د اوکراین د اودیسې یوه چارواکي وویل، سره له دې چې پر دې بندر د روسیې د حملې احتمال شته، اوکراین نه غواړي چې د غلې په صادراتو کې د خنډ پېښېدو په خاطر د دې سیمې په اوبو کې ماینونه کېږدي.
د اوکراین د اودیسې والي سرګي براتچوک په یوه ویدیويي پیغام کې، چې پرون چهارشنبې یې خپور کړ، وویل، که په اودیسې بندر کې ماینونه کېږدو روسي جنګي بېړۍ به سمدستي دې سیمې ته راشي.
ده زیاته کړه، روسیه په دې فکر کې ده چې پراشوتي ځواک په اودیسې ښار کې کښته کړي او پر بندر یې پوځي یرغل وکړي.
له دې سره په یو وخت د روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په انقره کې د اوکراین د غلو د صادراتو لپاره د لارو پر موندلو خبرې وکړې.
د روسیې د یرغل له وخته د اوکراین د غلو د صادراتو مخه نیول شوې ځکه چې روسي ځواکونو د اوکراین بندرونه محاصره کړي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل، هېواد یې چمتو دی چې د اوکراین د غلو د صادرېدو په برخه کې تضمین ورکړي.
د روسیې د باندنیو چارو وزیر له دې څرګندونو مخکې د اودیسې والي سرګي براتچوک ویلي و چې د اوکراین د غلو بیړۍ باید د ناټو د بیړیو له لوري سکورټ یا بدرګه شي.
خو د ترکیې حکومت وړاندیز کړی چې د اوکراین د صادرېدونکو غلو بیړۍ به دوی بدرګه کړي.
تر جګړې مخکې اوکراین په نړۍ کې د غنمو څلورم ستر صادروونکی و او همداراز د لمرګلي کابو نیمايي غوړي یې تولیدول.
د اوکراین د جګړې له کبله په نړۍ کې نه یوازې د غلې بلکې د غوړیو بیه هم لوړه شوې ده.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په وروستیو کې خبرداری ورکړی و چې د بندرونو د محاصرې له کبله به په راتلونکو څو میاشتو کې د غلو بیه درې برابره لوړه شي.
پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله نه یوازې د اوکراین د زراعت یوه برخه له منځه تللې بلکې د کرنیزو محصولاتو په تېره بیا د غلو او غوړیو صادرات تم شوي دي.