Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل ته ځینې ستانه شوي مخکیني چارواکي طالبانو ته: حکومت کې ټولو ته ونډه ورکړئ

افغان شخصیتونو سره د طالبانو د حکومت د تماس کمېسیون له لوري کابل ته یو شمېر ستانه شوي پخواني چارواکي وایي، د طالبانو په حکومت کې باید ټولو افغانانو ته ونډه ورکړل شي.


کابل ته یو شمېر تازه ستانه شوي پخواني چارواکي د طالبانو له حکومت غواړي، چې په افغانانو باور وکړي او په کار پوه کسان په خپل حکومت کې شامل کړي.


له دې ډلې د تېر جمهوري حکومت د برښنا شرکت مشر امان الله غالب چې پرون چهارشنبې د مې میاشتې په اتمه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره یې په لیدنه کې وویل: "کله چې بهرنیان په خپل هېواد کې دندې ونه مومي بیا راځي درېیم هېواد ته او دلته کار کوي په داسې حال کې چې د دې په پرتله زموږ خپل افغانان په کار پوهېږي، ما په تېر نظام کې هم ویل که چېرې زما نوم هم بهرنی ( مایکل او جورج) وای پر ما به مو باور کاوه په داسې حال کې چې زه هم ماستري لرم او کار مې کړی، نو ښه به دا وي چې په خپلو افغانانو باور وکړئ."


ښاغلي غالب ټینګار وکړ، چې هېواد ته د وضعیت د ارزولو لپاره راغلی، او په خبره یې نورو همکارانو او پخوانیو چارواکو ورته ویلي که چېرې وضعیت د دوی د بېرته ستنېدو لپاره سم وي نو نور پخواني چارواکي او سیاستوال به هم بېرته هېواد ته ستانه شي.


دا موضوع د طالبانو د حکومت د یاد کمېسیون له لوري افغانستان بل ستون شوي سیاستوال فاروق وردګ هم کابل ته د رسېدو پر مهال رسنیو ته وکړه او ویې ویل، چې ډېرو نور افغان سیاستوال هم په بهر کې په تمه دي او دوی غواړي چې د وضعیت د ارزولو وروسته د طالبانو د حکومت او هغوی تر منځ ارتباطي پُل شي.




خو دا په داسې حال ده، چې له بلخوا په افغانستان د حکومت د مخکینو کارکوونکو د ترور په اړه راپورونو او اندېښنو ته په پام، لا هم ډېر خلک غواړي له دغه هېواده ووځي.


هڅه مو وکړه کابل ته د پخوانیو چارواکو او سیاستوالو له ډلې فاروق وردګ، دولت وزیري، انتظار خادم او حسن مبارک عزیزي سره هم خبرې وکړو خو ونه توانېدو.


خو طالب چارواکو تر اوسه یادو ستنو شویو کسانو او یا نور هغه کادرونه، سیاستوال او چارواکي چې په تېر حکومت کې یې کار کړی او غواړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، د دندې ورکول په اړه څرګند څه نه وايي.


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپریت وزیر امیر خان متقي هم دغو ستنو شویو کسانو سره په لیدنه کې ویلي: "دا چې څوک په واک او اقتدار کې وي که نه وي، دا چې موږ هېواد کې شاوخوا ۴۰ میلیونه نفوس لرو ټولو ته څوکۍ او واک نه رسېږي، خو له خپل کلي او کور باید بېګانه نه شي، نو موږ هیله مند یو چې د تاسو له لوري هغو نورو هېوادوالو ته چې له هېواده بهر دا پبغام ورکړل شي چې هومره تبلیغات چې کېږي افغانستان کې هغه شان حالت نه شته."


دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ډېری افغان سیاستوال او د تېر حکومت چارواکي او د ادارو ارشد کارکوونکي له افغانستانه ووتل، هغوی هم چې په هېواد دننه پاتې شول له دندو ګوښه شوي -خو طالبانو ادعا کړې چې ټول دولتي پخواني کارکوونکي په خپلو دندو کې برحاله دي.


د یادونې ده، چې د طالبانو حکومت هېواد د افغان سیاسیونو او پخوانیو چارواکو د ستنولو لپاره په دې وروستیو کې د اړیکو یو کمېسیون جوړ کړ چې د وري په څلورمه یې خپل کار پیل کړ او تر اوسه یې یو شمېر پخواني ټیټ پوړي او جګپوړي چارواکي هېواد ته ستانه کړي دي.






خو د افغانستان د ملي پیوستون نهضت مشر سید اسحق ګیلاني وايي، کوم کسان چې تر اوسه هیواد ستانه کړل شوي، ډېرې مطرح سیاسي څېرې نه دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus