د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې اوکراین کې به د دوی د پوځیانو جګړه پر مخ ځي او اوس بهیې ډېر تمرکز د دغه هېواد په ختیځه برخه وي. اوسمهال د اوکراین د دونباس سیمې څو موقعیتونو ته د روسیې د تجهیزاتو کاروانونه پر لاره دي. د روسیې ولسمشر داسې مهال د اوکراین په ختیځ کې د جګړې د دوام خبره کړې چې د امریکا ولسمشر د روسیې دا جګړه "نسلوژنه" یاده کړه. جو بایډن په ظاهره د نسلوژنې له عبارته وروسته لږ شاتګ وکړ او ویېویل امریکا په رسمي ډول په دې اړه څه نهدي موندلي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي... Читать дальше...
د طالبانو حکومت لهخوا د نجونو پر زدهکړو د محدودیتونو په دوام، د ۱۴۰۱ کال د کانکور برخلیک هم نامعلوم دی. هغه ښځينه زدهکوونکو چې له يو کال راهيسې د سږني کانکور ازموينې ته چمتووالی نیولی، اوس وايي څرګنده نهده چې د کانکور ازموينه به ترسره شي که نه. دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د ۱۴۰۰ کال د کانکور د کامیابه شویو زدهکوونکو درسونه هم نهدي پیل شوي. تبسم په تېر کال کې له ټولو ننګونو سره سره د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینې ته چمتووالی نیولی دی. خو نوموړې وايي چې د طالبانو د واکمنۍ په راتګ او... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت (پنټاګون) وايي، په کابل کې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۹مه د دوی د بېپیلوټه الوتکې په برید کې قرباني شوې کورنۍ یې له یاده نهده وېستې. د پنټاګون ویاند جانکربي پرون رسنیو سره خبرو کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، دوی امریکا ته د دې کورنۍ د لېږد او ورته د غرامت په ورکولو کار کوي. ښاغلی کربي وايي: "د احمدي له کورنۍ تازه احوال نهلرو، خو تاسې ته ویلی شم چې موږ متحده ایالاتو ته د هغه د کورنۍ د لېږد له یاده نهدی ویستلی. ډاډه اوسئ چې له مالي اړخه هم سم عمل کوو. پر دې بهیر لا کار روان دی او موږ یې په فعال ډول څارو. Читать дальше...
په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د ښځو د حقونو د نقض په اړه د اندېښنو په دوام، د بخښنې نړیوال سازمان وايي نړۍ باید له طالبانو سره د خبرو پر مهال د ښځو حقونه د سرو کرښو په توګه مطرح کړي. د افغانستان لپاره د دې سازمان کمپاینرې سمیرا حمیدي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو د ښځو د حقونو په اړه په خپلو ژمنو عمل نهدی کړی او نړیواله ټولنه باید په دې اړه له طالبانو حساب وغواړي. مېرمن حمیدي زیاتوي: "د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښمن دی. موږ په افغانستان کې د ټولو انساني حقونو د لهمنځه تلو شاهد یو. Читать дальше...
دا ځل مو په مشال مرکه کې رفيع الله کاکړ مېلمه دی. نوموړی د بلوچستان د پښتون مېشتې سيمې ګلستان اوسېدونکی دی. ده لوړې زده کړې د برتانيا له اوکسفرډ پوهنتونه کړې دي. هغه د حکومتي تګلارې، پرمختيا او سياسي چارو متخصص دی. په مشال مرکه کې د هغه د ژوند او کار په اړه اورئ.
دا راپور چې په ۲۰۲۱ز کال کې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو کې د بشري حقونو وضعیت او پرمختګ ته اشاره کوي، په افغانستان کې د بشري حقونو حالت د اندېښنې وړ بولي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د اوکراین په بندري ښار ماریوپول کې د اوکراین له زرو ډېر سمندري ځواکونه د دوی پوځیانو ته تسلیم شوي دي. د روسیې دولتي ټلوېزیون داسې انځورونه خپاره کړي چې دغه سرتېري د فولادو په یوه فابریکه کې روسي سرتېرو ته داسې مهال تسلیمېږي چې اکثرهیې ټپیان هم دي. د اوکراین چارواکو بیا ویلي چې پر دې ادعا تبصره نهشي کولای او تأییدوي یې هم نه. که چېرته دا ادعا تأیید شي، دا به د اوکراین هغو هڅو ته لویه ضربه وي چې غواړي د ماریوپول ښار کنټرول په خپل لاس کې واخلي. ماریوپول پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله د تودو جګړو شاهد دی.
سویډن د افغانستان لپاره د بشري مرستو له صندوق سره د ۷۰ ملیون سویډني کرونو چې اووه ملیون او ۲۰۰ امریکایي ډالره کېږي، نوې مرسته وکړه. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږه کوونکې ادارې (اوچا) په یوه ټویټ کې ویلي چې سویډن دا مرسته د روان ۲۰۲۲ کال د بشري مرستو له صندوق سره کړې او زیاتوي چې سویډن د دغه صندوق درېیم لوی بسپنه ورکوونکی دی چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې یې د ۸۲ ملیون او ۲۰۰ زره ډالرو مرسته کړې ده. اوچا د دغې مرستي د هرکلي په ترڅ کې ویلي چې دغه مرسته په افغانستان کې د خلکو ژوند ژغوري. په عین حال... Читать дальше...
د افغانستان بانک وایي، له دې وروسته ټول دولتي او نادولتي کارکوونکي له محدودیتونو پرته له بانکونو خپل معاشونه اخیستلی شي. د دغه بانک ویاند صابر مهمند رسنیو ته ویلي، دا ګامیې د مالي او بانکي سکټور د بیا رغونې په هدف او امکاناتو ته په کتو پورته کړی دی. ښاغلی مهمند وايي: "ټول سوداګریز بانکونه به د دولتي او غیر دولتي کارکوونکو معاشونه د دوی له غوښتنې سره سم له ځنډ او محدودیت پرته تادیه کوي، افغانستان بانک په هېواد کې د بانکي نظام د ټیکاو او هېوادوالو ته د لا نورو خدماتو د برابرولو په موخه ژمن دی."... Читать дальше...
د طالبانو حکومت وایي، نظامي محکمې یې یو شمېر مجرمینو ته بېلابېلې سزاګانې ورکړې دي. په هغه خبرپاڼه کې چې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه کې ایښې، ویل شوي چې "په هېواد کې د اسلامي حاکمیت د ټنګښت په هدف د اسلامي امارت د مجاهدینو له نوم څخه د ناوړه ګټې اخیستو د مخنیوي په لړ کې یو شمېر کسان چې اووه تنهیې انسان تښتوونکي، یو قاتل او نور غله او جعلکاران بلل شوي، په حبس او نورو سزاګانو محکوم شوي دي". د خبرپاڼې له مخې نظامي محکمه د هغو کسانو دوسیې څېړي او په اړهیې پرېکړې کوي چې د "اسلامي... Читать дальше...
د تعلیم وزیر په خپلو خبرو کې دعوه وکړه چې بې له بلوچستانه په ټول هیواد کې زیات تره پوهنتونونه د صوبايي حکومت په واک کې دي او اوس به دوی هم هڅه کوي چې د پنجاب او سیند صوبو په شان د لوړو زده کړو چارو لپاره خپل کمېشن جوړ کړي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل یو تازه راپور کې ادعا کړې چې طالبانو د خپلې حکومتوالۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر نظام ۵۰۰ امنیتي ځواکونه وژلي یا یې په زور ورک کړي دي. نیویارک ټایمز لیکلي طالبانو خپله اعلان کړې عمومي عفوه نهده مراعت کړې، هغه څه چې طالبانیې ردوي. دغې ورځپاڼې پرون سې شنبه د اپرېل په ۱۲مه په خپل راپور کې ویلي چې دوی څېړنې کړي او موندلي یې دي چې طالبانو د خپلې حکومتوالۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر نظام ځیني دولتي چارواکي او د امنیتي ځواکونو سرتېري او افسرانو له ډلې ۵۰۰ کسان... Читать дальше...
په افغانستان کې طالب چارواکي وايي چې دا هېواد يې د اسلامي دولت يا داعش له وسله والو پاک کړی، خو د امنیتي چارو پوهان بيا یاده ډله په پاکستان کې د امنیت لپاره یو خطر ګني. اسوشیېټېډ پرېس اژانس په یو راپور کې دې ته کتنه کړې چې داعش وسله واله ډله اوس په افغانستان او پاکستان کې په څه حال کې ده؟
د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو چې پرافغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنیدو سره ړنګ شول، په لیکو کې له درې زره زیاتو ښځو دندې ترسره کولې. اوس یوشمیردغې ښځې له افغانستانه وتلي، یوشمیرنورو یې د افغانستان دننه پټ ژوند ته مخه کړې او ډیرې کمې یې په ملکي برخو کې په کارونو بوختې دي. د طالبانو له خوا د ښځو په ګډون د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو د په سلګونو غړیو د وژل کیدو راپورونه ورکړل شوي دي. طالبان وایي، عمومي بښنه یې اعلان کړې او دغه راپورونه ردوي. طالبان د پخوانیو پوځیانو د وژنو لامل شخصي... Читать дальше...
د روسیو تجهیزاتو کاروانونه له مختلفو خواوو څخه د مشرقي دونباس سیمې پر لوري روان دي او امریکايي ولسمشر جو بایډن په لومړي ځل ویلي چې د روسیې جنګ د "نسل وژنې یا توکموژنې" په زمره کې راځي.
د مسلم ليګ (ن) مشر شهباز شريف د اپرېل پر ۱۲مه نېټه د پاکستان قامي اسمبلۍ وزیراعظم وټاکه. تر دې وړاندې اسمبلۍ د اپرېل پر ۱۰مه نېټه د نه باور تحريک له لارې د تحريک انصاف مشر عمران خان د لومړي وزیر له څوکۍ لیرې کړ. عمران خان څه باندې درې نيم کاله واکمن وو. د هغه د حکومت مخالفه ګوندونو به تور پورې کاوه چې د عمران خان په واکمنۍ کې د هېواد اقتصاد خراب شوی، سياسي او د رسنیو ازادۍ محدودې شوې دي. اوس چې شهباز شريف د وزیراعظم په توګه په رسمي توګه کار پیل کړی نو پوښتنه دا ده چې هغه له کومو چيلېنجونو سره مخامخ... Читать дальше...
د پاکستان نوي وزیراعظم شهباز شریف او د هغه هېواد حکومتي ادارو د تحریک انصاف ګوند د تورونو په ځواب کې څه نه دي ویلي خو شریف په قامي اسمبلۍ کې د وزیراعظم په توګه تر منتخبېدو وروسته ویلي ول چې په خپله واکمنۍ کې به له پخواني حکومته غچ نه اخلي.
د پاکستان اوسېدونکي وايي، له ګرانۍ او بې روزګارۍ زښت تنګ شوي دي او له نوي وزیراعظم شهباز شریفه یې تمه ده چې د اقتصاد سمولو هڅې به وکړي او خلکو ته به د کار موقعې برابرې کړي. دوی وايي، شریف دې په هېواد کې د صنعتي پرمختګ لپاره اقدامات وکړي. نور د رویټرز اژانس له ویډیو څخه په جوړ رپورټ کې.
د کیمیاوي وسلو د مخنیوي نړیوالې ادارې د اوکراین په ماریوپول ښار کې د کیمیاوي وسلو د کارولو د ناتأیید شویو راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې. د ملګرو ملتونو دې اړوندې ادارې پرون وویل چې د ماریوپول وضعیت له نږدې څاري. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي چې ښايي د روسي ځواکونو لهخوا په دې بندري ښار کې د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه د کره معلوماتو ترلاسه کول ممکن نهوي، خو د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې پرون وویل چې د دې راپورونو په اړه څېړنې روانې دي.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو نوی راپور ښيي چې افغانستان د طالبانو لاس ته له لوېدو وروسته، د بشري حقونو په برخه کې شا تګ کړی دی. دا راپور چې په ۲۰۲۱ کال کې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو کې د بشري حقونو وضعیت او پرمختګ ته اشاره کوي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بولي. د دې راپور د خپرېدو پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته په اشارې وویل: "په افغانستان کې د طالبانو واک یو بشري ناورین جوړ کړی او په جدي ډول د بشري حقونو د کمزورۍ لامل شوی. Читать дальше...
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د بریتانیا او مشترکالمنافع د ټولو هېوادونو له غړو غوښتي چې افغانستان ته له هر راز سفر څخه ډډه وکړي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پرونیې پر خپله وېبپاڼه خپور کړی دی، ویلي لاهم په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه نهدی، هلته دوامداره ګواښونه شته او په ټول افغانستان کې د ترهګرو د بریدونو ډېر امکانات دي. د مشترکالمنافع هېوادونو شمېر د بریتانیا په ګډون ۵۴ ته رسېږي.
په پاکستان کې موسیقاران وايي، د مغلو د واکمنۍ د وخت یوه مشهوره اله سارنګي په ورکېدو ده. دوی وايي، د سارنګۍ زیاتره استادان مړه دي او بل د دې الې پر جوړېدو د زیات لګښت او په غږولو یې کم امدن د دې د ورکېدو مهم لاملونه دي. نور د اژانس فرانس پرېس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
په لغمان کې چارواکو د درې کسانو د وژلو خبر ورکړ. په دغه ولایت کې د طالبانو حکومت ویاند صلاحالدین زاهد پرون ازادي راډیو ته وویل، دا درې تنه په مرکز مهترلام کې د وسلهوالو د ډزو پر مهال وژل شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې وسلهوالو په رېکشا کې پر ناستو کسانو ډزې وکړې. په دې پېښه کې یو تن ټپي شوی هم دی. تر اوسه د دې برید علت نهدی څرګند، خو د لغمان د والي ویاند وایي چې برید کوونکي له مقاومته وروسته ټپیان شوي او اوس په توقیف کې دي.
افغان پاسپورټ په ۲۰۲۲م کال کې تر ټولو بېاعتباره پاسپورټ ګنل شوی دی. د هینلي په نوم مؤسسه چې په نړۍ کې د پاسپورټونو د اعتبار کچه معلوموي په خپله وېبپاڼه کې ویلي دي چې پر افغان پاسپورټ د نړۍ یوازې ۲۶ هېوادونو ته څوک سفر کولای شي. تر افغانستان وروسته د عراق، سوریې او پاکستان پاسپورټونه تر ټولو بېاعتباره بلل شوي دي. د جاپان او سنګاپور پاسپورټونه تر ټولو بااعتباره پېژندل شوي چې د دې پاسپورټونو څښتنان له ویزې پرته د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته تللی شي.
د نیویارک په ښار کې د ډزو پر مهال لږ تر لږه ۱۶ تنه ټپیان شوي دي. پولیس وایي چې یوه وسلهوال پر هغو کسانو ډزې کړې دي چې د میترو په تمځي کې رېلګاډي ته منتظر وو. د پولیسو په وینا وسلهوال لومړی پر خلکو ګازي بم واچاوه بیا چې هره خوا لوګی شو ډزې یې وکړې. برید کوونکی له سیمې تښتېدلی دی او پولیس وایي چې د هغه د موندلو په لټه کې دي. تر اوسه چا د دې پېښې مسؤلیت نهدی منلی او علتيې هم روښانه نهدی.