Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

نیویارک ټایمز: طالبانو ۵۰۰ مخکېني پوځیان وژلي یا یې تري‌تم کړي، طالبان‌یې ردوي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل یو تازه راپور کې ادعا کړې چې طالبانو د خپلې حکومتوالۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر نظام ۵۰۰ امنیتي ځواکونه وژلي یا یې په زور ورک کړي دي.


نیویارک ټایمز لیکلي طالبانو خپله اعلان کړې عمومي عفوه نه‌ده مراعت کړې، هغه څه چې طالبان‌یې ردوي.


دغې ورځپاڼې پرون سې شنبه د اپرېل په ۱۲مه په خپل راپور کې ویلي چې دوی څېړنې کړي او موندلي یې دي چې طالبانو د خپلې حکومتوالۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر نظام ځیني دولتي چارواکي او د امنیتي ځواکونو سرتېري او افسرانو له ډلې ۵۰۰ کسان یا وژلي یا هم په زوره‌یې ورک کړي، هغه څه چې طالبان‌یې ردوي.


نیویارک ټایمز د خپل دې راپور په یوه برخه کې لیکلي چې د عمومي عفوې په اړه د طالبانو ژمنه یوازې "تشه ژمنه" وه.


دغې ورځپاڼې په دغه څېړنیز راپور کې چې پرون سې شنبه‌یې خپور کړی ویلي چې دغه موندنې یې خبریالانو، د بشري حقونو له فعالانو، د قربانیانو له کورنیو او هغوی سره چې ژغورل شوي، د مرکو پر بنسټ برابر کړی دی.


د راپور له مخې د پخواني جمهوري نظام د کارکوونکو او پوځیانو د کورنۍ غړي هم په وژل شویو یا ورکو شویو کې شامل دي.




په دغه راپور کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو حکومت له عمومي بخښنې سره سره د پخواني حکومت د کارکوونکو او پوځیانو وژنو او تري تم کولو ته دوام ورکړی، هغه راپور چې طالبان‌یې ردوي او له عقدې ډک‌یې بولي.


یو له دغو کسانو د میدان وردګ ولایت اوسېدونکی ۳۱ کلن ذبیح‌الله د عامه نظم افسر و چې دوه میاشتې مخکې له خپل اوښي سره یوځای وژل شوی دی.


د ذبیح‌الله خوریې (د خور زوی) چې د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي ادعا کوي چې ماما او د ماما ځوان اوښی یې چې دواړه د عامه نظم افسران و د میدان وردګو سید اباد ولسوالۍ کې د طالبانو یوه قوماندان له لوري ووژل شول.


دی زیاتوي: "د میدان وردګ ولایت سیداباد ولسوالۍ تنګي درې قلعه امیر بازار کې له خپل اوښي سره یوځای له بده مرغه د طالبانو د یو سیمه‌ییز قوماندان له لوري یوړل شول، یوه اوونۍ یې جسدونه ورک وو بیا یې په باغ کې اچولي وو، په ډېر فجیح ډول شهیدان کړل شوي وو."




له وژل شوي ذبیح‌الله یوه درې کلنه لور او یو یو نیم کلن زوی پاتې دي.


د پلازمېنې د سقوط په ورځ او د طالبانو له واکمنېدو سره د ورته پېښې ادعا په کابل کې هم شوې ده.


یو ځوان چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله‌یې نوم او مشخصات په راپور کې خپاره شي، ادعا کوي چې د اګسټ پر ۱۵مه طالبانو ته منسوب کسانو چې سپین بیرغونه‌یې په لاس او په رنجر موټرو کې و ده او مشر ورور یې چې د ۳۸ کلونو په عمر و تعقیب کړل او ډزې یې پرې وکړې چې په پایله کې دی ټپي او ورور یې ورته وواژه.


دا دوه وروڼه یو د کابل د صفر ۱۱ امنیت ریاست مرستیال او  بل افسر و: "د سقوط په ورځ کله چې موږ له دندې بېرته کور ته تلو د ترخېلو په سیمه کې موږ ته وسله‌وال کسان ولاړ وو، هغوی غوښتل موږ ونیسي کله چې ترې وتښتېدو پر موږ یې ډزې کولې وروسته چې تر قصبې ورسېدو رنجر موټر کې موږ پسې و او څارلو یې، مخې ته مو یو کرولا موټر راووت او پر موږ یې له کلاشینکوف نه ډزې وکړې چې ورور مې ووژل شو او زه ټپي شوم."


د ملي امنیت دا پخوانی افسر وایي، خپله سخت ټپي دی او د کورنۍ او یتیمو ماشومانو سرپرستۍ ته بل څوک نه‌لري.


طالبانو مشخصاً د دغو ادعاوو په اړه څه ونه‌ویل، خو وایي چې د عمومي عفوې خلاف کار نه‌دی شوی.




د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې په ټول افغانستان کې له هېڅ‌چا غچ نه‌دی اخیستل شوی.


نوموړي وویل: "موږ دا راپور په کلکه ردوو، هېڅ داسې شواهد نه‌شته چې دا ادعا ثابته کړي، موږ افغانستان کې داسې څه نه‌ګورو چې چا نه دې غچ اخیستل شوی وي یا دې څوک وژل شوي وي، یا هم خدای مه‌کړه د عفوې خلاف کوم عمل ترسره شوی وي."


دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو نړیوال سازمان په بېلابېلو راپورونو کې د طالبانو له لوري د پخوانيو امنیتي ځواکونو، چارواکو، مدني فعالانو د وژلو او بې‌درکه کولو په اړه راپورونه او اندېښنې خپرې کړې وې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus