Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ځینې افغان مېرمنې له منزوي کېدو اندېښمنې دي

یو شمېر افغان مېرمنې په دې هېواد کې د منزوي کېدو او د روښانه راتلونکې د نه درلودلو له امله اندېښمنې دي.


په افغانستان کې د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ د لس میاشتو په تېرېدو د ښځو د منزوي کېدو اندېښنې ورځ تربلې زیاتېږي.


یو شمېر مېرمنو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ښځو د اجماع په دوهمه ناسته کې د حکومت د ملکي کارکونکو مېرمنو په بې برخلیک توب اندېښه وښوده او ویې ویل، چې باید د مېرمنو د بې کارۍ ستونزې ته رسېدنه وشي.


د دغې ناستې یوې ګډونوالې لیدا حسینې ازادي راډيو ته وویل: "د دې کنفرانس د ترسره کولو هدف په ملکي بستونو کې د مېرمنو ځای پر ځای کول، او د دوی لپاره د میاشتنیو معاشاتو اجرا کول وو، او دا چې ښځې ژر تر ژره له روانې بدبختې راووځي، ډېری مېرمنې د خپلو کورنیو سرپرستانې دي."


د نن ورځې د ناستې په خبرپاڼه کې راغلي دي چې طالبانو یوازې د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون د ۱۲۰ مېرمنو بستونه له منځه وړي خو د دوی د هڅو په پایله کې لس مېرمنې بېرته په کار وګومارل شوې.


له مېرمنو د کارونو د اخیستو ترڅنګ پر دوی نور بېلابېل محدودیتونه هم لګېدلي دي.


اجباري حجاب او له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر ښوونځيو بندیز نور هغه موارد دي چې په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه او اندېښنې لرلي.






د ښوونځي یوه زده کوونکې پښتنې په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "په ډېرو ستونزو، انفجار او انتحار، یخنۍ او ګرمۍ کې مې تر دولسمه زده کړې وکړې، اوس چې دولسم ټولګی پای ته ونه رسوو، نو دا به زموږ لپاره لوی زیان وي، ما هېڅ وخت فکر نه کاوه چې زه به په کور کېنم، او د ښوونځي دروازه به زما پر مخ وتړل شي، ښوونځيو ته تګ به زما لپاره یو خوب وي."


دا په داسې حال کې ده، چې تازه د اروپايي پارلمان یوې غړې هانا نیومن له امریکا غږ تلوېزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې طالبانو د افغان مېرمنو په اړه خپلې د یو کال وړاندې ژمنې نه دي عملي کړي.


هغه وايي: "زه باید اعتراف وکړم چې سیاسي وضعیت او د ښځو د ازادۍ وضعیت تر هغه چې ما یې تمه درلوده مخ په خرابېدو ده، د تېر میلادي کال په اکتوبر میاشت کې مې په ملي کنفرانس کې طالبان ولیدل چې ویل يې مېرمنې به بشپړه ازادي ولري، کولای شي خپل عادي او مسلکي ژوند وکړي، په خپله خوښه لباس وټاکي، خو اوس ښځو ته په دفترونو کې د کار اجازه نه ورکول کېږي، هغه چې کار کوي هم له سختو ستونزو سره مخ دي، دوی باید په تلوېزیونونو کې مخ پټ کړي، موږ ګورو چې طالبان په ښکاره ډول مېرمنې په عادي ژوند کې منزوي کوي."


مېرمن نیومن وویل، په روان وضعیت کې به اروپايي ټولنه د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.


د طالبانو د حکومت ویاندویانو د دغو څرګندونو په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې خو له دې وړاندې يې په وار وار ویلي دي، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د مېرمنو حقونو ته ژمن دي.


دا په داسې حال کې ده، چې د اجباري حجاب او د تلوېزیونونو په ښځینه ویندویانو د مخ پتولو په اړه د دوی پرېکړو، ان د یو شمېر دیني عالمانو او پخوانیو مجاهدینو غبرګون هم له ځانه سره درلود.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus