Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په کندهار کې له حجاب پرته څارویو سره د ښځو تشبیه کولو غبرګونونه پارولي

په کندهار کې د حجاب د تبلیغ او د طالبانو له خوا له حجاب پرته ښځې له څارویو سره له تشبیه وروسته د اروپايي اتحادیې غبرګون وښود.


په کندهار کې په یو بنر لیکل شوي، هغه ښځه چې حجاب نه اغوندي د حیوان ښکارندویي کوي.


پر دغه بنر باندې د تورې چادرۍ عکس چاپ شوی.


په دغه اعلان کې، چې د کندهار ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ادارې له خوا نصب شوى، ويل شوي، چې لنډې او نازکې جامې اغوستل هم د بې حجابۍ سره برابرې دي.


دې اعلان په هېواد دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راوپارول.


د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکولسن په دې وروستیو کې په کندهار کې د حجاب بنرونو په اړه غبرګون ښودلی او په یوه ټویټ کې یې ویلي: "د خلکو له څارویو سره د مشابهت او ورته چلند د پیل ترمنځ ګام اکثراً لنډ وي."


هغه زیاته کړه: "له دې کړنو څخه هېڅ یو د یو باعزته، مشروع او مسوول حکومت ځانګړتیا نه ده، کوم چې د خپلو اتباعو یا په نړۍ کې د خپل اهمیت پروا لري."


په همدې حال کې یو شمېر افغان مېرمنې له څارویو سره د ښځو پرتله کول ښځو ته ښکاره سپکاوی ګڼي.


یوې ښځې چې نه یې غوښتل په راپور کې د امنیتي دلایلو له مخې نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، چې د طالبانو حکومت د نورو موضوعاتو په څېر د حجاب په اړه هم د اسلامي شریعت له مخې نه بلکې د سیاسي انګېزې له مخې معامله کوي.


هغې وویل: "په اسلام کې حجاب د پوښ کولو معنی لري، چې یوازې د ښځو لپاره نه، بلکې د نارینه وو لپاره هم ده، او مهمه مسئله یې دا ده چې د حجاب نه اغوستلو لپاره هېڅ حکم او کومه سزا نه ده ټاکل شوې، او د حجاب مسئله د یوې شرعي مسئلې په نسبت تر ډېره اخلاقي مسئله ده. لکه ریښتیا ویل او یا په وعده وفاکول."


یوې بلې افغانې مېرمن وجیه امیري وویل: "افغانې ښځې ټولې حجاب اغوندي، او طالباني حجاب پر ښځو د ظلم او سپکاوي لپاره یوه بهانه ده."


خو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په کندهار کې لګول شوي بنرونه ښځې حجاب ته د هڅونې په توګه بیانوي.




هغه وویل: "دا یو هڅونکی بحث دی چې د ښځو د پوهاوي لپاره لیکل شوی، او خدای مه کړه ښځې د حیواناتو سره نه دي تشبیه شوي، تفسیر یې ناسم تعبیر شوی، هلته ویل شوي کومه ښځه چې بې حجابه وي، هغه په خپله د څارویو لور ته تلل دي، انسان یو اشرف مخلوق دی، او له حیواناتو سره یې توپیر دا دی چې په حجاب پوښل کېږي."


له هغه وروسته چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلې، د ښځو حجاب د دوی یو له مهمو بحثونو څخه ګڼل کېږي.


دوی په دې وروستیو کې د ښځو لپاره بوقره یا تور عربي حجاب اغوستل لازمي بللي.


دوی حجاب دغه تعریف له اسلامي شریعت سره سم ګڼي، هغه څه چې د ډېرو دیني عالمانو په باور ناسم دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus