له نن څخه دېرش کاله مخکې په افغانستان کې د ډاکټر نجيب الله په مشرۍ حکومت چې د پخواني شوروي اتحاد ملاتړ يې درلود نسکور شو او مجاهدين واک ته ورسېدل. دا ورځ مجاهدينو د پخواني شوروي او د شوروي ملاتړ لرونکيو افغان نظامونو پر وړاندې د خپلې بريا د ورځې په توګه ولمانځله. خو د دې لمانځنې څخه ډېر وخت نه و وتلی چې دوی په خپلو کې په بې سارې کورنۍ جګړې واوښتل. نور په دې راپور کې:
د عراق په انبار صوبه کې د پاخه هوډ په نوم پوځي مشقونه شوي. د تمرینونو موخه د اسلامي دولت یا داعش ډلې د فعالیتونو مخه نیول دي. عراقيو ځواکونو په ۲۰۱۷ز کال کې داعش ډلې ته ماتې ورکړي وه. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.
د امریکا د متحد ایالتونو دفاع وزارت په یوه نوي راپور کې ویلي دي، چې کله تېر کال امریکایي ځواکونه اګسټ په دېرشمه له افغانستانه ووتل، د اووه میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې یې په دغه هېواد کې پرېښودې. د راپور له مخې دا هغه وسلې دي، چې د تېرو شپاړسو کلونو په ترڅ کې متحد ایالتونو افغانستان ته لېږدولې وې. سي این این خبرې څانګه د امریکا د متحد ایالتونو د دفاع وزارت په وینا خبر ورکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې، واشنګتن د دې وسلو د ایستلو یا له منځه وړلو لپاره څه پلان نه لري. د سي این این... Читать дальше...
د بلوچستان د مواصلاتو وزير سردار عبدالرحمان کېتراڼ د اپرېل پر ۲۸مه له مشال راډيو سره د مرکې پر مهال تور پورې کړ چې د پاکستان ګاونډیو هېوادونو بلوچستان په جنګي سيمه بدل کړی دی.
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی سندرغاړی او موسيقار اصف علي دی. نوموړي يوه موده د هارمونيم غږوونکي په توګه کار کړی او دا مهال خپله د سندرو ويلو ترڅنګ د سيمې سندرغاړو ته هم سندرې جوړوي. اصف علي يوشمېر شاګردان هم لري او وايي چې د هغوی د سندرو لپاره معياري شعرونه ورته انتخابوي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د کرکټ یو شمېر افغان مینه وال د هندوستان د کرکټ په غوره لیګ کې د افغان مشهور کرکټر راشد خان وروستۍ لوبې ستايي. بېګاه د بریا لپاره په وروستیو دوه بالونو نهه منډو ته اړتیا وه، افغان راشد خان چې په دستکشو يې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ ښکاري په سټرایک ولاړ ودرېد. په لوبغالي کې هیجان، د دواړو لوبډلو د مینه والو زړونه درزېدل. راشد خان د لوبغالي په اف سایډ شپږیزه ووهله خو د لوبې د بریا لپاره په وروستي توپ درې نورو منډو ته لا هم اړتیا وه. وېره دا وه، چې ښايي وروستی بال بې له منډې وشي، خو راشدخان... Читать дальше...
په کابل کې د سوداګرو ښځو نندارتون پرانېستل شوى دى. د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرې رویا حافظي ازادي راډیو ته وویل، چې په دغه ننداراتون کې چې پرون چهارشنبه پرانېستل شوى، ۷۰ سوداګرو ښځو ګډون کړی دی. د اغلې حافظي په خبره دا نندرتون، راځئ له مونږ توکي وپېرئ تر نامه لاندې د کابل کې په اریا ښارګوټي کې جوړ شوی دی. نوموړې وویل، دغه ننداراتون د پنځو ورځو لپاره د سهار له لسو د ماښام تر اوو بجو پورې د مینه والو پر مخ پرانېستى دى. د سوداګرو ښځو دا نندراتون په داسې حال کې پرانېستل کېږي، چې... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت وایي، د نجونو د ښوونځیو په اړه د هېڅ کوم بهرني هېواد او چارواکو فرمایشونه او فشارونه نه مني. وروسته له هغې چې د طالبانو د حکومت په ادرس له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو په تړاو غبرګونونه تېز شول، د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وايي، په دې برخه کې دوی د هېڅ یو بهرني هېواد فرمایشونه او فشارونو ته غاړه نه ږدي. د دغه وزارت ویاند عزیز احمد ریان ازادي راډیو ته وویل، چې د دوی حکومت د خپل مصالحو په نظر کې نیولو سره د د دغو نجونو د ښوونځیو پرانېستل ځنډولي دي. Читать дальше...
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړي او ډاډ ورکوي چې افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه استعمالېږي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره نیکې او ښې اړیکې غواړي. د طالبانو د ريیس الوزرا دوهم مرستیال عبدالسلام حنفي نن په کابل کې اتم د ثور د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې د مجاهدینو د بري ورځ په ویاړ غونډه کې يې خبرې کولې ټینګار وکړ، چې د افغانستان له خاورې هېڅ ګاونډي ته خطر نه شته او ګاونډي هېوادونه... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت چارواکو تر اوسه د بلخ پر مسله څه نه دي ويلي خو د ښوونځيو د پرانيستلو په اړه دريځ لري چې لا هم پر يو تعليمي پلان کار کوي چې بشپړ شوی نه دی.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، شریف د سعودي عرب له مشرانو سره پر اقتصادي، سوداګريزو، د پانګې اچونې او هلته د مېشتو پاکستانيانو پر چارو خبرې کوي.
په کابل کې پر۴۰۰ بېوزله کورنیو خوراکي توکي وېشل کېږي. د مهر تاون په نوم د مرستندویه بنسټ مشر مولانا زهیر ازادی راډیو ته وویل، چې دا مرسته به په بېوزله او بې سرپرسته کورنیو او دغه شان معلولینو ووېشل شي. د نوموړي په خبره، دا مرسته د سوداګرو په همکاري ترسره کېږي، چې څلور قلمه مواد غوړي، وریجې، لوبیا او بوره په کې شامله ده. دا مرستې له یو شمېر بېوزله کورنیو سره په داسې حال کې کېږي، چې په افغانستان له طالبانو له واکمنېدو ورسته، دغه هېواد له اقتصادي ناورین سره مخ او د بې روزګارۍ کچه هم په کې پرخه شوې ده. Читать дальше...
د غویي اتمه نېټه په افغانستان کې د نجیب الله د حکومت له پای او د مجاهدینو له واکمنېدو سره برابره ده. دا ورځ د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د مجاهدینو د بریال د ورځې په نوم هم یادېږي. ۱۳۷۱کال د غويي ۸ هغه نېټه ده چې مجاهدینو د وخت ولسمشر نجیب الله ګوښه او دوی یې پر ځای واک ته ورسېدل. د مجاهدینو د حکومت مشرانو په خیبر پښتونخواه کې د صبغت الله مجددي په مشرۍ موقت حکومت جوړ او کابل ته ننوتل. مجاهدینو هغه مهال د نجیب الله حکومت کمونیستي او د پخواني شوروي د یرغل په نتیجه کې تر رامنځته شوی حکومت باله. Читать дальше...
نن د ثور اتمه نېټه په افغانستان کې د پخوانیو مجاهدینو د بریا له دېرشمې کلیزې سره برابره ده. په افغانستان د پخوانیو مجاهدینو له بریا نن دېرش کاله پوره شول، اوس ځينې دوی څه غواړي؟ پر طالبانو د یو شمېر پخوانيو مجاهدینو نیوکې او د ټولګډونه حکومت غوښتل. د افغانستان د خلکو د وحدت اسلامي ګوند مرستیال محمد ناطقي وايي: "دوی نه شي کولای په دې ډول حکومت وکړي، حل لاره همغه سیاسي خبرې دي، یوه سیاسي هوکړه ده، د اصولو پر بنسټ او بیا د یوې ټول ګډونه ادارې جوړول." د افغان مجاهدینو بېلابېل جهادي تنظیمونه په... Читать дальше...
په کابل او جلال اباد کې ځینې افغانان، چې غواړي پاکستان ته لاړ شي، وايي چې کمېشنکارانو د پاکستان د ويزې بیه ۷۵۰ ډالرو ته لوړه کړې ده. پاکستان د ورځې تر ۱۰۰۰ کسانو ته ويزې ورکوي او د هرې عادي وېزې فیس چې پخوا څه باندې ۸ ډالره و، په وروستیو کې معاف شوی دی، خو د ويزې افغان متقاضیان وايي، چې عملاً هره ويزه له ۵۰۰ ډالره تر ۷۵۰ ډالرو پورې پلورل کېږي. د داسې کسانو په منځ کې یو هم د کابل اوسېدونکی پنبه ګل دی. ده ازادي راډیو ته وویل: "ما غوښتل د پاکستان ويزه واخلم، کمېشنکار مې پیدا کړ، په ۵۰۰ ډالره یې... Читать дальше...
په فرانسه کې تر دوه کاله ځنډ وروسته هغه کلنۍ مېله بیا پیل شوې چې پکې د بېلابېلو ژويو په شکل جوړې باډيوې یا کاغذ بادونه الوځول کېږي. په دې کې د نړۍ له لېرې لېرې هېوادونو ورغلي باډيوه الوځوونکي برخه لري. په ۲۰۲۰ز کال کې د کورونا وبا تر خپرېدو وروسته مېله نه وه شوې. د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ.
په افغانستان کې مخکې هم د نجونو او مېرمنو لپاره د زده کړو ډېر فرصتونه نه وو، په ډېرو کلیوالو سیمو کې ښوونځي او پوهنتونونه نه وو او که وو هم، ډېر کله د کور نارینهو نجونې او مېرمنې نه ور پرېښودلې. د ځوان فکر په خپرونه کې په دې موضوع بحث کوو چې ولې ځینې نارینه د خپل کور د نجونو او مېرمنو د زده کړو په وړاندې بې تفاوته دي؟ یا حتا مخه یې نیسي؟ په دې به هم له خپلو مېلمنو سره وغږېږو چې څنګه کېدلای شي نارینه د خپل کور نجونې او مېرمنې لوړو زده کړو ته وهڅوي او فرصت ورته برابر کړي؟ د خپرونې مېلمانه مو... Читать дальше...
د توریزم نړیوال سازمان پراوکراین د یرغل په خاطر د روسیې غړیتوب وځنډاوه. په مادرید کې مېشت د توریزم د نړیوال سازمان یوه ویاند وویل، چې د دې سازمان اکثریت غړیو پرون چهارشنبې په فوق العاده غونډه کې د دې پرېکړې ملاتړ وکړ. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا پرېکړه پر سیاسي انګېزې شوې او غیرقانوني ده. د توریزم نړیوال سازمان چې ۱۶۰ غړي لري، مرکز یې د هسپانیا په پلازمېنه مادرید کې دی.
د اوکراین دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف وایي، هېواد به یې سختې اوونۍ په مخکې ولري او خبرداری یې ورکړ چې د روسیې د پراخ یرغل په ترڅ کې به په ختیځ کې ډېرې ورانۍ او ځاني زیانونه رامنځته شي. نوموړي د جرمني په رامشټین امریکایي پوځي اډه کې د نړۍ د ۴۰ هیوادونو د چارواکو غونډې ته چې پرون یې دوهمه ورځ وه په اشاره وویل، دا غونډه د یوه داسې ریښتینې ایتلاف څرګندونه کوي چې هدف یې یوازې د کریملین مسئول پېژندل نه دي بلکې هدف یې د روسیې د ظلمونو مخنیوی دی ترڅو دا مسئله یقني شي چې متمدنه نړۍ دغه جګړه ګټلی شي.
په کندز ولایت کې یو شمېر ډاکتران وایي، کورنۍ باید د اولادونو د زېږون ترمنځ واټن په پام کې ونیسي او فاصله نه مراعتول د مور او ماشوم ژوند له ګواښ سره مخ کوي او پردې سربېره کورنۍ له بېلابېلو ټولنیزو او اقتصادي ستونز سره هم لاس او ګریوان کېږي. د کندز د حوزوي روغتون یو شمېر ډاکتران له ټولو کورنیو غوښتنه کوي، چې د زېږون ترمنځ واټن په پام کې ونیسي، ځکه زیات شمېر ميندې د کورنۍ فشار او د دودېزو مسایلو له کبله د زېږون ترمنځ فاصله نه مراعتوي، چې له امله ډېرې وخت ميندې د زېږون پرمهال خپل ژوند او یا هم ماشوم له لاسه ورکوي. Читать дальше...
یو شمېر هغه کسان چې د پوست له لارې یې له افغانستان څخه بهر یا هم له بهر څخه افغانستان ته اسناد او نور توکي لېږلي دي، شکایت کوي چې اسناد او توکي یې په وخت نه رسېږي او د ډېر وخت لپاره ځنډېږي چې دې ځنډ دوی له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي. د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د نورو خدماتو ترڅنګ پوستي خدمتونه هم ټکني شول چې په دې لړ کې ځینو خصوصي پوستي شرکتونه خپل فعالېتونه ودرول. ځینو هغه کسانو، چې په دې وروستیو کې یې د پوست له لارې اسناد او توکي لېږلي دي، ازادی راډيو ته وویل چې اسناد او توکي يې په وخت نه رسېږي چې له دې امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي. Читать дальше...
سېف دي چلدرن موسسه وايي، چې سږنۍ روژه د افغانانو لپاره تر ټولو سخته روژه ده. د دې ادارې پر اساس، د معمول خلاف چې په روژه ماتې کې به د افغانانو پر دسترخوان څو ډوله خواړه وو، سږ کال ډېرى افغانان په وچه ډوډۍ روژه ماتوي. سېف دي چلدرن وايي، سږنۍ روژه د بېوزلۍ او سختې لوږې د ډېرېدو له کبله د افغانانو لپاره تر ټولو سخته روژه وه. سېف دي چلدرن پرون په یوه بیان کې وویل، له کله چې د تېر کال په اګست کې طالبان واک ته رسېدلي افغانستان له شدید اقتصادي بحران سره مخامخ دی او له دې کبله د افغانستان نیمايي وګړي په تېره بیا ماشومان په نس نه مړېږي. Читать дальше...
د روسیې د پوځي تخنیکي همکاریو فدرالي ادارې اوکراین ته د هغو هيلیکوپټرو ورکړه له نړیوال قانون او د روسیې او امریکا ترمنځ له شوي قرارداد څخه لویه سرغړونه وبلله چې په تېر جمهوري نظام کې د افغانستان وسله والو ځواکونو ته په پام کې نیول شوې وې. د روسیې د تاس خبري آژانس د راپورله مخې دغې ادارې پرون په یوه بیان کې د متحدو ایالتونو د دغې پرېکړې په وړاندې اعتراض څرګند کړی، هغه یې خپلسري پرېکړه بللې او ویلي یې دي چې د هغه قرارداد له مخې چې د روسیې د وسلو د صادراتو، روسوبورون ایکسپورټ کمپنۍ په ۲۰۱۱ کال د امریکا... Читать дальше...
د طالبانو حکومت وايي، چې د داعش ډله یې په افغانستان کې ۹۸ سلنه له منځه وړې او نور دا ډله ګواښ نه ده. طالبانو دا اعلان وروسته له دې وکړ چې په کابل، کندوز، او بلخ ولایتونو کې پر له پسې حملو لسګونه افغانان ووژل او ډېر نور ژوبل کړل. د ځینو حملو مسوولیت داعش یا د اسلامي دولت د خراسان څانګې په غاړه واخیست. پرون هم د طالبانو له اعلان سره هممهاله د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالي کې ۵ تنه، چې په خټه هزاره وو، له موټرو کښته او ووژل شول. که څه هم تر دې دمه د دغو کسانو د وژلو مسوولیت کومې ډلې په غاړه... Читать дальше...
د طالبانو حکومت رسنیو ته ویلي، چې سوداګریز اعلانونه تر خپرولو مخکې دوی ته وښيي. خبریالان وايي، چې د طالبانو ادارې ورته په یوه رسمي لیک کې ویلي چې د هر راز سوداګريز اعلان په اړه له دوی سره مخکې تر مخکې همغږي وکړي. خو خبریالان د طالبانو دا پرېکړه د رسنیو د ازادیو د محدودولو لور ته یو بل ګام بولي. دا لیک د طالبانو د اطلاعلاتو او فرهنګ د مرستیال او د حکومت د ویندوی ذبیح الله مجاهد له لوري رسنیو ته استول شوی دی.