دی، د کورنۍ يې ۲۷ غړي په زلزله کې مړه شوي دي. نوموړي ازادي راډيو ته په ژړغوني غږ کيسه وکړه او ويې ويل، چې د سترګو مخ ته یې د کورنۍ غړي تر تورو خاورو لاندې شول او ځینې یې سخت ژوبل دي. عاقل خان وایي، د دوی کلي په بشپړه توګه ویجاړ شو چې پهکې اکثره مېشتې کورنۍ تر خاورو لاندې شوې دي او دومره... Читать дальше...
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د ځوانانو څانګې د جون پر ۲۲مه د پېښور خبریالانو مخې ته د هغو څلورو ځوانانو د وژنې پرضد مظاهره وکړه چې د جون پر ۱۹مه وسله والو په شمالي وزيرستان کې په يوه هدفي بريد کې وژلي ول. مظاهرچيانو د قاتلانو د نيولو او د "وزيرستان ځوانانو تنظيم" د وژل شويو غړيو کورنيو ته د انصاف ورکولو غوښتنه کوله. د شمالي وزیرستان پولیس وايي، د برید پلټنې کوي او پکې د ککړو کسانو نیولو ته ژمن دي. نور حال په ويډيويي راپور کې وګورئ.
هلته موجودو پوليس افسرانو په روغتون کې پر علي وزير د بريد د ادعا په اړه مشال راډيو ته هېڅ و نه ويل. مشال راډیو د سيند حکومت له وياند مرتضا وهاب او د اطلاعاتو له صوبايي وزير شرجيل انعام مېمن سره هم د تماس نيولو هڅه وکړه خو هغوی ټېلېفون ته ځواب و نه وايه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سېکرټر مرستیال ځانګړي استازي او د بشري مرستو همغږوونکي د جون پر ۲۲مه شپې ناوخته وویل، باور لري چې په زلزله کې شاوخوا ۲،۰۰۰ کورونه نړېدلي وي.
د روسیې د قفقاز په غرونو کې د داغستان سیمې د کوباچي کلی پروت دی چې زیاتره اوسېدونکي یې مسلمانان دي. دوی له پېړیو راهیسې ښکلي هنرونه، کسبونه ژبه او خپل دودونه ژوندي ساتلي دي. د کوباچي په سرکاري ښوونځي کې د عصري علومو تر څنګ کسبونه او هنرونه هم ښوول کېږي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو په جوړ رپورټ.
د جاپان د حکومت یو چارواکی وایي، هېواد یې هوډ لري چې د افغانستان له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي. د جاپان حکومت د کابینې مرستیال سیجي کیهارا نن په یوه خبري کانفرانس کې وویل، دوی زلزله ځپلو ته د لازمو مرستو د همغږۍ په حال کې دي. دی وایي، اوسمهال پر دې کار کوي چې د اړمنو بېړنۍ اړتیاوې مشخصې کړي. مرګونې زلزلې وړمه ورځ پکتیکا، خوست او ننګرهار کې خلکو ته د سرو او مال دروند زیان واړوه. د وروستیو معلوماتو له مخې یوازې پکتیکا کې شاوخوا زر کسان وژل شوي او یو نیم زر نور ټپیان دي. د پکتیکا د عامې روغتیا... Читать дальше...
د سره صلیب نړیوالې کمېټې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې او یو شمېر هیوادونو د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستو غږ کړی دی. د وړمې شپې زلزلې، په پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې زرګونه کسان مړه کړي، ژوبل کړي او بې کوره کړي دي. د سر ه صلیب نړیواله کمېټه وايي، د افغاني سرې میاشت ټولنې او د نورو خیریه موسسو په ملاتړ یې خپل رضاکاران چمتو کړي چې په دې ستر ناورین کې له زیانمن شویو سره مرسته وکړي. د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، افغاني سره میاشت ټولنه د پکتیکا او خوست په شمول، چې زلزلې... Читать дальше...
ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د وروستۍ زلزلې پراخوالی ښايي تر هغه څه ډېر زیات وي چې تر اوسه اټکل کېږي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږوونکي رامز الاکبروف پرون ناوخته وویل، باور لري چې نږدې ۲ زره کورونه نړېدلي او د وسایلو نشتوالی د ژوندي پاتې کسانو د موندلو او ژغورلو د هڅو خنډ دی. ده له کابل څخه د وېډیو کنفرانس له لارې په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، د هغو کسانو چې تر اوسهیې مړی-ژوندی معلوم نهدی، ښايي خورا ډېر وي. په همدې حال کې د یونسیف د ارتباطاتو ريیس سم مورت تېره... Читать дальше...
د فنلنډ د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان وايي، هېواد یې له څو لسیزو پخوا څخه د روسیې احتمالي حملې ته چمتووالی نیولی او که پرې یرغل وشي نو په وړاندې به یې کلک ودرېږي. جنرال تیمو کیونین دا خبره پرون وکړه او ویې ویل چې سکنډنیاوي هېوادونه له روسیې سره د مقاومت لپاره ډېرې وسلې لري. پر اوکراین د روسیې د یرغل ۱۲۰ ورځې پوره شوې او ورسره دا وېره رامنځته شوې چې روسیه به پر فنلنډ هم برید وکړي.
په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې اوس د پخوا په شان د کورونا په اړه ډېر څه نه ویل کېږي، هند په یوه اوونۍ کې د کورونا څه باندې ۸۲ زره پېښې ثبت کړي دي. کتونکي وايي، دې ته په پام کې په هند کې د کورونا نژدې ۲ میلیارده ډوزه واکسینونه شوي، په یوه اوونۍ کې تر ۸۲ زره ډېرو مثبتو پېښو ثبت د اندېښنې وړ دی. تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې او ورڅخه مړینې په مهارشترا، کرالا، ډیلي، کرناټک او تامیل ناډو ایالتونو کې ثبت شوي دي.