Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یو شمېر افغان سېکان: له کلونو راهیسې ځپلو او وژنو اندېښمن کړي یوو

وروسته له هغې چې په کابل کې د سېکانو په عبادتځای د وسله‌والو په تازه برید کې اوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته اوس یو شمېر افغان سېکان په افغانستان کې پر دغو لږکیو بریدونو اندېښمن کړي دي.


نرندر سنګ خالصه چې له کلونو راهیسې یې په افغانستان کې ژوند کړی، او پر دوی د یو برید پر مهال یې خپل پلار هم وژل شوی، نن شنبه د کابل کارته پروان سیمه کې د دوی پر یو درمسال برید یې اندېښنې تر بل هر وخت زیاتې کړي دي.


نرندر سنګ خالصه چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال په ولسي جرګه کې د سېکانو او هندوانو استازی هم و، ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې له کلونو راهیسې په دغه هېواد کې ځپل شوي او لا هم ځپل کېږي.


هغه وايي: "موږ لږکي یو، غریب خلک یو چې خپل شخصي کار اوبار کوو، نه چا سره سیاسي اړیکې لرو او نه هم کومه دښمني، خو له بده مرغه پر موږ ظالمانه حملې کېږي دا څلورم ځل دی چې زموږ پر درمسالونو او مقدس ځایونو باندې حملې کېږي، د دښمن شوم اهداف دي چې پر موږ یې پلي کوي، له بده مرغه تر ننه هېڅ زموږ غږ نه اوري، نه نړیواله ټولنه نه فعلي او نه مخکیني حکومت، هر وخت موږ په درد او رنځ کې یوو."




خالصه وایي، د همدې حملو او ګواښونو له امله د دغو لږکیو سلګونه کورنۍ کډوالۍ ته اړې شوي او اوس په افغانستان کې یوازې دوه سوه افغان سېکان پاتې دي چې په خبره هغوی هم په وېره کې ژوند کوي.


بلخوا ځینې افغان سېکان چې له هېواده بهر شوي هم دي وایي، په افغانستان دننه نورو خپلوانو او سېکانو د ژوند په اړه اندېښمن دي.


شمي سنګه، چې له تېر یو کال راهیسې د هند ډهلي ته کډوال شوی، ازادي راډیو ته یې وویل چې تېر ۲۰۲۰ کال کې د کابل په شور بازار سیمه کې د دوی پر یو درمسال برید کې یې د کورنۍ غړي او خپلوان له لاسه ورکړل او بالاخره امنیتي ګواښونو اړ کړ چې افغانستان پرېږدي.


هغه وايي: "څومره هم چې زموږ بې چاره خلک هلته ( افغانستان) کې پاتې دي، له ستونزو سره مخ دي، دا ډول چاودنې پرې کېږي بالاخره د ژوند لپاره هېڅ هیله نه شته، هلته چې څوک اوسېږي په وېره ژوند کوي."


شمي سنګه له نړیوالې ټولنې د دغو افغان لږکیو د ژوند د دایمي امن د تامیندو لپاره د یو حل لارې موندلو غوښتنه کوي.


دا سېکان افغانان داسې مهال خپلې اندېښنې مطرح کوي چې تر دې وړاندې هم له تېر ۲۰۱۸ کال راهیسې په بېلابېلو خونړیو حملو کې یې درمسالونه، ګردوارې او نور مقدس ځایونه په نښه او په لسګونو ښځې، ماشومان او نارینه په کې په نښه او ووژل شول.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus